Announcement

Collapse
No announcement yet.

مېوه تر ډوډۍ دمخه وخورئ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • مېوه تر ډوډۍ دمخه وخورئ



    مېوه تر ډوډۍ دمخه وخورئ

    | دوشنبه, 04.03.2013, 06:05 AM | (804 لیدل شوی)

    تاند- د مېوې په برخه کې توصیه کېږي چې بهتره ده تر ډوډۍ شل یا دېرش دقیقې دمخه وخوړل شي، ځکه چې په مېوو کې شکره وي او د شکرې هضمېدل وخت غواړي.

    که موږ تر ډوډۍ سمدستي وروسته مېوه وخورو او یا د میوې په خوړو پسې سمدستي وروسته ډوډۍ وخورو، نو معده به مو د میوې د هضمولو لپاره لازم وخت پیدا نه کړي او د میوې ګټور او غذایي مواد به بدن ته پوره جذب نه شي.

    د نړۍ په اکثرو ټولنو کې دا عادت دی چې خلک اول ډوډۍ او ورپسې سمدستي مېوه خوري. خو ماهران وایي چې دغه عادت باید بدل شي او پکار ده چې مېوه تر ډوډۍ شل یا دېرش دقیقې دمخه وخوړل شي چې بدن یې جذب کړي. تر ډوډۍ دمخه مېوه، د چاغېدو په مخنیوي کې هم مرسته کوي، ځکه وروسته بیا ډوډۍ یو څه کمه خوړل کېږي او په دې ډول د چاغېدو امکان کمېږي.

    څرنګه چې د شپې د خوب په وجه بدن ته اته، نهه ساعته پرله پسې هیڅ خواړه نه وي رسېدلي، نو ماهران سپارښتنه کوي چې که سهار له راوېښېدو سمدستي وروسته مېوه وخورئ، ګټه به یې لا زیاته وي. له راوېښېدو وروسته او له سهارنۍ مخکې د مېوې خوړل د دې سبب کېږي چې د بنیادم تشه معده د میوې ټول غذایي او ګټور مواد واخلي او بدن ته یې ورکړي.

    tand

  • #2
    dera gatawara khabartya da ...za har wakht doday pasey wrusto mewey khwram....da kho de dera pa zrha poorey khabara ukrha wrora ,,,dera manana ,,,,zaka che zama aqeeda da che khwarak sta da dawa da

    Comment

    Working...
    X