امجـــد شهـــــزاد دَ نـــوي کُول نمائنده شاعر
تبصره: توقير احمد يوسفزے(يوسفزے پښتون)س
پۀ شکريه دَ دوه مياشتينۍ "پاڅون" مردان
دَ تېرو څو کلونو راهسې چې دَ پښتنو پۀ سيمه دَ ترهه ګرۍ او انتهاپسندۍ کومه خپسه ناسته ده، هغې دَ ژوند دَ نورو اړخونو دَ متاثره کولو سره سره دَ پښتون ثقافت مرۍ هم خپي کړې ده. دَ شرخوښو او پښتون دښمنه عناصرو له خوا چې پښتون اولس او دَ هغوي کلتور ته کوم زيان رسېدلے دے دَ هغې تلافي خو ممکن نۀ ده ولې بيا هم پۀ قام مئينو خلقو وخت پۀ وخت تر خپله وسه دَ دې وطن دَ ودانۍ او دَ پښتون ثقافت دَ حفاظت، پښتني اقدارو ژوندي ساتلو او بيا رغولو دپاره خپلې هڅې کړي دي. پۀ دې حقله دَ پښتنو شاعرانو کردار دَ چا نه پټ نۀ دے. دَ قام پۀ درد غمژنو دې ليکونکو، اديبانو، شاعرانو او پوهانو چې پۀ دې اړه کوم ادب تخليق کړے دے هغه ډېر دَ قدر وړ دے. دوي دَ زور، ظلم، بربريت او شدت پسندۍ خلاف دَ خپل قلم پۀ ذريعه کلک مزاحمت او دَ انکار جرات کړے دے. حقې ته يې حقه وئيلې ده او دَ زور زياتي خلاف يې دَ عام اولس پۀ ذهنونو کښې دَ مزاحمت او قامولۍ جذبه راپارولې ده.
پۀ دې نامتو شاعرانو او ليکونکو کښې يوه نامه دَ نوي کُول دَ نمائنده شاعر ښاغلي "امجد شهزاد" هم ده. دَ ملاکنډ سيمې سره تعلق لرونکے دا زلمے خوږ ژبې شاعر يو تکړه ليکونکے،ښۀ صحافي، خوږ سندرغاړے او پياوړے موسيقار هم دے. دَ يو ليکونکي او صحافي پۀ حېث دَ پښتو مشهور مجلو لکه "پښتون" (باچا خان مرکز) ، "ليکوال" وغېره د پاره ليکل کوي. دَ نوموړي تحقيقي مقالې چې يو دَ "پنجابي طالبان" او بله "دَ کالا باغ ډېم يوه تکنيکي جائزه" دَ سرخط لاندې پۀ "پښتون" او "ليکوال" کښې چاپ شوي دي دَ دوي دَ ژورې مطالعې او تحقيقي زيار عکاسي کوي او اولس ډېرې خوښې کړي دي.
دَ موسيقۍ سره دَ لېونتوب تر حده شوق لري، خپله موسيقار هم دے،سندرغاړے هم او هغه دَ ډاکټر اسرار صېب خبره "چې ډېر خلق يې دَ خپلې تاودې موسيقۍ په زورګډولي دي". دَ سندرو وړومبے البم يې دَ "وه سپينې کونترې" پۀ نوم خور شوے دے او په دا شان يې دَ موسيقۍ دَ مئينانو پۀ زړونو کښې خپل ځائے جوړ کړے دے. نو دَ امجد شهزاد غوندې ملټي ډائمنشنل(Multi Dimensional) شخصيت چې پۀ يو وخت دَ فن پۀ دوه درېو سنګرونو لګيا دے جنګېږي، دَ شخصيت پۀ څو لنډو ټکو کښې احاطه کول زما دپاره ممکن نۀ دي ځکه نو زۀ به دلته صرف دَ هغوي پۀ شاعرۍ خبرې وکړم.
