Announcement

Collapse
No announcement yet.

د ژوند روغتيايي طريقه مرګ ځنډوي / ژباړن : جاو&

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ژوند روغتيايي طريقه مرګ ځنډوي / ژباړن : جاو&



    د ژوند روغتيايي طريقه مرګ ځنډوي / ژباړن : جاويد اوربل

    | پنجشنبه, 18.04.2013, 08:21 AM | (111 لیدل شوی)


    اوس څه احساسوې ؟ ته ويښ او بيدار يې؟ انرژي لرې ؟ د ورځني ژوند د فشارونو او ننګونو سره مقابلې ته تيار يې ؟ ژوندې پاته كيدلو ته دې خوشاله يې ؟ پرون څنګه : ورزش دې وكړ ؟ ښه خواړه دې وخوړل ، د اوو ساعتونو له پاره دې خوب وكړ ؟

    د هغو خلكو سره كښيناستې چې حد اقل د صحت په اړه يې خبرې درته وكړې او ته يې د خپلې روغتيا څخه خوشاله كړې ؟

    د خپلې روغتيا له پاره دې ځينې هدفونه ټاكلي دي چې اوس دې لاس ته راوړي وي ؟ د استراحت او خندا له پاره دې پرون وخت پيدا كړ ؟ كه چيرې دا پوښتنې ته ځواب كړې او بيا ورته وكتل شي يعنې ارزيابي شي نو هغه وخت ستا د روغتيا عمومي سطحه چې په څه وضعيت كې ده معلوميږي . كه چيرې پرون تا يوه خالي ورځ لرله چې كله كله داسې كيږي خو كه چيرې دې پرون يا نن سهار د خپلې روغتيا له پاره ځينې پلانونه جوړ او سنجولي واى نو پر تا به دا ورځ داسې نه تيريده يعنې كه داسې څه دې درلوداى نو اوس به دې احساس د خپلې روغتيا په اړه چې ته يې توقع لرې ډير ښه و .
    د روغتيا ذمه وار موږ په خپله يو .
    كه چيرې د خپلې روغتيا په اړه فكر وكړئ چې يو فلم ترې جوړ شوى خو لا تكميل نه دى ، يعنې ستا له زيږيدو دا فلم شروع شوى ، تر ننه ادامه لري او همداسې به روان وي .

    دا فلم تر ډيره پر دې را څرخې چې ستا خپل احساس ستا د خپل صحت په اړه په مختلفو دورو كې څنګه و ، د وجود فعاليت دې په مختلفو دورو كې څنګه و ، د خپل روغتيا حالت د ښه پاته كيدو له پاره دې څه كول او يا د ځينو ننګونو سره دې څنګه چلند كاوه ، هغو چې ستا پر روغتيا تاثير كاوه .
    اوس نو كه له دې وروسته دا فلم ادامه پيدا كوي نو ته به د ښه والي له پاره څه كوې ، چې روغتيا دې پر سمې لارې حركت وكړي .

    نو اوس ته د خپل فلم ډيره برخه د نن په ښو كارونو باندې نيسې چې هغه سبا ستا پر صحت ښه تاثير كوي ، نو سر له اوسه دا مكمل كال داسې جوړ كړه چې په راتلونكي كې ستا پر روغتيا ښه تاثير وكړي .

    د فلم جوړولو دا طريقه دا حقيقت څرګندوي چې ستا شخصي روغتيا د ژوند تر پايه پورې ستا په لاس كې ده نو زړه دې چې دا فلم ښه جوړوې چې روغتيا دې تضمين شي او كه د خپلې ايندې په غم كې نه يې .
    رښتيا هم ځينې فكتورونه دي چې هغه به ستا له كنټروله وتلي وي خو ډير انتخابونه او پريكړې چې ستا پر ژوند او روغتيا ژور اغيز كولى شي هغه ستا په لاس كې دي . د فلم چلوونكى بل هيڅوك نه دى ، يوازې ته يې . نو د چلوونكي پر چوكۍ كښينه او تيار شه چې د خپلې روغتيا او ژوند مسوليت په غاړه واخلې .
    د روغتيا تعريفونه :
    پر روغتيا د خبرو كولو له پاره شروع له مختلفو ځايونو څخه كيداى شي . پخوا به د صحت او روغتيا كليمه د ناروغۍ په نه موجوديت كې كاريدله.
    اوس هم ډيرى عام خلك همداسې فكر كوي چې دوى مريضي ونه لري نو وايي چې صحت لرم . ځينې نور بيا فكر كوي چې دوى په فزيكي ډول سم ښكاره شي او وضعه يې ښه وي نو دوى روغ او جوړ دي .

