Announcement

Collapse
No announcement yet.

وېښتيا مو مبارك! - نورالحق آرین

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • وېښتيا مو مبارك! - نورالحق آرین



    وېښتيا مو مبارك! - نورالحق آرین

    | چهارشنبه, 27.03.2013, 01:23 AM | (621 لیدل شوی)

    نور نو هغه وخت نه دى،چې هرڅه په خوب کې را رسيږي ، دنیا مال او متاع او ګټې .
    کله ،کله مو د ولسمشرۍ څوكۍ هم په خوب کې ليده ،زمونږ سترګې هر وخت پټې وې ، خوبونه مو کول ، نو ځکه مونږ په خوب ویده پاتې شوو او هرڅه مو په خوب کې لاسته راغلل او په ويښه راسره هېڅ نشته. نور رانه خوب په تېښته دی ، په تنګ دی ، په عذاب دی.
    مونږ ولې خوب ته کارویلی ؟
    خوب د انسان اړتیا او ضرورت دی ، له همدې کبله الله تعالی شپه د خوب او آرام لپاره پیدا کړې ، څو د ورځې انسان خولې توی کړي، زحمت وکاږي او دشپې اوده شي او دمه شي .
    له تېرو یوولسو کلونو را په دېخوا پښتانه يوڅه بیدار شوي او د غفلت خوب یې پریښی ، خو په آسانه یې د غفلت خوب ندی پرې ايښی ، ویې لیده چې د خوب پایله ښه نه وه ، پوی شول چې د خوبوړو مېښې نر کټيان زېږوي ، پوی شول چې په خوب انسان خپل مرام او هدف ته نشي رسېدلای ، خوب وو چې دوی یې نورو نه وروسته کړل ، دوی ویده وو چې نور ترې ډېر مخ ته ولاړل او دوی هسې شاته پاتې شول.

