په قطر کې د شمشاد نړيوال تيليوزيون له اړخه د پښتو مشاعره او د موسيقۍ بانډار
ليک : فيروز افريدي
نن د مارچ په درويشتمه ،2013 عيسوي کال، په دوحه قطر وکـــره نومې ښارګوټې کې د حاجي رحمت قيوم افغان په کور کې د شمشاد تيليوزيون له اړخه يو خوندوره مشاعره او موسقۍ بانډار جوړ شو.
په اولينۍ برخه کې د قطر پښتو ادبي ټولنې شاعرانو يوه خوندوره مشاعره بشپر کړه ، ورپسې هم د پښتو ادبې ټولي د هنري څانګې هنرمندانو د موسيقۍ په خوندورو سازونو د محفل خوند رنګ يو په دوه کړو.
د مشاعرې او موسقۍ په پائي کې د حاجي رحمت قيوم افغان له اړخه د درنې ډودئ اهتمام هم شوې وو.
په دې مشاعره کې د افغانستان د اسلامي دولت د سفارت،ادب دوسته او وطن پاله مشر مستشار دکتور محمد قاسم همت په خصوصي توګه ګډون وکړ.
پرته له شاعرانو اديبانو ګن شمير افغان تجاران او مشران هم په دې غونډه کې موجو د وو.
په خاصه توګه،حاجي مظفر خان، حاجي معراج خان، حاجي شوقي، حاجي نور افغان، حاجي خان رحمان،د اشنا تيلوزيون امريکه غږ د شرق وسطی استازې وکيل احمد احساس د جرمني څخه پير نذر محمد او د هغۀ ملګرو ،څوک چې د مشاعرې د پاره ايسار شوي وو، د ذکر وړ خلق دي.
د مشاعرې پئيل د شمشاد تيلويزيون تکړه،او ادب پوه نطاق ښاغلي نزار علي يوسفزي صيب وکړو چې هر يو شاعر ئې په خپل خپل وار په ښائيسته شعرونو او لنډو راوغوښت .
د نومونو تفصيل ئې په دې ډول دے
د پښتو ادبي ټولنې پخوانې عمومي سيکتر ښاغلې نياز محمد مهمند،ښاغلې سبيل واورين،ښاغلې جاويد همدرد،ښاغلې اخلاق فطرت، ښاغلې ملتان خان همت اورکزئ (نائيب رئيس پښتو ټولنه قطر) ښاغلې نور افغان،ښاغلې ولي افغان،ښاغلې لياقت علي قربان، ښاغلې ځدران،او په پائي کې د پېښور انټرنشنل مجلې و ادبي جرګه پېښور رئيس ، فيروز افريدي .
د موسيقئ په خوږ بانډار کې د پښتو ادبي ټولنې قطر د هنري څانګي مشر ښاغلي اسلم صادق،ښاغلي حليم خان، ښاغلي بهار ګل رنګين، ښاغلي ظالمين ،او ښاغلي حکم زرين ،په خپلو خوږو غږونو ،ملي او سميئزې فکلوري سندرې واورولې چې يقينا ډيرې خوندورې او په زړه پورې وې.
په قطر کې د افغانستان د اسلامي دولت د سفارت له لوري د شمشاد تيلوزيون تکړه نطاق ښاغلي نزارلي علي يوسفزي،کيمره مين ښاغلي مشتاق احمد عادل،ښاغلي محمد صبور کبيري، د شمشاد تيلوزيون رئيس حاجي فضل کريم فضل او د دوبئ څانګې رئيس ښاغلي محمد نسيم پښتون ته د مشر ميلمه مستشار دکتور محمد قاسم همت په سپيځلو لاسونو ستائينليکونه ورکړل شول.
او د شمشاد تيلوزيون د تکړه نطاق او تخنيکي همکارانو زيار او خواري ئې په درنو تورو وستائيله.
په دې پسې د نور افغان له لوري د مشر ميمله په سپيځلو لاسونو اول د پښتو ټولنې او مجلې مشر فيروز افريدي ته دستار ورپسر کړو او بيا ئې د شمشاد تيلوزيون ټولو کارکونکيو ته ډالئ هديه کړې.
مشر ميلمه د قطر پښتو ادبي ټولنې د ملګرو شاعرانو په شعر و فن ښه په زړه پورې خبرې وکړې او د خپلې خؤښۍ بشپړ اظهار ئې وکړ.
بيا ئې د شمشاد تيلوزيون قطر ته په راتګ او د کوربنو شکريه ادا کړه.
د خورد نوش وروستو دا خوندوره غونډه د شپې په اخيرې برخه کې پائي ته ورسيده.
فيروز افريدي
قطر


Comment