    ور سره بيا نورخلك هم شته چې د دوى كوم هډوكى مات نه وي ، سر يې زخمي نه وي ، په روغتون كې يې د مريضۍ يا كوم تكليف له وجې شپې نه وي تيرې كړې نو دوى وايي چې روغ او جوړ يو . خو دا تعريفونه د صحت په برخه كې ناتكميل او ناسم دي . په اوس وخت كې د روغتيا په اړه تعريفونه پراخ او څو اړخيز شوي دي.

    دا تعريف داسې دى چې وايي روغتيا د وجود هغه حالت ته ويل كيږي چې په هغه كې د انسان د وجود فزيكي ، رواني او اجتماعي اړخ كاملا روغ وي او يوازې د مريضۍ نه موجوديت مهم نه دى .
    هر هغه څوك چې كاملا روغتيا ولري نو د ژوند كولو له پاره ښه فكر هم لري او دغه كس د ارتباطاتو او پيژندګلويو څخه ډك ژوند لري . ستاسو ښه روغتيايي حالت ستاسو د ژوند پر هر مربوط شي تاثير كوي . داسې چې ته يو شي ته څنګه ګورې ، څه احساسوې او څنګه ور سره عمل كوې . ورسره ښه روغتيايي حالت د يو چا پر ليدلوري، فعاليتون، كار او مكتب باندې تاثير كوي.

    ښه روغتيا دا ځانګړنه لري چې د يو چا دا حالت ښيي چې د ځان په اړه څه احساسوي، څومره پر ځان باور لري او په كارونو كې څومره بريالى دى. ښه روغتيا مقصدونو ته د رسيدو او وړتيا لرلو توان هم تعيينوي . كه څه هم ارثيت او چاپيريال د يوه شخص پر روغتيا تاثير كوي خو د يوه شخص په ژوند كې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې څومره د خپل ځان د روغتيا ساتلو له پاره هڅه او هلې ځلې كوي .
    د روغتيا په اړه زده كړه ولې مهمه ده
    روغتيا د ښه ژوند كولو له پاره ډيره ضروري برخه ده چې يو څوك بايد په روزمره ژوند كې ورته پام وكړي . نو ځكه د خپلې روغتيا د ساتلو له پاره چې روغ پاته شو ، كار كول د انسان په لومړيتوبونو كې راځي . ځكه خو نو صحي زده كړې لازمي دي . حد اقل په كور كې بايد يو كس د داسې زده كړو سره ډير بلد وي او نورو ته مشورې ور كړلى شي او تكليفونه يې پر وخت درك كړلى شي.
    په صحي زده كړو كې هغه مالومات شامل دي چې پر خلكو داسې تاثير وكړي چې د هغوى نظرونه ور بدل كړي او د خپلې روغتيا په خاطر مثبت عمل وكړي .
    د دې روغتيايي زده كړو لومړى مقصد دا دى چې خلك اوږد ژوند وكړي ، خوشاله ژوند وكړي ، د يوه هدف او همت سره ژوند وكړي .

    روغتيايي زده كړې له دې له پاره كيږي چې يو مرفع ژوند ته لار پرانيزي يعنې يوازې روغتيايي زده كړې د دې له پاره بايد نه وي چې روغتيايي حقيقتونه تدريس شي بلكې دغه حقيقتونه بايد د دې زده كړو سره د ژوند په ټولو برخو كې تطبيق شي .
    صحت درې بعدونه لري
    كه چيرې درنه پوښتنه وشي چې څنګه ياست ؟ ناروغ خو به نه ياست ؟ يا ووايي چې د وجود ټول سيستمونه دې منظم كار كوي ؟
    دا پوښتنې ښيي چې تاسو ته د فزيكي ناروغۍ نه موجوديت اهميت لري او كه چيرې تاسو ته د ټول وجود د سيستمونو منظم حركت مهم دى. ورسره دې پوښتنو نورو اړخونو ته هم اشاره كوله چې هغه فزيكي حالت مو څنګه دى ؟ رواني حالت مو څنګه دى ؟ او اجتماعي حالت مو څنګه دى ؟ د كامل صحت له پاره د دريو واړو برخو ته توجه لازمي ده .
    فزيكي صحت
    د فزيكي صحت څخه مراد دا دى چې د وجود ټولې برخې او سيستمونه ښه او په ګډه كار وكړي . د دې مانا دا ده چې وجود د ټولو فشارونو په څنګ كې عادي حالت ولري . يعنې د دومره قوت او توان يا انرژۍ لرل چې فزيكي ، رواني ، فكري او اجتماعي چانسونو او تغيراتو ته وجود پر وخت ورسيږي . د فزيكي روغتيا له پاره لازمه ده چې مناسبه غذا وخوړل شي ، كافي ورزش وشي چې وجود له مريضيو ساتي .
    ور سره د غاښونو معاينه او د نورو طبي معايناتو كول او د اړتيا پر وخت د ډاكټر سره مشوره چې د روغتيايي مشكلاتو غم وخوړل شي ، په فزكي صحت كې مهم كارونه دي .
    رواني صحت
    رواني صحت كې بيا دا مهم دي چې ته پر كومو معيارونو يو شى خوښوې ، يو شى يا موضوع څنګه قبلوې او د ځان په اړه څه احساس لرې . د نورو خلكو سره څنګه ارتباطات ټينګوې او خپلو ورځنيو غوښتنو او اړتياو ته څنګه رسيږې.

