Announcement

Collapse
No announcement yet.

د تي د شيدو(مورشيدي) ګټي د ماشوم او مورلپاره

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د تي د شيدو(مورشيدي) ګټي د ماشوم او مورلپاره

    خپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
    د تي د شيدو(مورشيدي) ګټي د ماشوم او مورلپاره :-


    ډاکتر بشيراحمد (محبوبي)

    ١- د زياتو غذايي موادو لرونکي دي .
    ٢- په اساني سره هضم او جذب کيږي .
    ٣- پروټين ، کاربوهايدريت او شحم په کافي تناسب لري .
    ٤- په زياته اندازه لکتوز لري په خاص ډول بيتالکتوز.
    ٥- يوتعداد مهم عناصر ( ايوډين ، مس ، جس ،او اوسپنه) لري .
    ٦- د اوسپني د جذب قابليت يي نسبت د غوا شيدو ته پنځه چنده زيات دي .
    ٧- هغه ماشوم چي د موردشيدوپواسطه تغذي شوي وي ډيرکم د اوسپني ، کلسيم او فاسفورس په کمبود اخته کيږي .
    ٨- د هاضمي راوړونکو انزايمو لکه ( امايليزاولايپيز)لرونکي دي.
    ٩- دلږوخت دپاره په معده کي پاته کيږي .
    ١٠- د عصبي نمو دپاره يو مهم فکتور( Taurine ) لرونکي دي .
    ١١- د معافيت د زياتيدو سبب کيږي .
    ١٢- د ايمونوګلوبولين اي ( Ig A) لرونکي دي چي د انتان او الرژي په مقابل کي مجادله کوي ، په کمه اندازه ( (IgM,IgG ، لمفوسايت بي ، ټي ، ګرانولوسيټ او فاګوسايټونه لري .چی د مختلفو انتاناتو ( شری ،کولرا،فلج،معدی او کلمو امراض او (E.coli څخه د جلوګیری سبب کیږی .
    ١٣- د ( Lacto ferine ) لرونکي دي چي دانتان (E.coli)د بکټريا د نشودنماضد تاثیر لري .
    ۱۴-ماشوم د تنفسی ، هاضمی سیسټم او د ويني په سرطاني ناروغیو کم مصاب کیږی.
    ۱۵ - ماشوم په لمړی کال کی د منځنی غوږپه التهاب ډیر کم مصاب کیږی او همدا ډول د سینه بغل او مینینژپه واقعاتو کی هم کمبود لیدل کیږی.
    ١۶- د سټافيلوکوکس ضد خاصيت لري .
    ١۷- د حرارت درجه يي مناسبه ده .
    ١۸- د ماشوم د غټيدو سره د شيدو مقدار هم ډيريږي .
    ١۹- اقتصادي ، پاکي او هوسا دي .
    ۲۰- د مور او ماشوم تر منځ د ميني د زياتيدو سبب ګرځي .
    ۲۱ - مورته فقط د ۵۰۰ اضافه کالوری ضرورت شته تر څو ماشوم ته شيدي برابري کړي.
    ٢٢-د ماشوم ذکاوت زياتوي .
    ٢٣- د غاښونو مشکلات کموي .
    ٢٤- د (Leptin) پنوم ماده لري چي د اشتها او چاغوالي په تنظيم کي رول لري چي راتلونکي کي د چاغوالي خطرونه کموي .
    ٢٥- د شکري د ناروغي د کميدو سبب کيږي .
    ۲٦- د مورشيدي خپله د مور لپاره هم ګټي لري .
    ٢٧- د شيدو ورکول ماشوم ته د رحم د تقلص سبب ګرځي .
    ٢٨- ميندي ډير کم د تي په سرطان ( Breast cancer ) اخته کيږي .
    ٢٩-د ولادت نه وروسته د خونريزي د کمښت سبب ګرځي .
    ٣٠ – د ولادت يا د ماشوم د پيدايښت نه وروسته مورکي د(Depression) يا خفګان د کميدو سبب کيږي .





    © http://benawa.com/details.php?id=54026#ixzz2NPK59cGa
Working...
X