سترګې به پرانیزو / لیکوال: محمد محق
| چهارشنبه, 03.04.2013, 03:19 AM | (127 لیدل شوی)
ژباړن: محب الله زغمد پیل خبرې
تر درېو لسیزو زیاته موده وشوه چې زموږ په سیمه کې خطرناکه لوبه روانه ده. دا خونړۍ لوبه د سیمه ییزو او له سیمې ورهاخوا متضادو او پېچلو سیاستونو نتیجه ده چې موږ ته په ګرانه بیه تمامېږي. هغه څه چې د لوبې پېچلتیا یې یو په دوه کړې ده، له دین څخه سیاسي استفاده او د وسیلې په توګه د دین استعمال دی.څنګه چې له دې ملک څخه د ښېرازۍ او ترقۍ فرصت اخیستل شوی دی، هماغسې د دې لوبې په وجه زموږ د معنوي تعالي فرصت هم له منځه تللی دی. دین کولای شول چې د خپلو اخلاقي لارښوونو په برکت د انسانانو روح او باطن تزکیه کاندي؛ خو که چېرې دین یې د قدرت او ثروت په ناولتیاوو نه وای ککړ کړی. موږ له دین څخه د مینې او پخلاینې الهام اخیستی شو نه د کرکې او خشونت.
خو زموږ د وطن واقعیتونه بل څه وايي ... ګوندې دا کرغېړنه کیسه پای نه لري چې نور د مرګونو او مصیبت، بلوا او جنایت شاهدان ونه اوسو.
درې لسیزې تېرې شوې خو لا هم د هېواد د فکر او فرهنګ په ډګر کې د بدلانه نښه نه ښکاري او لا هم د دیني بحثونو ټیکه د هغو وګړو په لاس کې ده چې ژوند ته هېڅ درناوی نه لري او ارامۍ او ابادۍ ته هېڅ اهمیت نه ورکوي.
لا هم د دین په نامه بازار لګېدلی او له هغو شیانو څخه چې په دې بازار کې خرڅېږي، د وینو بوی لټېږي او له غوسې او خشونت پرته نور څه په کې نشته. د دې سودا اخیستونکي لنډ فکري او ساده ګان دي.
په دې منځ کې نو د قلموالو رسالت څه دی؟ هغه کسان چې فکر خپروي څه وظیفه لري؟
ایا هغه ژمنه چې خدای پاک د فکر او پوهې له خاوندانو څخه اخیستې ده، له دوی څخه دا نه غواړي چې بې له وېرې دې د جهل او جمود پردې وڅېري او د مستو زنګیانو له لاسه دې وسله واخلي چې نور دې د چا مرۍ پرې نه شي او د چا نس دې څیري نه شي؟
د دین داسې ښکلی تفسیر چې په عقل برابر وي او په زړه خوږ ولګي، او د افراطي مفکورو نقد کول، یو له هغو کارونو څخه دی چې دوی یې کولای شي.
لیکوال چې ځان د علم د وږو ټولونکی ګڼي، دا خپله وظیفه بولي چې د قلم په زور د هغو کسانو مخې ته ورودانګي چې تیاره خپروي او کرکه او تعصب زېږوي. دا مسأله تر هغې زیاته جدي ده چې سړی دې ځان ورته غلی ونیسي او خبره پکې ونه کړي؛ ځکه چې دلته د انسانانو او د هېواد د تباهۍ او د دین د بدنامۍ مسأله مطرح ده، دلته اخلاق او معنویت تباه کېږي.
لیکوال په دې هم پوهېږي چې دغه هڅې لکه یو څاڅکی اوبه دي چې په یوه وچه، سوځېدلې صحرا کې څڅېږي او دا به د ټولنې له زرګونو ستونزو څخه یوه هم حل نه کړای شي؛ خو چاره څه ده؟
هغه ربړه چې موږ ورسره مخ یو، یوازې د همدې زمانې محصول نه ده. زموږ د هېواد ځینې ستونزې په تېرو لسیزو او ان تېرو پېړیو کې ريښه لري. هر نسل یوه کارنامه درلودلې ده، یا مثبت یا منفي، یا کامیاب یا ناکامه. موږ هم په خپل وار سره یو څه مسوولیت لرو. کېدای شي زموږ نننۍ تتې هڅې د راتلونکو نسلونو لپاره ګټورې تمامې شي، د هغو نسلونو لپاره چې پر ځان به ویاړي او د دې ټولنې د بېړۍ ماڼوګان به وي.
لیکوال په همدې باور قلم ته لاس کړی دی او هڅه یې کړې ده چې د خپلې وسې سره سم ځینې مسایل مطرح کاندي. په دې نیت چې ښايي دا بحثونه ځینې پوښتنې راولاړې کړي او زموږ په ټولنه کې د کتاب د ځینو لوستونکو په فکر کې یو خوځښت رامنځته کړي.
د دې کتاب مقالې او بحثونه د تېر کال په بهیر کې د هغو ترخو او غمجنو پېښو سره مهاله لیکل شوي دي چې زموږ په خاوره کې پېښې شوې دي. نو د لیکوال ذهن تر ډېره بریده هغو اندېښنو په سر اخیستی و چې د محیط له واقعیتونو سره یې اړخ لګول او نیت یې د انتزاعي- تحقیقي اکاډیمیکه لیکنه نه وه؛ خو ورسره یې د اکاډیمیکو هڅو د ارزښت د راکمولو نیت یې هم نه دی لرلای.
د دې کتاب ځینو مقالو د قلموالو پام ځان ته اړولی او سربېره پر دې چې ځینو خپل شخصي نظر راته څرګند کړی، څو تنو ځوانو قلموالو نقدونه او تعلیقونه یې هم ورباندې لیکلي او د انتقادي بحثونو سپرغۍ یې بل کړې ده او دا هغه څه دي چې زموږ د فرهنګي حوزې له اساسي اړتیاوو څخه دي. دا چې زه له دې تعلیقاتو او ملاحظاتو سره موافق یم که نه، بېله خبره ده؛ خو د دې حسنه سنت قدر کوم او د لیکوالو د مبارکو هڅو په درناوي، د هغوی مقالې مې د کتاب په پای کې راوستې دي.
د دې اثر تر خپرولو وروسته به هم لیکوال له دې باوره لرې نه شي چې د هغه لیکنې د انساني هڅې په توګه له خطا او سمو او ناسمو به خالي نه وي، په همدې وجه دی هر نقد ته په ورین تندي هرکلی وايي او هیله من دی چې په همدې پلمه دې د هېواد د قلموالو ترمنځ جدي او لا ژور بحثونه راپیدا شي او هغه فکري رکود چې پر دې وطن حاکم دی، مات شي. په دې تمه چې حاد او اغېزمن بحثونه پیل شي او دعوې دې د جګړې او خشونت له ډګره د قلم او لیکلو میدان ته انتقال شي. که داسې وشي په دې ملک کې به لوی بدلون پيل شي او ټولو ته به د ښه راتلونکې زیری ورکړي.
بمنه و کرمه ...
محمد محق
tand۱۳۹۰/۳/۱۵
قاهره
----------------------------------
«چشم ها را باید شست/ نقدی بر تفسیر افراطی از دین» د افغان لیکوال محمدمحق کتاب دی چې په مصر کې اوسېږي او په اسلامیاتو کې یې لوړې زده کړيکړي دي.