    رواني صحت د انسان د افكارو سره تړلى دى او دغه افكار په سم او مننونكى ډول تشريح كوي، يعنې په خپل انفرادي ژوند كې د مشكلاتو او نورو ننګونو سره مقابله كول او د حل لارې ورته لټول، نه دا چې همدا ستونزې او مشكلات يو څوك له پښو وغورځوي.

    رواني صحت په دې برخه كې هم مهم دى چې يو څوك نوي مهارتونه زده كوي چې د فكري مهارتونو اندازه يې زياته او انكشاف ومومي.

    داسې هغه كسان چې دوى د ښه رواني حالته او صحته برخمن دي، دوى له زده كړو خوند اخلي او دوى پوهيږي چې د معلوماتو حاصلول او پرې پوهيدل د ژوند يوه په زړه پورې او اوږده پروسه ده چې بايد تعقيب شي .
    اجتماعي صحت
    اجتماعي صحت د خلكو سره د ژوند كولو د لارې په مانا دى . يعنې داسې چې ته نوي ملګري پيدا او زړې يارانې وساتې ، كار او لوبې د ملګرتيا په فضا كې مخته بوځې او كله چې ضرورت پيدا كيږي نو ته اماده و اوسې چې د نورو سره مرسته وكړې . په دې برخه كې ارتباطات او خپل احساسات د نورو سره يې شريكول مهم دي .
    د روغتيا مثلث
    كله سخت ستړى يا وږى شوى يې ؟ هغه احساس ستاسو د نورو سره پر كړنو څه تاثير كړى و ؟ كه چيرې دا ستړى والى او يا وږى والى همداسې پاته شوى واى نو ستا د وجود پر فزيكي حالت به يې څه تاثير كړى و ؟ حتما چې تاثير به يې كړى واى ، له دې ځايه ښكاري چې د فزيكي ، رواني او اجتماعي صحت تر منځ مستقيم ارتباط قايم دى .

