Announcement

Collapse
No announcement yet.

د بریتانیا دفاع وزیر: هیڅوک د افغانستان را

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د بریتانیا دفاع وزیر: هیڅوک د افغانستان را



    د بریتانیا دفاع وزیر: هیڅوک د افغانستان راتلونکې نه شي اټکلولی

    | چهارشنبه, 10.04.2013, 02:45 PM | (637 لیدل شوی)


    تاند- د بریتانیا دفاع وزیر فلیپ هامنډ اعتراف وکړ، هیڅوک اټکل نه شي کولی چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د بریتانیا، امریکا او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو د پوځیانو له وتلو او د دوی د جنګي ماموریت له پای ته رسېدلو وروسته به په افغانستان کې څه پېښ شي.
    ښاغلي هامنډ، چې د خپل هیواد د پارلمان دفاعي کمېټې ته څرګندونې کولې، په دې ټینګار وکړ چې یوازې افغانان د خپل هیواد د جګړې، فساد او بې قانونۍ د پای ته رسېدو لپاره وروستۍ حل لار موندلی شي.
    هامند دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې د بریتانیا د پارلمان دفاعي کمېټې په یوه راپور کې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د اور د بلېدو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د جګړې او تشدد په کمولو کې نه پرمختګ به د دې سبب شي چې په دغه هیواد کې د دوامدار او مضبوط اقتصادي پرمختګ او امنیت لاره اواره نه شي.
    دې کمېټې همداراز ویلي چې د افغانستان په اړه د بریتانیا د حکومت دریځ یوازې د ښه والي لپاره په ساده هیلو اتکا لري.
    هامنډ له پارلمانه جلا د بي بي سي راډیو څلورم چاینل ته په مرکه کې نن وویل، بریتانیا په افغانستان کې د دې لپاره مداخله وکړه چې نړیوال امنیت خوندي شي او هیڅکله یې دا نیت نه درلود چې په دغه هیواد کې د ډېرې مودې لپاره پاتې شي.
    ده همداراز وویل:«افغانستان واقعاً یوه خورا پېچلې ټولنه ده، مختلف قومونه پکې اوسي او مخکې تر دې چې زموږ ځواکونه هلته لاړ شي هم دا هیواد ډېر سره پاشل شوی و. (د دغه هیواد) پر حالاتو د اغېز کولو لپاره زموږ توان ډېر لږ دی.»
    ده د پارلمان دفاعي کمېټې ته په خبرو کې په عین حال کې افغانستان ته د بریتانیايی پوځیانو د استولو دفاع وکړه، ویې ویل د دې کار په نتیجه کې هغه تروریستان د افغانستان له خاورې ورک شول چې له دغه هیواده یې نړیواله ټولنه ګواښله او بل بریتانیايي پوځیانو له نورو نړیوالو ځواکونو سره یو ځای مرسته وکړه چې افغان امنیتي ځواکونه وروزي چې اوس د خپلې خاورې دفاع کوي او د وسله والو سخت دریځو پرضد د عملیاتو اکثره چارې په خپله پرمخ وړي.
    ده ومنله چې د افغانستان حالات پوره سم نه دي خو په دغه هیواد کې د هدف لور ته اوږد مزل شوی دی.
    د بریتانیا دفاع وزیر همداراز وویل:«ښکاره خبره ده د اوږدمهال امنیت لار باید یوه افغاني حل لاره وي. دا له بهره پرې تپل کېدای نه شي، تاریخ د داسي هڅو نتیجې ښودلې دي.»
    ښاغلي هامند زیاته کړه:«زه دا خبره کاملاً منم چې هڅوک په زغرده نه شي ویلی چې د افغانستان راتلونکې به څرنګه وي، خو څه چې ویلی شم دا دي چې د افغانستان مستقبل باید د افغانانو له خوا وټاکل شي.»
    د بریتانیا پارلمان ته په افغانستان کې د بریتانیا پخواني سفیر وویل، د طالبانو په اړه د ناټو مالومات لږ ول، په افغاني ټولنه کې فساد او له واک څخه ناوړه استفادې ریښې وځغلولې او د دغه هیواد اقتصاد د مخدرو موادو له کاروبار سره سخت وتړل شو.
    د بریتانیا د پارلمان غړیو تاکید وکاوه چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته دې د دغه هیواد د راتلونکې د ډاډمنولو لپاره د افغانانو په مشرۍ له وسله والو طالبانو سره روغه جوړه وشي.
    په پارلمان کې د دفاعي کمېټې په وینا، له یاغیانو سره د سولې د خبرو نه پیلول کېدای شي په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سبب شي.

    tand



  • #2
    د بریتانیا د پارلمان غړیو له طالبانو سره د سولې خبرې ضروري وبللې
    | چهارشنبه, 10.04.2013, 12:39 PM | (297 لیدل شوی)

    تاند- د بریتانیا د پارلمان غړیو په دې تاکید وکاوه چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هیواد د راتلونکې د ډاډمنولو لپاره د افغانانو په مشرۍ له وسله والو طالبانو سره روغه جوړه حیاتي ده.
    د سکای نیوز د راپور له مخې د بریتانیا په پارلمان کې د دفاعي کمېټې په وینا، له یاغیانو سره د سولې د خبرو نه پیلول کېدای شي په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سبب شي.
    دې کمېټې په خپل راپور کې ټینګار کړی چې د بریتانیا حکومت مسوولیت لري چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د امنیت د خوندي کولو لپاره له خپل نفوذه کار واخلي.
    کمېټې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې او تشدد په کمولو کې نه پرمختګ به د دې سبب شي چې په دغه هیواد کې د دوامدار او مضبوط اقتصادي پرمختګ او امنیت لاره اواره نه شي.
    په راپور کې ویل شوي چې د امکان په صورت کې دې طالبانو ته په خبرو کې ځیني امتیازونه ومنل شي خو په عین حال کې یې په کلکه غوښتنه کړې چې ازاد او شفاف انتخابات دې وشي، د قانون د حاکمیت او د بشري حقونو پر سر دې معامله نه کېږي.
    په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د سولې په خبرو کې باید د ښځو د حقونو پر مسلې معامله ونه شي او نه دې د دې لپاره چې سولې ته د طالبانو ملاتړ ترلاسه شي د ښځو حقونه له نظره وغورځول شي.
    په راپور کې دغه راز ویل شوي:«موږ هیله لرو چې افغانستان خوندي، سوکاله او د ښه اقتصاد خاوند شي خو په عین وخت کې موږ په دې اندېښمن یو چې دا هیواد به په څو کلونو کې په کورنۍ جګړه کې ډوب شي.»
    په راپور کې دغه راز راغلي:«څرګنده ده چې له طالبانو سره د سولې د پروسې لپاره خبرې ضروري دي. د دې راپور په ځواب کې حکومت(د بریتانیا) باید څرګنده کړي چې لږترلږه تراوسه د شوي پرمختګ د ساتنې لپاره د کومو اقداماتو نیت لري.»
    د بریتانیا د پارلمان دفاعي کمېټې د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو په تېره بیا د هیلي کوپترو، هوايي ملاتړ او لوژیستیکي چارو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او د دې تشې د ډکولو غوښتنه یې کړې ده.
    د افغانستان حکومت په ځلونو ویلي چې ځواکونه یې په ښو وسلو، په تېره بیا هوايي ځواک سمبال نه دی.
    دا راپور په لا تفصیل د تاند په انګلیسي ویبپاڼه کې ولولئ

    Comment

    Working...
    X