    اوس پوښتنه داده چې ولې پښتانه ویښ شول ؟ داسې برېښي چې نور دوی نه غواړي د پردي لاس آله شي ، دوی نور نه غواړي یواځې دنیکونو په تاریخ وویاړي ، دوی نه غواړي چې نور د خپلې پښتو په ویلو وشرمېږي ، پښتون نور غواړي د یو مهذب ، پوی او سوله خوښوونکي قام په توګه خلکو ته ځان ور وپېژني او نور نه غواړي چې جنګ او جګړه یې د پېژندګلوۍ نښه وي .
    پښتون ډېر ټکک سرونه وخوړل ،پښتون د جنګ قرباني شو ، خوګټه ترې نورو پورته کړه ، پښتون بې تعلیمه پاتې شو ، سیمه کې یې روغتون نشته ، که وي هم نو ډاکتران به پکې نه وي ، یاهم ډاکتر له ویرې ورتللای نشي ، د پښتون کلي کور کې اوس هم ښوونځي تړلي دي ، بچي یې وخت په توشلو ، ډۍ او نورو شیانو تېروي ،بچیان یې کور ته ماښام خیرن او ستړی راشي مخ یې د کتلو نه وي ، پښتون هم غواړی بچی یې د تعلیم حق ولري ، سیمه کې یې ښوونځي وي ، امن وي سکون وي او دعامو انسانانو په څېر ژوند وکړي .
    هوکې دا ښه شوه او ډېره ښه شوه ، چې پښتون خو وروسته د څو کلونو نه ځان وخوځاوه او نور نه غواړي چې د لټۍ بړستن په ځان خوره پرېږدي .
    نور پښتون نه غواړي طالب جان ته خپلو سیمو کې ځای ورکړي ، جرګې یې وکړې او پکې دې فیصلې ته ورسېدل چې طالب نور ددې قام په مخ تور داغ دی ، نور په طالب جان دپښتنې دلاس ډوډی حرامه ده ، طالب مو د پرمختګ مخکې دېوال دی ، د همده په وجه زما سیمه وروسته پاتې ده ، یا مې دی وژني یا مې دده په لټون کې ناټو او امریکا ، نو ښه ده چې دې ناسور نه ځان خلاص کړو
    دا یې هم د وېښتیا ثبوت دی چې د کانکور دمردودو پایلو په ضد راپاڅېد او دخپل حق غوښتنه یې وکړه ، په ډېر مهذب شکل یې خپل حق وغوښت ، لاریون یې وکړ خو سوله ییز ، دچا د موټر ښیښې یې ماتې نکړې ، دکان یې ونه لوټه ، څوک یې ونه ښکنځل خو غږ یې پورته کړ او ښه په نره یې پورته کړ .
    ولې په دې غږ پورته کولو کې د ځوانانو سره یواځې د مدني ټولنې استازي ملګري وو ، دوی وو چې ځوانان یې بدرګه کړل او دخپل حق نه محرومو ځوانانو ته یې وویل : ترهغه درسره یو چې تاسو خپل مشروع حقونه نه وي ترلاسه کړي .
    بله ستونزه هم د بورسیو ده چې کوم هېواد ته ولاړ شې تر ډېر لټون وروسته به لږ شمېر پښتانه محصلین په مخ درشي چې په بورس به هلته زده کړې کوي ، نو دې نه هم مالومه شوه چې یواځې په کانکور کې نه بلکې د زده کړې په هره برخه کې د پښتون مخه ډب شوې چې پرمختګ ونکړي او وروسته پاتې شي .
    اوس پوښتنه را ولاړېږي چې دولسي جرګې دا وکیلان مو د څه لپاره دي ، دوی ولې غلي کېناستل ،دوی ولې سترګې پټې کړې ، خولې یې ولې تړلي دي ، دوی ته خو چې رایې پکار وې نو حجره په حجره ، جومات په جومات او کلي په کلي ګرځېدل چې د خدای په پار یو وار ماته چانس راکړئ ، زه به مو حق غواړم ، زه به درته خدمتونه وکړم ، دکلي سړکونه مو روغ وغواړئ ، ښوونځي کې به مو نه د کتاب کمی وي نه د ښوونکي ، روغتون به وي ، پرمختګ به وي .... او نور
    نو اوس یې وخت دی ، وکیل صاحبه ولسي جرګه کې خو دې حضور درلود ، ولې دې خوله نه خلاصېده او که رښتیا ته یې څه کوې ، ستا ورور ، وراره ، خوریی ، ترورزی ، اوښی او نور خو دې کانکور باندې باور نلري ، دوی خو دې کانکور ته اړ هم ندي ، ټول یې بهر په ښو ښو پوهنتونونو کې زده کړې کوي ، سکالرشپونه یې حواله دي ، ستایې پر ملت څه !
    خبر شوم چې هغه ورځ هم وزیر صیب درسره غوږ جنګولی وو او نویو بورسونو کې یې د برخې درته ویلي وو ، نو ستا یې څه که دیو بزګر زوی له لوړو زده کړو پاتې شو ، ستا ورور خو ندی ، پاتې دې وي ، ښه دی ډېر ښه دی ، ستا تربور دی ، که دی زده کړې وکړي نو سبا به بیا کلي کې ستا پټي څوک یوه کوي ؟ ستا باډي ګارډ به څوک وي ؟ او بیا به کلي کې په چا امر چلوې ، داسې خوار یې پرېږده د ډېرو وړو وړو کارونو لپاره همدوی پکار راځي .
    د پښتون په حیث زه د ګوندونو نه هم ګیله من یم ، سیاسي ګوندونه د څه لپاره وي ؟ ددوی کار څه وي ؟ دنده یې څه وي ؟ دوی ولې چوپ دي ؟ ولې یې په دې چور چپاول سترګې پټې کړېدي ، که دوی نه خبرېږي چې دې ملک کې څه روان دي او دې قام سره څه کېږي نو بیا یې ځان ته سیاسي نوم ولې ورکړی ، سیاست خو دې ته نه وايي چې ملا غوندې د جومات کنج کې ځان ځای کړه ، وظیفو ته په تمه ناست اوسه ، نکاح تړه ،ختمونه کوه او دعا کوه چې مړی وشي او سقاط حواله شي ، دوی ته مبارزه پکار ده او اوس ونه وايي چې مونږ مبارزه کوو ، مبارزه دېته نه وايي چې احساساتي برخورد وکړئ ، چغې سورې ووهی او بې پلانه وخت تېر کړئ ، مبارزه داده چې زمينې برابرې کړې ، قام په پوهه او زده کړو کې سیال کړئ ، اړیکې وکاروئ ، ځوانان د پوهې په ګاڼه سمبال کړئ ، کليدي پوسټونه خپل کړئ او که کلیدي پوسټونه درسره وي نو کار وکړئ ، خدمت وکړئ ترڅو مو نومونه په تاریخ کې لکه دګل محمد خان مومند بابا په څېر درانه یادشي ، تر مرګ وروسته دعاګانې درپسې وشي .
    وکیل صاحبه ته هم دخدای په پار ځان سره فکر وکړه موکلین یواځې ستا د کورنۍ پورې تړلي خلک ندي ، نور ولس هم ددرباندې حق لري ، د ولس حق وغواړه حق ! ، د پښتنو رسنیو هسې چې پکار وه په دې برخه کې د پام وړ خدمت ندی کړی ، چې په دې به راتلونکي کې خبرې وکړو .
    نو ولسه ! ويښتیا مو مبارک ، خدای مو بیا مو اوده کوه کنه بیا ایله د قیامت په ورځ بیدار شې او هغه وخت کې وېښېدل بیا بې ګټې وي ، اوس چې ويښ شوې اوس نو ډېر پام کوه چې چا درسره زیاتی کړی ، بدله ورته پرېنږدې
    وکیل نه دې پوښتنه وکړه ، د سیمې د وزیر نه دې پوښتنه وکړه او حق وغواړه حق ، ځکه حق په غوښتلو لاسته راځي او که یې ونه غواړې نو بیا به یې دتل په څېر ستا برخه خپل زوی ،ورور ، وراره ، خوريي او نورو نه ځار ورکړی وي او ته به هغسې خوار ګرځې لکه چې خوار وې .
    او که چا د حق درنکړ بیا خو ته هم انسان یې د ښو او بدو توپير کولای شې ، همداسې دې رایه مه ورکوه ترڅو یې د بیا وکالت خوب رښتیا نشي او هسې یو خیال پاتې شي ، څویې عقل ځای ته راشي .
    د هرچا آزمېښت شرط دی ، ته دې هم وکیل و آزمویه که درته پړ شو رایه مه ورکوه خپله مري ، او بیا ځل ټاکلو کې پام کوه ، رایه دې حق دی ، هغه چاته یې ورکړه چې حقدار یې وي او لکه د نورو غوندې ستا لپاره هم خدمت وکړي او د سیالانو سره سیال شې .tand
Working...
X