    نو كه چيرې ښه صحت غواړو نو دريو واړو برخو ته بايد توجه وكړو . د دريو مساوي ضلعو مثلث د صحت د تعادل نظريه څرګندوي . د دې له پاره چې د صحت لوړې څوكې ته ورسيږو، بايد دريو واړو برخو ته پام وكړو . كه چيرې د مثلث يوې ضلعې ته پام ونه كړو يا هم په يوې ضلعې كې ډير تم شو او دا نورې هيرې كړو نو په داسې وخت كې ممكن يادې ضلعې له منځه لاړې شي او د روغتيا مثلث خپل مفهوم له لاسه ور كړي .
    د صحت دوام
    د روغتيا مانا دا ده چې په ټوله كې ښه ژوند وكړې يعنې كامل صحت ولرې . كامل صحت د ورځني ژوند په كولو سره ښه مالوميږي . په روغتيا كې دا هم شامل دي چې ته څنګه پريكړې كوې ، څنګه خپل چلند انتخابوې اساس يې پر صحي علم او صحي ليدلوري ولاړ دى ؟ دا خبره د ژوند په درې اړخونو پورې تړلې ده چې هغه د فزيكي ، رواني او اجتماعي صحت لرل دي .
    صحت د پراخ مفهوم درلودونكې كليمه ده. ور سره د كامل صحت نظريه بيا فزيكي ، رواني او اجتماعي صحت تاثيراتو ته توجه كوي چې دا په خپل وار سره د انسان روغتيا باندې څه اغيز كولى شي . د صحت دوام د يوه چارت او ګراف سره بيانولى شو چې يو فعاليت ، حركت يا دوره راته بيان كړي.
    په مجموع كې صحت او مرګ په يوه ويكتور كې راولو چې يوه سر ته يې يو وي نو بل سر ته يې بل ، نو په داسې يوه وكتور كې د ښې لور خواته حركت د كامل صحت په لور حركت دى او چپې خواته بيا مريضي او بلاخره مرګ دى چې يو يوڅوك لومړى د صحت په دريو برخو كې د مشكلاتو سره مخ او بيا له دنيا سترګې پټوي .
    د روغتيا پراختيا
    په طابت كې وروستيو پرمختګونو نژدې هغه ټولې مريضۍ له منځه وړي دي چې دا څو لسيزې وړاندې يې ډير خلك هر كال له منځه وړل . خو دا نو په دې مانا هم نه ده چې موږ د ناروغيو څخه خلاص يو بلكې زموږ په مخ كې د هغو ساري ناروغيو را ديخوا ته نوې ننګونې پرتې دي . هغه ننګونې دا دي چې څوك خپل صحت ته په پام سره څنګه وكولى شي چې داسې پريكړې وكړي چې د دوى ژوند پرې اغيزمن نه شي ، دوى څنګه صحي خواړه او غذايي رژيم جوړ كړي ، دوى سپورت او فعاليت ته څنګه زمينه مساعده كړي ، د خلكو سره څنګه و اوسيږي او د خپل رواني صحت له پاره كومې برخې په پام كې ونيسي او د خلكو سره هم ښه وضعيت وكړي . دا كار فكر او مالوماتو ته اړتيا لري چې هر څوك بايد ورته پام وكړي او بيا دا شيان يې د روغتيا د اغيزمنولو سبب نه شي .
    د ژوند كولو مهم فكټورونه
    له كلونو راهيسې چې د روغتيا د برخې كارپوهانو د خلكو مختلفې ډلې مطالعه كړي دي ، دوى داسې فكټورونه موندلي چې هغه د خلكو پر روغتيا ، خوشالۍ او اوږد ژوند كولو مستقيم تاثير كوي . هغه خلك چې په منظم ډول دا اووه عملونه اجرا كوي دوى د ښې روغتيا لرونكي او د اوږد عمر كوونكي ياد شوي دي . دغو اوو عادتونو ته د ښه ژوند فكټورونه وايي . دا عملونه تكراري دي يعنې هغه عادتونه دي چې يو څوك بايد هميشه ورته پام وكړي او خپل ژوند ور سره عيار كړي چې بيا يې د روغتيا د حاصليدو سبب هم ګرځي .
    هغه دا دي :
    هره شپه له اوو تر اتو ساعتونو خوب كول
    د ورځې درې وخته په ټاكل شويو وختو كې ډوډۍ خوړل
    له سګرټ څكولو څخه ډډه كول
    هره ورځ سبانارى كول
    په ازادې هوا كې هره اونۍ درې تر څلور ځله نژدې نيم ساعت ازاد تمرين كول ، يعنې سپورت بايد وشي .
    د الكولو نه استعمالول
    او خپل وزن كنټرولول
    د روغتيا له پاره دا صحي عادتونه خپلول د هر چا له پاره ډير ضروري دي او هر څوك چې دغو ټكو ته پاملرنه هميشه وكړي نو كلونه كلونه ژوند به يې اضافه شي او كه چيرې يو څوك ورته پام نه كوي نو كلونه كلونه ژوند يې ور كمولى شي .
    متوقع ژوند
    متوقع ژوند د هغو اوسطو كلونو شمير دى چې د خلكو د يوه ګروپ يا ډلې له پاره توقع كيږي چې دوى به دومره كلونه ژوندي پاته شي. متوقع ژوند پر ډيرو فكټورونو ولاړ دى لكه جنسيت، ارثيت ، چاپيريال، كلتور، طبي خدمتونو ته لاسرسى او د صحي عادتونه خپلول . يعنې كه په دې برخو كې پرمختګ وشي نو سبب ګرځي چې يو څوك ډير ژوند وكړي او برعكس كه دې ټكو ته پام ونه شي او يا په نظر كې ونه نيول شي د خلكو متوقع ژوند به كم ټاكل كيږي .
    د امريكا په متحده ايالتو كې متوقع ژوند نسبت شلمې پيړۍ ته ، تقريبا دوه چنده شوى دى .
    په نولس سوه نوييم ميلادي كال كې د هر وګړي متوقع ژوند ۴۹ كاله و خو په ۱۹۸۹ ميلادي كال كې دا اندازه ډيره لوړه شوه يعنې ۷۵ كلونو ته متوقع عمر ورسيد . متوقع ژوند د ۱۹۵۰ ميلادي كال را ديخوا د ښځو په برخه كې ۹ كاله او د سړيو په برخه كې ۸ كاله زيات شوى دى . د يوې پيړۍ په تيريدو سره وژونكي ناروغۍ لكه نمونيا (سينه وبغل) ، زكام ، توبركلوز او نورې ټولې ساري ناروغۍ ډيرې را كمې شوي دي . ځكه چې اوس د ښه ژوند كولو فكتورونو يا عادتونو ته زياته توجه شوې ده.

