Announcement

Collapse
No announcement yet.

ملت پال مبارز شمس بونيري

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ملت پال مبارز شمس بونيري

    شمس بونيري
    فيروز افريدي
    د ښاغلي شمس بونيري صيب سره زما د ډير وخت پيژندګلو نه وه .خو د يو مبارز شاعر او اديب په حيث مې د ډيرې مودې نه په غائيبانه توګه پيژندو.

    د روان کال د دوئيمې مياشتېپه يوه شپه (فروري 2013 ) مې په اسلام اباد کې په يوه دستوره کې وليدو .
    دوئي سره د اوږدو خبرو اترو وروستو زه په دې نتيجه ورسيدم چې د حالاتو څپيړو وهلې دا انسان اوس دومره پوخ او سوچه شوې دے ،چې د دنيا د مخ ملازې او مصلحتونو ټول مصنوعي بدرنګه پوستکې ئې غورځولي (اړولي)دي ،او د يو سوچه او دروند پښتون په څير د يو سپين سپځلې انسان په شکل کې څرګند شوې دے.

    هم دغه سوب دے چې که شمس بونيري هر څومره اوږدې خبري او نه ختميدونکي بحثونه کوي بيا هم په مخاطب انسان يو دروند او ژور اثر غورځوي او څوک د بونيري صيب په خبرو اوريدو نه ستړې کيږي.

    د شمس بونيري په ذاتي ژوند ډير خبرې کيدلې شي او پکار هم ده چې د بونيري صيب د ژوند هر يو پټ اړخ څرګند کړې شي خو زما بدقسمتي دا ده چې د بونيرې صيب سره زما زياته ناسته نه ده شوې.
    ما پخپله د بونيرې صيب مبارزې ليدلي نه دې
    البته د هغه په حکله مې ډير څه اوريدلي دي.

    بيا هم په لږه ناسته کې ما چې هغوئي د خپلې مشاهدې په رڼا کې ، د اوريدلو او لوستلو ، د خپلو يارانو او مخاليفينو له اړخه د کلهمو صفاتو او تورونو تهموتونو په تناظر کې وځيروو نو يو انتهائي ريښتونې او د دردمن زړه سختن راته وبريخيدو.

    ما دا خبره محسوسه کړه چې بونيري دا غواړي او ډير په شدت سره ئې غواړي چې په هغه څه تير شوي يا هغه څه ليدلي او محسوس کړي دي هغه دې د خپل قام بچو ته په ايماندارئ او
    اخلاص سره برڅيره کړي.

    هغه ته د وخت ناکړدو شائيد چې دومره موقع ورنکره چې د خپل مافي الضمير ټول اړخونه مخي ته راولي خو بيا هم، په بيړه بيړه کې هغه څه لږ ډير کوشش کړې دے چې څه ئې په زړه او مازغو کې پراته دي ،د قام بچو ته ئې څرګند کړي او خپله فريضه پوره کړي.
    د هغه دا هڅه يقينا چې تر څه حده پياوړې شوې ده

    هغه څه هم چې ليکي يا په مجلسونو کې ئې وائي خلک ئې په سنجيدګئ سره لولي او اوري.

    د ښاغلي بونيري صيب چاپي اثار شته او ډير زيات ليکلي داسې مواد لري چې چاپ ته چمتو دي

    دا (........................)کتاب چې د افسانو دی او زما کوشش وو چې په دې افسانو څه وليکم خو له بده مرغه زه ونه توانيدم چې دا مسوده ،کومه چې د فوټو کاپي په شکل کې تر ما رارسيدلې ده ولوستلې شم .
    ځکه چې دا مسوده د مختلفو کسانو په قلم ليکلې شوې يا د کاپئ څخه رانقل شوې ده او په مينځ کې قطع شوې ده.داسې معلوميږي چې چا هم دا کار کړې دے نو ځان ئې ترې خلاص کړې دے

    زه ګمان کوم چې د وخت د نشتوالي له کبله بونيري صيب دا مسوده پخپله نه وي ليکلې او نه ئې بيرته د اصلاح په غرض لوستلي وي ځکه چې په دې کې په ډيرو ځائيونو کې د واقعاتو راواني منقطع شوي ده او د قيصۍ تاثر ئې خراب شوې دے، بيا هم چې کومې افسانې ما لوستلې شوې ،هغه په هر لحاظ ښې او د لوستلو وړ افسانې دي.
    په دې افسانو کښې بونيرې صيب کوشش کړې دے چې په معاشرې يا ټولنه کې کومې نيمګړتياوې دي د هغې سدباب يا تدارک وکړې شي.

