Announcement

Collapse
No announcement yet.

مونږ په څۀ پاکستانيان يو؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • مونږ په څۀ پاکستانيان يو؟

    مونږ په څۀ پاکستانيان يو؟
    فيروز


    تاسو دا ويډيو وځيروئ او په په خپله دا فکر او سوچ وکړئ چې په کوم ځائي کې يو ورور د بل ورور په کور بم ورغوځوي يا ئې وژنې نو ايا د هغه ورور سره کومه رشته يا ريښه پاتې کيدلې شي؟

    مونږ ته د پاکستانيت درس راکونکې به دا وائي چې کيدې شي دا دروغ وي؟ خو دا يو ځل نه دي شوي .دا بار بار کيږي
    زما خپل د تره ځوئي چې د تيراه نه راځي نو د امير صيب نه يوه رقعه راوخلي او د مليشا مشر ته ئې وښائي نو بيا هغه ته په هنګو او کوهاټ د راتيريدلو راهدري ورکولې کيږي .او دغه شان د مليشا مشر چې پرچه ورکړي نوبيا امير صيب ورته د خپلو کور ته د تللو راهدري ورکوي.

    په ډامه ډوله او وزيرستان کې چې کوم صحافي دا څرګندونه کوي چې په مونږ دا بمونه څوک وروري نو بيا ۀګه صحافي مړ وي.
    مونږ هغه خلق يو چې د پاک سر زمين شاد باد د ترانې سره مو به اوښکې بهيدلې خو د پاک سرزمين شاد باد والا په مونږ څه کو ؟په دې ويډيو کې ئې پخپله وځيروئ.
    که چيرې دا بم په اسلام اباد ،لاهور کراچي کې په عامو خلکو غورځولې شوې وئ نو بيا به څۀ وو؟

    دا زما د خپله لاسه په ما کيږي
    چې زما غلام ،ئي نن زما سلطان کړو .
    _________________

  • #2
    ړوند سحر
    زما وطن به کله هم چرې سوکاله نه شی
    زما غریب بچے به هیڅ کله خوشحاله نه شی

    په خپل وطن کښې سر ټیټی چه د مغلو کوی
    پښتون به کله هم خبر د خپل کماله نه شی

    ما نه بدل زما غلام د تیر وختونو اخلی
    زما د پلار نیکه سيالي به نوره سياله نه شي

    زه چې څه وائيمه مرئ مې په خنجر غوڅوي
    جانانه غږ به مې تر تا پورې رساله نه شي

    لاسونه پورته ځان له خير د نن اقا نه غواړو
    تشه جولائ به ويړاوو چې بې له سواله نه شي

    Comment

    Working...
    X