    خو اوس د مرګ نوي سببونه پيدا شوي دي ، داسې چې د امريكا په متحده ايالاتو كې د زړه ناروغۍ ، سرطان، د مازغو سكتې او ترافيكي او نورې حادثې د مرګونو ډيرى فيصدي تشكيلوي يعنې اكثره مرګونه د دې سببونو څخه را منځ ته كيږي . په ځوانانو كې يعنې له ۱۵ كلنۍ څخه نيولې بيا تر ۲۴ كلنۍ پورې عمر لرونكو كې د مرګونو اكثره سببونه بيا زخمي كيدل دي ، وژل كيدل دي ، ځان وژنه او سرطانونه دي .
    متوقع ژوند د يوه هيواد څخه تر بل هيواد پورې توپير لري . د مثال په ډول يو څوك چې د ا مريكا په متحده ايالاتو كې په كال ۱۹۸۹ كې زيږيدلى ، د هغه متوقع ژوند ۷۵ كاله و خو په ايتوپيا كې چې څوك پر همدې وخت زيږيدلى متوقع ژوند يې ۴۱ كاله و . د دې سبب د امكاناتو په تغير كې دى ، روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى ، روغتيايي تعليم ، معافيت يعنې د مريضيو په مقابل كې ځان واكسينول ور سره په خوړو ، او د ژوند په معيارونو كې توپير هم د دې سبب ګرځي چې د متوقع ژوند كلونه زيات يا كم شي .
    خوشاله ژوند
    صرف اوږد عمر كافي نه دى د ژوند د كميت تر څنګ كيفيت هم مهم دى . د ژوند كيفيت په دې مانا دى چې د روغتيا اندازه يې او د ژوندي پاته كيدو څخه يې رضايت څومره دى .

    د روغتيا په فزيكي ، رواني او اجتماعي برخو كې كامل صحت لرل د سړي په ژوند كې د خوشاليو اندازه زياتوي چې دا بيا د سړي د عمر په نسبت معلوميږي . د ژوند په پريكړه كولو كې صحي مهارت لرل او د صحي عادتونو عملي كول د ژوند پر كيفيت همدا اوس او په اينده كې هم ښه اغيز كولى شي .
    ستا فكر ستا پر روغتيا ژور تاثير لري
    د ښو روغتيايي عادتونو عملي كولو تر څنګ چې ته بايد څه وكړې او څنګه وكړې نور شيان هم مهم دي ، لكه ستا فكر پر دې تاثير كوي چې ته څومره د ځان سره احتياط وكړې . د مثال په ډول ، كه غواړې چې صحي عادتونه عملي كړې نو ته به پر دې باور لرې چې دغو عادتونو په عملي كولو سره ستا وجود ته فايده رسيږي او دا دې په ګټه دي او كه چيرې يې عملي نه كړې نو تاوان به در رسيږي.
    ستا له پاره دا هم ضروري ده چې د خپل فكر څخه خبر و اوسې ، چې د صحت په اړه يې لرې كه چيرې پخوانۍ انګيرنې ايسته وغورځوې او د خپلې روغتيا په برخه كې د مسوليت احساس وكړې نو دا كار د ژوند پر كيفيت مهم تاثير كولى شي او د كامل صحت لورې ته خپل وجود رهبرې كوې . څيړنو ښودلې ده ، هغه كسان چې خوشبين يا مثبت فكر لري نسبت هغو كسانو ته چې دوى بدبينه او منفي فكر لري دوى لږ په مريضو اخته كيږي .

    د ښې روغتيا لرل هغه وخت تضمينيږي چې د هغه فكر هم سم وي . كه يو څوك په بد وضعيت كې هم وي خو مثبت فكر ولري نو دا مرسته كوونكى كار په دې دى چې دى به د هغو حالاتو د بدلون هڅه وكړي او ځان به ترې وباسي .
    په منظم ډول خپل ليدلوري ته انكشاف ور كول يو څوك د روغتيا هغه څوكې ته رسولى شي چې د مريضيو په امن شي او خپل ژوند داسې جوړ كړي چې كه محدوديږي هم نو دى به د تغيراتو راوستلو وړتيا ولري taand


Working...
X