Announcement

Collapse
No announcement yet.

ښځه گرانه مور، او گرانه خور ده

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ښځه گرانه مور، او گرانه خور ده

    د مارچ اتمه چې د نړۍ د ښځو د یوالي نړیواله ورځ ده، په نړۍ کې ټولو ښځو لپاره ترټولو با ارزښته ورځ ده په خاصه توګه په افغانستان کې. دغه ورځ په ټولنه کې د هغوۍ ونډې او په ټولنیز، سیاسي،اقتصادي او فرهنگي ژوند کې دهغوۍ مشارکتي یوالي ښکارندوي بلل کیږي. دغه ورځ داقوام متحده لخوا هم لمانځل کیږي او په ډیرو ملکونو کې دغه ورځ ملی رخصتی وي.
    دمتحده ایالاتو مرکزي قومانداني یا سنت کام دښځو نړیواله ورځ د نړۍ ټولو ښځو ته په ځانگړې توگه دافغانستان رنځیدلو ښځو ته د زړه له کومې مبارکي وايی او هیله لري ترڅو په هیواد کې سوله او امنیت ټینگ شي اود ښځو لازیات فعالیدلولپاره چې د ټولنیز پرمختگ یومهم عنصرجوړوي زمینه برابره شي.
    چې هرڅه پکي زده کيږي دمورغیږ ده
    چې مــاشوم پکې لوئيږي د
    مور غیږ ده
    دا يوه لـــويه مــــدرسه ده زمــــوږ لــــپاره
    چې اخلاق کې ښودل کيږي د
    مور غیږ ده
    کـــــه دي زمــــــا په دې خـبره باور کـــيږې
    چې اســــــلام کې بيانـــيږي د
    مــور غیږ ده
    لــــږ دتیرو خـــلکو دې مـــتل ته ځـــير شى
    چې جـــــهان پکې ځـــــنګيږي دمـور
    غیږ ده
    په صــــفت يې تل اشــــعار ليکه رمــــــانه
    چې ښــــه بــد کې پيژندکيږي دمورغیږ ده
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومندانی دبریښنایې خبرواترو تیم

  • #2
    der kha kho hagha wraz ba kala raazi che pakhtaney khazey ba laka da narhai da parmakhtag shawi hiwaduno da khazo ghundey zaye walari..che yawa pakhtana ba da amrekey da hilery clinton ghundey da barano charo wazira jorha shi .......der wakht ba pakar wi kho dagha muram ta rasedalo dapara haley zaley kawal der mohim di

    Comment

    Working...
    X