Announcement

Collapse
No announcement yet.

خدمتګار: ملا محمد عمر به په ټاكنو كې برخه وا&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • خدمتګار: ملا محمد عمر به په ټاكنو كې برخه وا&#



    خدمتګار: ملا محمد عمر به په ټاكنو كې برخه واخلي؟

    | چهارشنبه, 03.04.2013, 09:50 AM | (233 لیدل شوی)

    خدمتګار پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي، افغان ولسمشر حامد كزري ويلي چې د وسله والو طالبانو مشر ملامحمد عمر كولاى شي د ۲۰۱۴ كال په ټولتاكنو كې ځان كانديد كړي او يو وار بيا يې ټينګار كړى چې په افغانستان كې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه ناكامه ده.
    نوموړي له جرمنۍ ورځپاڼې ( زود دويچه څايتونګ) سره په مركه كې ويلي: (( ملامحمد عمر دې افغانانو ته چانس ور كړي چې په ټولټاكنو كې يا له ده يا هم د ده له سيال څخه ملاتړ وكړي.))
    خو د چارو شنونكي وايي چې ملا محمد عمر په هيڅ صورت سره په يادو ټاكنو كې ځان نه كانديدوي.
    د سياسي او حقوقي چارو شنونكي عبدالستار سعادت د ملامحمد د كانديداتورۍ په اړه خدمتګار ته وويل(ملامحمد عمر په هيڅ صورت سره د ۲۰۱۴ كال په ټولټاكنو كې ځان نه كانديدوي، ځكه په دغه كال بهرني ځواكونه په افغانستان كې خپل نظامي ماموريت پاى ته رسوي او وسله وال طالبان خپله بريا اعلانوي.))
    نوموړي زياته كړه، كه ملا محمد عمر د افغان ولسمشر وړانديز وهم مني، نو د هغه پر وړاندې قانوني ممانعتونه شته چې افغان حكومت بايد دغه ممانعتونه له منځه يوسي.
    د نوموړي په خبره چې پر ملا محمد عمر دوه ډوله ممانعتونه دي، يو د نړيوالۍ ټولنې ممانعتونه او بل د افغانستان د خپلو قوانينو په اساس بايد هغه د تېرو كلونو د تاوتريخوالي په جرم محاكمه شي(د افغانستان د جزايي قوانينو پر اساس هره هغه ډله چې كوم جرم كوي، مسووليت يې رهبرۍ ته ستنېږي.))
    كه ملا محمد عمر په رښتيا هم سوله غواړي او غواړي چې د شفافو ټاكنو له لارې د افغانستان واګي په لاس كې واخلي، نو پر وړاندې يې موجود ممانعتونه دومره جدي نه دي.
    ښاغلى سعادت په دې اړه وايي: (( د ملا محمد عمر پر وړاندې قانوني ممانعتونه محوه كېداى شي، ځكه د ولسمشر د مرستيالانو په ګډون ډېرې نورې څېرې هم شته چې د انتقالي عدالت په پلي كېدو سره بايد محاكمه شوې واى.))
    سعادت زياتوي چې په ولسمشريزو ټاكنو كې د ملامحمد عمر كانديدېدل له افغان حكومت سره د سولې په معنا ده: (( زه فكر نه كوم چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې تر ۲۰۱۶ كاله مخكې نتيجه ور كړي.))
    نوموړي د دې پوښتنې په ځواب كې چې ايا وسله وال طالبان به د بهرنيو ځواكونو تر وتلو وروسته هم د افغان حكومت پر وړاندې وسله وال مقاومت وكړي وويل: ((تاريخ تكرارېږي، كله چې روسان هم له افغانستانه ووتل، پخوانيو مجاهدينو خپله جګړه داسې توجيه كوله چې د ډاكټر نجيب حكومت د روسانو ګوډاګى دى او طبعاً چې وسله وال طالبان به هم ورته كړنه تكرار كړي.))
    افغان ولسمشر له يادې جرمنۍ ورځپاڼې سره د خپلو خبرو په دوام ويلي چې د دولت وسله وال مخالفان هم د دې خاورې دي او دوى كولاى شي د حكومت يو اړخ وګرځي.
    خو د ۲۰۱۴کال تر پايه پورې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروستی وخت دى له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې کولو چانس ډير لږ محسوسيږي.
