په قطر کې د شمشاد تيليوزيون او نزار افغان برياليتوب !
فيروز افريدي
پرون شپه په قطر کې ميشت د افغانانو ټولنې له خوا د جشن نوروز يوه لويه او خوندوره دستوره ولمانځل شوه.
دا دستوره د افغانستان د اسلامي دولت د سفارتخانې د چارواکو له اړخه ،په قطر کې د افغان ټولنې په مرسته د خپل هيواد وتلي تيلي ويزيوني شبکې شمشاد تيلويزيون دبئ څانګې مشر ښاغلي نزار يوسفزي او هغه سره ملګري تخنيکي همکارانو قطر ته د خصوصي راتګ په ترس کې جوړه شوې وه.
د قطر په تاريخ کې د پښتنو / افغانانو له اړخه دومره لويه دستوره په وړومبي ځل ولمانځل شوه .
د دې سترې دستورې پر شا د سفارتخانې د مشر مستشار دکتور محمدقاسم همت لاس وو چې د حاجي معراج او ښاغلې نور افغان په مالي مرسته ئې دا لوئي کار پائي ته ورسولو.
په دې دستوره کې د پښتونخوا نوموړي سندرغاړي کابل جان،او نواز اپريدي د خپل هنر څرګندونه وکړه.
په دستوره کې د لر او بر مشرانو برخه واخيسته چې پکې حاجي مظفر خان ،حاجي معراج خان ،نور افغان،مسشار دکتور محمدقاسم همت ،حاجي سخي جان ،حاجي مير قاسم،حاجي رحمت قيوم،حاجي خان رحمان،حاجي شوقي ،د افغانانو د ټولنې مشر حاجي موسي جان تري زئ ، حاجي زر محمد فقير،حبيب الله جان علي شير،وارث خان،اختر محمد وزير ،کمل خان تڼئ،محمد رفيق خوستئ ،زبير کاکړ، او اخلاق فطرت هم شامل وو
ياده دې وې چې د شمشاد تيلويزيون ډله د څو ورځو راهسې په قطر کې د افغانستان د سفارت او د افغانانو له اړخه د بيله بئيلو دستورو او غونډو په عکس بندي او ثبتولو کې بوخت ده.
او دا هر څه د نزار يوسفزي د پښتو ژبې ،فرهنګ کلتور او خپل قام سره د بي کچه مينې ښکاره ثبوت دے چې دومره لوئي کارونه ئې تر سره کړل.
زما د نزار يوسفزي سره اول ځل ليدل کتل وشول او حقه خبره دا ده چې د هغوئي د درنې مطالعي ،د ژبې او قام سره د بې کچه ميني تر اغيز لاندې راغلم.
بائيد د دې خبر يادونه هم وشي چې نن د قطر په اسلامي ميوزيم کې د افغانستان د کلتوري او تاريخي اثارو د يوې ګيلرئ پرانسته ده چې په خصوصي توګه ورته د شمشاد تيلويزيون ياده شوې ډلې سره سره د امريکا څخه د رباب د سازينې جادوګر استاذ همايون سخې رابللې شوې دے.
هيله کوم چې دا ټول څه به ډير ژر د شمشاد تيلويزيون له شيشې څخه وځيرل شي.
فيروز اپريدي


Comment