Announcement

Collapse
No announcement yet.

کاجي..

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کاجي..


    ،،،،،(کاجي (کاکاجي) کا جي...(کاکا جي)
    ليک:فيروز افريدي
    ......اوله برخۀ....

    ،،(کاجي (کاکاجي)


    که چا کاکا جي المعروف کاجي نه وي ليدلي نو يو ځل خو دې ئې خدائي پاک دا اپوټا انسان چې بنګليان ورته مصيبت خان وائي وروښائي!


    لنډې مندرې ،غټ پټ چاټۍ خيټه ،لکه د اوبو چاټئ ورپورې چا تړلې وي ،غټ څټ چې درې څلور خو پکې موړې هم دي ،لنډه ګيره پړسيدلے مخ د ګيرې رنګ ئې په کلي کې تک تور او په پرديس کې تک سپين وي ، په سر باندي د ويښتانو د غمه فارغ يعني مکمل فارغ البال دے ، تقريبا هر شل سيکنډه وروستو يو اهن اهن بې ضرره قسم ټوخې ئې د مرئ نه راووځي ته به وائي چې څه ئې مرئ کې انختي دي او هغه د بهر راويستلو په کوشش کې د تيرو څلويښتو کالو راهسې په هڅه دے.
    خو برې ئې په و نه موندو
    ډير کوشش ئې وکړو او دومره سوچ ئې په وکړو او له په دې سوچونو کې اړم دے چې اخير هغه به کومه ورځ وي چې دې اهن اهن له هغه څۀ دوائي يا ټوټکه پخپله ايجاد کړي چې په دې ټوخي قابو و مومي ،او د خير لناس کار هم روان وشي .

    ډاکټر يا طبيب خو کاجي نه مني د خلقو مشورې کاجي په يو غوږ اوري په بل ئې اوباسي.

    پخپله ئې هر قسم کوشش کړي دے د پيرانو مرشدانو په حکم شپه ورځ بوخت وي،په خوب کې ورته وينا کيږي او په کومه ورځ چې ورته اوئيل شې چې نن به دا سبزي نه خورې نو بيا ورله ګوتې هم نه وړي البته د غوښې د نه خوړلو الهام ورته نه دې شوې.

    د پيرانو او خپلو خوبونو په عقيده کې داسې تړلې او راګير دے چې ګويا هر کار هم د دوئي له سوبه کيږي او دا مونږ تاسو خو هسې چټي خدائي پاک پيدا کړي يو .
    نه د چا د ښې يو او نه د چا د بدو!!!

    کاجــي چې کله ماشوم وو نو د هغه پلار د دشمنئ له کبله د خپل پلرني ټاټوبي نه به اکثر داسې د امن ځائيګوټي ته کډه کوله ،کاجي ئې هم کله د تيراه په يوه علاقه او کله په بله علاقه رالوئي کړې دے،لهذا دا وئيل به مناسب وي چې د کاجي
    په جسماني جوړښت کې د هر ګهاټ ،ٰلختي،ولې اوبه په بې کچه مقدار کې شاملې شوي دي.
    يعني د کاجه په جسماني خاوره کې د هرګودر ،لختي ،ولې ،توئي کوهي د اوبو وتره شته
    بلکه د روانو اوبو سره سره د سخا ډندونو اوبه ئې په دومره مقدار کې څښلي دي چې په بدن ئې لکه د شمشتۍ( مګهر مچه) يو قسم جراثيم هم اثر نه کوي.
    ما ته ياد شي چې کاجي کله ماشوم وو نو مکمل شيطان د ده په جوڅه کې حلول شوي وو

    داسې ورانکاري به نه وه چې د کاجي د لاسه به نه کيدله د کاجي د پلار او وروڼو کور د توئي په غاړه د لوړ کمر په نيمائي سر په يوه ګاره نما موډيفائيډ قسم کوټنئ کې وو خو چې کله به ماښام شو نو د کاجي شيطان به ايکټيويټد شو نو بس کاجي به په کور کې د جارګي لوښي،يا د کور د نورو غـړو څپلۍ د کمر نه کوزې تقريبا 100 ګزه د لاندې ارتاو کړې ....کاجي به د څلور پينځو وروڼو او مور پلار د لاسه ښۀ وهل وخوړل خو کار خو به شوې وو.
    د شپې بيا نو د چا پلار دا شيان سل ګز لاندې د کمر د ويخه راخيژولي شول سحر وختي به ئې پلار لاندې کوز شو او هغه لوښې به چې يو نيم د ماتيدو نه بچ شوي وو هغه به ئې راټول کړل او پاس به ئې راوخيژول،کاجي به د سحر يو ځل بيا ښۀ واهل


    وخوړل او کله کله به ئې په ستنې پورې تړل هم په نصيب کي وو خو د دې سره به هغه نور هم وران شو او د شرم دا پوستکې به ئې کوز ګزار کړو
    او نور به د دې نه زيات وراني ته چمتو شو
    بيا چې کله کاجي کورنۍ د تيراه نه کجهورئ ته راکوزه شوه او د پيښور سره نزدې باړه کې اباد شول نو کاجي د پاره دا نوې دنيا وه دغه وخټ کاجي په وړومبي ځل موټر ،ټريکټر، او ګاډي وليدل. بس د کاجي مشغوله بدله شوه، ټوله ورځ به ئې د پتيلې سر يا د روټئ شکور د دواړو لاسونه په منځ کې سټئيرينګ کړې وو او په داسې شخ کې به د بررربببببرر سره تير شو چې څو ځله خو په د خلکو په کاجي لکه د پيري ګمان کيدو چې په سيکنيډونو کې به ئې درې څلور سوه ګزه فاصله وهلې وه،هغه زمانه کې د کاجي دوئي په وطن کې د تيزې منډې د اهميت نه څوک خبر نه وو ګني نن به کاجي يو بهترين رئيټارډ اتهيليټ وو ،او په منډو يعني ريس کې به ئې ميډلونه راوړي وو
    د دې ګاډي چلولو په شوق کې کاجي ډير وهل د خپلې مور او پلار نه خوړلي دي ځکه چې څو څو ځله کاجي به چې ايکسيډنټ وکړو نو مخامخ جنګيدلي کس به يا غاښ مات وو يا به ئې په پښتئ يا د لاس په هډوکي کې کريک شوې وو کله کله به د سزا په طور ترې هغه شکور يا د پتېلې سر مخالف جنګيدلي کس ضبط کړل نو په کور کې خو دا شيان دومره نه وو چې ګويا چا ته په د شکور يا د پتېلې د سر کمې نه محسوسيده نو بس کاجي به د مور پلار او مشرانو وروڼو نه هره ورځ تقريبا وهل خوړل چې د کاجي صحت به ورسره نور هم ښۀ کيدو.


    Last edited by Feroz Afridi; 04-04-2013, 11:39 AM.
Working...
X