    بونيرې صيب په ډيرو داسې کردارونو نيوکې هم کړې دي چې د وخت په لاسونو کې لوبيږې ،او د انجام نه بې خبره وي.هغوئي دومره خود غرضه او بې خبره دي دي چې دا احساس ورته نه کيږي چې د دوئي دا بې خبرې به د قام او خاورې ته څومره د زيان سوب جوړيدلي شي.

    د ذاتي مفاداتو غلامان خلق او کردارونه ئې غندلي دي،او کوشش ئې دا کړې دے چې د دې منفي اړخونه ئې خپل قام او اولس ته بې له خوفه په ډاګه کړي.

    د بونيري صيب قلم په داسې کردارونو نه دې ودريدلې چې هغه جابر دي او خلق د يرې ترهې له کبله په هغوئي قلم نشي پورته کولې .

    د خپل علمي استعداد ،او عملي تجربو عکاسي ئې په اکثرو افسانو کې بريخې او کوشش ئې دا کړې دے چې د بونيرې صيب ليک د معاشرتي بدو رويو د اصلاح وړ وګرځي

    د بونيرې صيب ټول ژوند د خپلې ټولنې د اصلاح په هيلو تير شوې دے .
    بونيرې صيب په عملي ژوند کې هم د داسې خلکو پيروي کړې ده چې هغوئي په ټولنه کې د بدو دودونو او غلطو رسمونو ختمول غوښتل او د پښتون قام او اولس د خير او ښيګړې شتمني ئې غوښتله .
    بونيرې صيب د يو سوچه پښتون وګړي عملي کردار لوبولې دے او د يو باشعوره تعليم يافته پښتون په څير ئې د قام ،ملت او خاورې غم ژړلې دے.
    _________________

  • #2
    dera manana wrora laka da har zal der kha khabartya wrhandey kawey

    zama de da shams boneri saib pa hakla mina aw tajasus noor hum zyat sho

    manana ba wi che lag noor da hagha da zhwand pa larh ke noora khabartya pa brakha krhey aw da ra ta uwaye che shams saib da pashto zhabey pa wada aw parmakhtag ke kumey haley zaley karhi di zaka che pakistan ke kho da pashto likal aw lwastal nezdey nezdey mrha di

    Comment


    • #3
      ګرانه بدلون وروره داسې هم نه ده لکه چې تاسې ليکلې دي
      په پاکستان کې هر کال تقريبا 300-500 پورې کتابونه چاپ کيږي او حتما خلق ئې لولي هم
      خو حقيقت دا دې چې علمي کتابونه په اردو انګليسي کې خپريږي او اکثريت ئې په دغه ژبو هم پوهيږي نو ځکه د پښتو ژبه دومره علمي کتابونه نه درلوده خو اوس خو پکې ډير ښۀ ښۀ کتابونه خپاره شوي دي لکه
      پښتو د ټولو ژبو مور
      د پښتنو اصل نصل درې جلده
      هم دغه څير نور زيات علمي کتابونه پکې خپريږي او جريان لري
      البته په پښتو کې ادبي يعني شعر او شاعري زياده چاپيږي


      شمس بونيري
      کتابونه

      سور سحر
      د زندان رڼا
      او درې څلور نور چاپ کتابونه لري او ناچاپه موادهم ورسره ډير خوندي دے

      Comment


      • #4
        manana wrora
        za da pashto likal aw lwastal yawazey da kitabuno pa larh ke na wayam kho da jwand pa tolo brakho ke laka daftar, pohan zaye, pohantoon, kor, atai(dukan, market), radio, tv, wraz panrhey aw noor dasey
        za der pashto likwal pejanam che der ghamjan di che sok ye kitab nakhli\pashto jaba sok na zda kawi zaka che mohim na da, karoo bar pre na tar lasa keegi ya da hukomat yawey wazifey da para na pakareegi

        Comment

        Working...
        X