Announcement

Collapse
No announcement yet.

فارن پالیسي: د کرزي د امریکا ضد څرګندونو هد

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • فارن پالیسي: د کرزي د امریکا ضد څرګندونو هد



    فارن پالیسي: د کرزي د امریکا ضد څرګندونو هدف څه دی؟

    | جمعه, 12.04.2013, 05:41 PM | (274 لیدل شوی)


    تاند- فارن پالیسي په یوه شننه کې ویلي، د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي وروستیو امریکا ضد مبهمو او په عین حال کې متنازغ څرګندونو په افغانستان کې دننه او له دې هیواده دباندې ډېرخلک حیران کړل.
    ده ویلي و چې د امریکا متحدو ایالتونو له طالبانو سره لاس یو کړی دی.
    سره له دې چې ښاغلي کرزي وروسته رسنۍ د خپلو خبرو په تحریفولو تورنې کړې او په کابل کې یې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره په خبري غونډه کې هڅه وکړه چې د خپلو څرګندونو وضاحت وکړي خو د ده څرګندونو د ډېر شورماشور، مغشوشتیا او د سیاسي کتونکو له لوري د مختلفو تعبیرونو سبب شوې.
    د ښاغلي کرزي له څرګندونو څخه یو تعبیر دا و چې دی غواړي په دې ډول خبرو له ځانه یو هیوادپاله څېره جوړه کړي.
    نورو وویل، کرزی هڅه کوي چې د خپل قدرت په پای کې د ځان ځای ناستي ته لار اواره کړي. خو ځینو نورو وویل چې ده دا خبرې د خپلو سیاسي سلاکارانو د بدو مشورو له کبله کړي دي.
    فارن پالیسي وايي چې دا ټول تعبیرونه ممکن حقیقت تر سیوري لاندې راولي. د کرزي د څرګندونو اصلي هدف او علت دا دی چې دی غواړي پر امریکا دوې مهمې مسلې ومني. یو له طالبانو سره د سولې خبرې دي او بل د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ انتخابات.
    فارن پالیسي لیکلي، د سولې د خبرو په برخه کې ولسمشر کرزی غواړي چې د دې بهیر مشري په لاس کې ولري او د هرې هغې پټې هڅې مخه ونیسي چې د افغانستان حکومت پکې له نظره غورځول شوی وي او د سولې د راتلونکو خبرو د بریالیتوب لپاره د پاکستان پر همکارۍ د کابل اتکا حداقل ته ورسوي.
    د فارن پالیسي له لیکنې سره سم کرزی همداراز غواړي چې طالبانو ته ووايي چې که له امریکایانو سره د سولې هر ډول خبرې وکړي تر هغو به هیڅ راز نتیجه ترلاسه نه کړي چې د ده حکومت پکې شامل نه وي.
    کرزی د دې لپاره چې د سولې طرحه یې تر کنټرول لاندې وي، دې ته اړتیا لري چې طالبانو ته خپل قدرت او واک وښيي او د طالبانو دا تور ناسم ثابت کړي چې دی بې واکه او د امریکایانو ګوډاګی دی او په خپل هیواد کې د لویو پرېکړو صلاحیت نه لري.
    د فارن پالیسي خپرونې له مخې ولسمشر کرزي د همدې لپاره وروستۍ سیاسي ډرامه د افغانستان حکومت ته د بګرام د محبس د کنټرول د سپارلو او د میدان وردک ولایت له ځینو سیمو څخه د امریکا د خاصو پوځیانو د وتلو په غوښتنې سره اجرا کړه.
    فارن پالیسي دغه رازلیکي، کرزي په افغانستان کې د سیاسي اپوزیسیون له پراخ مخالفت سره سره د خپلو غوښتنو د تضمینولو لپاره امریکا ضد څرګندونو ته زور ورکړ.
    ده د خپلو خبرو د وزن د زیاتولو لپاره حتي د دیني عالمانو شورا هم ورسره شریکه کړه.
    فارن پالیسي زیاتوي: کرزي سره له دې چې دواړه غوښتنې یې ومنل شوې خو د افغانستان او امریکا پر اړیکو یې قمار وواهه او له دې کبله د دواړو هیوادونو اړیکې په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو ټیټ حد ورسېدې.
    ده پر نړیوالو خپلې غوښتنې ومنلای شوې خو لا هم په دې نه دی بریالی شوی چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
    فارن پالیسي وايي چې د کرزي په ذهن کې دوهم هدف د ۲۰۱۴ کال انتخابات ول. دی بیا ځان نه شي کاندیدولی خو ده ته له ۲۰۱۴ وروسته د ځان او د خپلې کورنۍ د لوړ ځای د بقا لپاره مهمه ده چې راتلونکی ولسمشر به څوک وي.
    د خپرونې په نظر د کرزي لپاره د یوه داسي ځای ناستي واک ته رسېدل، چې د ده د کورنۍ ګټې او سیاسي پایښت خوندي کړي یوه لېوالتیا نه ده بلکې یوه اړتیا ده. د دې علت دا دی چې د افغانستان په تاریخ کې هر واکمن چې د واک له ګدۍ لېرې شوی د خپلې کورنۍ له غړیو سره په خورا بې رحمۍ وژل شوی او یا د تل لپاره بهرنیو هیوادونو ته تبعید شوی دی.
    د ۱۹۷۸ میلادي کال(۱۳۵۷ لمریز د ثور اوومه) له کمونستي کودتا څخه تراوسه پوري د افغانستان له نهو مشرانو څخه پنځه د خپلې کورنۍ له نژدې غړیو سره وژل شوي دي.taand

Working...
X