Announcement

Collapse
No announcement yet.

وزلوبه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • وزلوبه

    په افغانستان کې دلومړي ځل لپاره د وزلوبې ملي لوبډله جوړه شوه. سره له دې چې وزلوبه په افغانستان کې زوړ تاریخ لري او له سلګونو کلونو راهیسې په افغانستان کې کېږي دا لومړی ځل دي چې د افغانستان د اولمپیک ملي کمیټې د وزلوبې ملي لوبډله جوړه کړې.تر ډېره وزلوبه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کیږي خو اوس د دغه هیواد د المپیک ملي کمیټه وايي په پام کې لري چې دا لوبه د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځووي. دغه لوبه معمولآ په اوړي او منۍ کې په دښتو کې ترسره کیږي. پدی لوبه کې هر څوک کولي شي له خپل آس سره میدان ته ننوځي او ونډه واخلي. هغه کسان چې په دي لوبه کي ګډون کوي هغوي ته چاپ اندازان وایې. لوبه داسي پیلیږي چې یوه دایره په یو کنج د میدان کي ایستل کیږي او وزه هلته اچول کیږي دغو دایره ته هلاله دایره هم وایی. په بل کنج د میدان کې یو بیرغ درول کیږي چاپ اندازان ددایری شاه ته دریږي دوزلوبي د مشر په غږ سملاسه چاپ اندازان کوښښ کوي چې وزه له دایره څخه واخلي او د بیرغ تر شاه چې د میدان په بل کنج کي دي راتاو کړي او بیرته یي دایره ته راوړي هرڅوک چې دغه کار تر سره کړي هغه کټونکي اعلانیږي.
    وزلوبه دهیواد ملي لوبه
    څه عجیبه ساعت تیری ده بز کشی ده بزکشی ده
    د حلال په دایره کی په همدی حساس موقعه کی
    پروت و زګوړی طلا یی ده بز کشی ده بزکشی ده
    د حلال د دایری نه راټول شوی دی حلقی نه
    ښی ا و چپ ډلو سیالی ده بز کشی ده بزکشی ده
    وحشی لوبه ده چالانه کشمکش له هری خوانه
    چه د خان په آس څوک ځغلی دهمغو کامیابی ده
    ای ددی لوبی حامیانو تنو مندو بزکشانو
    د وزی په جګیدو مو کړه قبوله خود کشی ده
    بز کشی ده بزکشی ده بز کشی ده بزکشی ده
    بز کشی ځانله هنر دی هر څوک کله تری خبر دی
    اوریدلی به چا نوی د چهل دزدو فکاهی ده
    بز کشی ده بزکشی ده بز کشی ده بزکشی ده
    خلک حیرانه او ابتر دی د خپل ځانه بی خبر دی
    که څوک لږ پکی دخیل شی بیا نو سمدم بی آبی ده
    دا چه سیل یی بی پیسو دی چانس د ځوان او د زړو دی
    که جا هل پکی کامیاب شو بیانو جوړه خرابی ده
    بز کشی ده بزکشی ده

    سمیع الدین افغانی
    28/07/2009
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
Working...
X