دَ ښاغلي وړومبے کتاب دَ "نۀ" پۀ نامه چاپ او خور شو، او دَ ادبي حلقو لۀ خوا ډېر وستائيلے شۀ. دوېمه شعري مجموعه دَ "سندره مۀ وژنئ" پۀ نوم چاپ شوه او لکه دَ وړومبۍ مجموعې لُستونکو ډېره خوښه کړه.دَ امجد شهزاد شاعري پۀ رومانوي انداز کښې دَ قامولۍ، امن، مينې، او اشتراکيت يو ښکلے امتزاج دے. ژبه يې ساده، روانه او اسانه ده چې هر پښتون وګړے پرې پۀ اسانه رسي.
وئيلے شي چې شاعر دَ قام سترګې وي څۀ چې هغه ويني ګوري او محسوسوي هغه دَ الفاظو ښکلې پېرايه کښې بيانوي او اولس ته يې وړاندې کوي. دَ غلطو څيزونو غندنه کوي او دَ ښو او دَ فخر وړ کارونو ستائنه کوي. دَ قام اتلان او وطن دوسته پۀ ښو ټکو سره نمانځي او دَ قام خرڅو، ملک دښمنه او وران کارو خلقو غندنه کوي. امجد شهزاد هم دَ خپلې خاورې پښتونخوا، خپل ثقافت او تاريخ سره بې کچه مينه لري او پۀ صحيح معنو کښې پۀ خپله خاوره دَ خپل اختيار ګټلو عزم لري او دَ ژوند لۀ ټولو لوئے مرام يې دَ خپل اولس پۀ ښه راتلل دي. لکه چې وايي:
ګټم به خپله خاوره خپل اختيار ګورې ښــه دا دشتې دا مېرې به شي ګلزار ګورې ښه
غم دَ اولس نۀ کړې پۀ دې څۀ کۀ پۀ ما مړ يې جانانـــــه درته وايمه پۀ جار ګورې ښه
چې شونـــډې خوځوې نو دَ اولس سندرې وايه لۀ دې نـــه نشته بل دَ ثواب کار ګورې ښه
هغه پۀ خپله خاوره امن غواړي او دَ جنګ نه نفرت کوي، همه ګير انسانيت مني او پۀ فکري لحاظ بېن الاقواميت پسند دے. پۀ ګړده نړۍ کښې امن او سوکالي غواړي او دَ ټولو مزدورانو او خواري کښو دَ يو والي حامي او دَ جاګيردارانه او سرمايه دارانه نظام خلاف دے:
مونږه همه ګير انسانيت منۀ زړۀ کښې مو دېوال لرۀ نۀ ور لرۀ
يا بم دې دَ يو وطن پۀ ښار نۀ لګي ټول راته ګران لکه کابل ښکاري
يا دَ يو نظم دا لانديني څو شعرونه چې پکښې امجد دَ جنګ او تشدد نفي پۀ ډېر ښکلے انداز کښې کوي
چاوې چې جنګ ښۀ دے؟ دَ مينې رنګ ښۀ دے
دَ تورې شرنګ بد دے دَ بنګړو شړنګ ښۀ دے
دَ ټوپک ډز سپېــــرۀ دَ رباب ټنګ ښۀ دے
قلم دې ښۀ تېرۀ وي او غشے زنګ ښۀ دے
دَ هرې زمانې پۀ ادب دَ هغه وخت دَ حالاتو اثر وي او ادب دَ زمانې حالاتو، تقاضو او ضرورتونو مطابق تخليق کېږي. ننني دور کښې چونکې پښتون اولس دَ يو شمېر ستونزو سره مخ دے چې پکښې لۀ ټولو لويه الميه او مسئله ترهه ګري او انتهاپسندي ده او بيا امجد شهزاد خو پۀ خاصه توګه دَ هغې سيمې(سوات) سره تعلق لري چرته چې خلقو پۀ عملي توګه دَ ترهه ګرۍ او انتهاپسندۍ دَ بلا مخه نيولې ده او ډېرې قربانۍ يې ورکړي دي ځکه نو دَ دوي پۀ شاعرۍ کښې دَ دې حالاتو تصوير کشي پۀ ډېر ښکلے او سپېځلي انداز کښې شوې ده:
اوس لۀ هر کوره ازغن مزے راتاؤ دے اوس پۀ يو دېوال ګمله دَ ګلاب نشته
دَ بارودوکاروبار دلته ازاد دے اجازت پکښې دَ ټنګ دَ رباب نشته
يا دا شعرونه چې هغه واقعاتو طرفته اشاره کوي کوم چې اوس دَ تاريخ يو تور باب دے
بوټانو او پټکو پۀ ټول وطن اورونه بل کړۀ بچي يتيمانان شو او تور سرې لېـــونۍ
پۀ هاغه پورې کلي کښې دَ توپو درزا خېژي پۀ غرونو کښې اوترې شوې کونترې لېونۍ
امجد شهزاد خان، مُلا، قاضي، پير،وغېره يو مخصوص مائنډ سيټ (Mindset)يا ذهنيت ګڼي څوک چې دَ اغيارو پۀ اشارو دَ غريب اولس استحصال کوي او دَ دوي دَ معاشي او اقتصادي ژوند سره سره دَ دوي دَ ذهنونو دَ پسمانده ساتلو هڅې کوي:
دَ کلي خان مُلا لۀ ورکړه شکرانه وئيل يې خلک خو خوار دي خو ذهنونه يې هم خوار ساته
هغۀ دَ آمريت او سامراجيت دَ يو آلۀ کار پۀ حېث دَ مُلا کردار غندلے دے او دَ هغۀ دَ کچه خوي، تنګ نظرۍ، انتهاپسندۍ ، خود غرضۍ او جنونيت پۀ وجه يې پرې رسا ټکونه کړي دي. پۀ ننني وخت کښې چې مُلا دَ سياست پۀ جامه کښې خپل کوم کردار مخې ته راوړے دے او خپله کومه بدرنګه څهره يې اولس ته ښودلې ده امجد دَ هغې نه وېزاره دے. پۀ بعضې شعرونو کښې هغۀ ډېر پۀ نفاست سره دَ "پټکو او بُوټانو" علامتي اصطلاح مخې ته راوړې ده او قام خرڅي او قام دښمنه تورمخي خلق چې دَ هغۀ پۀ نزد دَ دې خاورې دښمنان دي يې پۀ سختو ټکو کښې رټلي دي. هغه دَ قام دښمنان پۀ ډېره ښه توګه پېژني او اولس ته دَ هغوي ناولې څهرې مخکښې ږدي:
پېژنمه ټول دَ خپلې خاورې دښمنان پټ به رانه نۀ شي دَ لفظونو پۀ نقاب
يا پېژندلي مې خپل واړه قاتلان دي دَ چا شته کۀ دَ چا مخ ته نقاب نشته
دَ ويرې، دهشت، ظلم، بربريت او زياتي پۀ دې تاوژن ماحول کښې دَ خپل شعور، فکري بېدارۍ او ويښ ضمير په وسله پوره هغه دَ خپلو خيالاتو اظهار پۀ ډېر جرات، بهادرۍ او ډاډه زړۀ کوي. هغه پۀ دې هم پوهه دے چې دَ ظلم خلاف اواز اوچتول پۀ دې وخت کښې دَ جهاد نه کم نۀ دي او هغه دَ دې دَ نتائجو نه هم ښۀ خبر دے چې پۀ دې وطن کښې دَ رښتياو مرسته کوونکو او دروغو ته دروغ ويونکو سره څۀ سلوک کېږي خو دَ هغۀ قام پرستي، نېکه جذبه، دَ خاورې سره مينه او پۀ وطن ننګ هغه دَ نورو خلقو پۀ شان دَ لرې تماشبين نۀ جوړوي بلکې پۀ جار پۀ دوي تنقيد کوي:
فريب يې دَ پټکي لۀ هر يو ول دَ لاندې پټ پۀ ترخ کښې يې نيولے دے سپېځلے کتاب واهی
يو خوا تور پټکي دي بل خوا تور بوټان څوک پۀ دې وطن کښې اتل پاتے دے
دَ مُلا دورنګۍ ، خود غرضۍ او منافقت ته پۀ دې ټکو کښې اشاره کوي:
مکتب دې ړنګ کړه پۀ نامه دَ اسلام جمات دَ سُور کافر پۀ پور جوړ کړه
او بيا ورته څۀ پۀ دې ډول نصيحت کوي:
خلک دَ خپل مندر ګرجې ګردوارې مۀ جارباسه تۀ دَ جمات مناره ټينګه کړه خپل دين وساته
موسيقۍ سره دَ بې کچه مينې او دَ يو سُوچه قام پرست پښتون زړۀ لرلو پۀ وجه هغه دَ دې خاورې دَ هنرمندانو سره دَ زياتي خلاف دے. دَ پرله پسې څو فنکارانو مړينې باندې هغه ډېر غمجن دے. هغه پوهېږي چې پۀ ټوپک، تماچه خو دَ دې قام او اولس مزاج بدل نۀ شو نو دَ قام دښمنان اوس زمونږ کلتور ته زيان رسول غواړي. هغه دا يقين لري چې امن دَ رباب ټنګ او دَ شپېلۍ غږ راوستے شي امن پۀ ټوپک او زور زبردستۍ نۀ راځي. پۀ خاموشۍ او داسې ماحول چرته چې شور، موسيقي او سندره نۀ وي دَ هغۀ ساه ډوبېږي:
هلته به خود دَ سړي ساه ډوبېږي چرته چې وژني پۀ سندره سړے
زۀ يې پۀ توره ټوپک هېڅ کله وژلے نۀ شوم هغه چالاک سړي زما لۀ ژونده شور يوړو
اوس پۀ حجرو کښې وي تسبې ځوړندې څوک نمونې لۀ هم ستار نۀ پرېږدي
په "سندره مۀ وژنئ" کښې هغۀ ځائې پۀ ځائې دَ مشهورو شخصياتو اقوال رانقل کړي او ترجمه کړي دي چې يقينًا پښتو ادب کښې يوه ښۀ او ګټوره اضافه ده. پۀ نظمونو او غزلونو کښې يې جديديت، انفراديت او دَ نوي والي عکسونه پۀ نظر راځي. دَ امجد شهزاد ټوله شاعري دَ قامولۍ، پښتو، غېرت، دَ مظلوم پۀ مرسته او دَ ظالم پۀ ضد ولاړه ده. هغۀ دَ خپل وخت دَ سامراجيت، آمريت، عسکريت او طبقاتي امتياز خلاف اواز پورته کړے دے او دَ سياسي مصلحتونو او سوداګرانه کردارونو ذکر يې ښکاره او نېغ پۀ نېغه کړے دے. دَ بې وسه اولس دَ ناامېدۍ، مايوسۍ او ويرېدلو او مړاؤ څهرو پۀ تناظر کښې يې دَ جبر و استبداد خلاف بغېر دَ څۀ اشارو کنايو نه ښکاره او پۀ ډاګه غږ پورته کړے دے. پۀ دې اړه هغه يو کلئير(Clear) او واضح موقف لري دَ ډېرو خلقو غوندې خپل اظهار پټ او په شپ شپ کښې نۀ کوي بلکې پۀ جار او ډانګ پئيلي وائي چې "رخنه ګر دَ ملک هرګز دَ پرېښو نۀ دے" او دَ ستر خوشحال بابا دَ شعر دغه يوه مصرعه دَ ښاغلي امجد شهزاد دَ کلهمې شاعرۍ دَ بنياد خښته ده

Comment