    روانه اوونۍ افغان ولسمشر حامد كرزى قطر ته په دوه ورځني سفر تللى و.
    حامد كرزي چې د افغان پلاوي مشري يې كوله د قطر له امير سره په ليدنه كې پر دې غږېدلى چې څنګه كولاى شي د وسله والو طالبانو او د سولې د عالي شورا تر منځ د خبرو زمينه برابره كړي.
    د ولسمشر وياند ايمل فيضي رسنيو ته ويلي وو چې د قطر هېواد ور سره د سولې د تحقق په لاره كې د مرستې ژمنه كړې ده.
    په تېرو وختونو كې افغان حكومت له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره د پاكستان مرسته حتمي ګڼله، خو په دې وروستيو كې د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاويد لودين او د ولسمشر وياند ايمل فيضي پاكستان له وسله والو طالبانو څخه په ملاتړ تورن كړ.
    د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي ويلي چې پاكستان د افغان دولت مخالفان روزلي او واګي يې هم د پاكستان په لاس كې دي.
    نوموړي زياته كړې وه چې افغان دولت نور د پاكستان ژمنو ته په تمه نه شي پاتې كېداى او د سولې د تحقق لپاره به نوې لارې ولټوي، چې قطر هم يو له دغو لارو څخه كېداى شي.
    د ولسمشر د وياند تر څرګندونو دوه ورځې وړاندې د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاويد لودين له رويټرز سره په مركه كې ويلي چې د سولې پر وړاندې پاكستان خنډونه رامنځ كوي.
    نوموړي زياته كړې وه، موږ شاهدان يو چې د طالبانو په ډله كې چې هر څوك سولې ته ميلان پيدا كړي د پاكستان حكومت يې يا بندي كوي يا يې وژني.
    افغان ولسمشر له يادې ورځپاڼې سره په مركه كې په ۲۰۱۴ کال په ولسمشريزو ټاكنو خپله کانديداتوري رد کړې ده او ويلي يې دي چې غواړي د يوه پخواني جمهور رئيس او يوه عادي افغان په توګه له خپل ژوند څخه خوند واخلي.
    هغه ويلي دي چې د ولسمشرۍ تر دورې وروسته به هم په خپل هيواد کي پاتې شي، که له امنيتي اړخه هم ستونزي ولري(زه په افغانستان کي پاتي كېږم او له خپل عادي ژوند څخه خوند اخلم.))
    نوموړي له يادې ورځپاڼې سره په مركه كې يو وار بیا له ترهګرۍ سره په مبارزه كې د بهرنيانو پر پوځي ماموريت نيوكې كړي او زياته كړې يې ده چې په افغانستان كې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه ناكامه ده: (( لوېديځوالو د ترهګرو پټنځايونو او روزنځايونو ته جنګ ونه غځاوه.))
    نوموړي زياته كړې، د ترهګرۍ اصلي پټنځايونو او روزناځيونه د پاكستان په خاوره كې دي او هلته له منځه وړل كېداى شي، خو دا كار تر اوسه پورې نه دى شوى.
    نوموړى د افغان حكومت په ادارو كې د پراخ فساد مساله مني، خو پړه يې پر لوېديځوالو ور اچولې ده
    tand.

  • #2
    ښه څیړنه وه. کور مو ودان او زما رایه دا ده چی افغانان باید خپلو کی پخپله جوړ شی. هغه وایي چی له پردي له پولاو نه خپله سپوره ډوډئ ښه ده. ښایسته موده وشوه چی پاکستان ته په سوالونو مړه شو چی صلحه صلحه او صلحه خو هیڅ نتیجه يي ورنه کړه. زما د ملا محمد عمر صاحب نه دا خواست دی چی د یو سړي په سر دی مظلوم افغانستان دومره قرباني ورکړه بس دی نور یي وژغورۍ. تاسو (ملا محمد عمر ) د افغانستان د نوي حکومت سره داسی يو منظم نظام رامیځته کړئ چی د نړئ او د افغانستان د مسلمانانو په کی خیر وي او د افغانستان او د اسلام دوښمنانو ته یو نه ماتیدونکی قوت جوړ شئ. د یو نیکمرغه راتلونکی په هیله. مننه

    Comment

    Working...
    X