یوه افغانه پيغله د نړۍ د اغیزناکو کسانو په نوملړ کې راغله
| شنبه, 20.04.2013, 12:22 PM | (116 لیدل شوی)
اغلې محبوبمیرویس جلالزی- د بریټانیا د ټایمز مجله چې هر کال د نړۍ د اغیزناکو څیرو فهرست خپروي دا ځل یې یوې نجلۍ ته چې ا فغانه ده هم په دغه نوملړ کې ځای ورکړی دی.
دا پیغله رویا محبوب نومېږي او د هرات ولایت اوسیدونکې ده .
رویا محبوب د افغان سافت ویر او انترنیتي خدمتونو د واړندي کوونکي شرکت مشري کوي چې په ۲۰۱۰ کال کې یې جوړ کړی دی.
هغه د سافتویر انجینیره ده او ډير داسي ډټابیسونه یې جوړ کړي چې اوس ترینه په بیلا بیلو ادارو او حکومتي دفاترو کې کار اخیستل کیږي.
هغه ۲۵ تنه کارکوونکي لري چې اتلس تنه یي میرمنې دي.
ویل کیږي چې حتی د ناټو ځواکونو هم له هغې څخه ډاټابیسونه را نیولي چې دا ښيي یوه افغانه نجلۍ څومره تخنیکي مهارت لري چې په نړیواله کچه د سافټ ویر په برخه کې مخکښه ده .
رویا محبوب وایي چي د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې یې د انټرنټ داسي ۴۰ خونې پرانیستي چې پکې ښځې وړیا زدکړي وکړي.
د هغې په خبره ۱۶۰۰۰۰ نجونې او ښځې په دغو نټ کافیو کې له وړیا انټرنټ څخه کار اخلي.
د ټایمز مجلي چلوونکي وايي چي رویا محبوب یې د هغې د اغیزناک ابتکار او بشریت ته د خیر رسولو د انګیزې له امله د نړۍ د اغیزناکو څیرو په نوملړ کې راوستې ده.
تر اوسه دغه لیست درجه بندي شوی نه دی چې رویا محبوب پکې کوم ځایګی ګټي.
رویا محبوب د هرات د کمپیوتر ساینس له پوهنځي فارغه شوې او ماستري یې په مالیزیا کې د معلوماتي تکنالوژۍ او سافت ویر په برخه کې تر لاسه کړي ده.taand
