متلونه اولنډۍ: د پښتو لنډې وجیزې/ زین الله منلی
| شنبه, 02.03.2013, 05:36 AM | (146 لیدل شوی)
متلونه هغه لنډې کلي وجیزې دي چې، د اوږدو اوطولاني تجربو له مخې وګړو ته په لاس ورغلې وي او دوی له دغو اوږدو تجربو څخه داکلي اوعمومي قواعد را ایستلي دي،نوځکه وګړي د هر مطلب په باره کې د خپل حکم د اثبات اوتاکید په غرض د خپل خصم او مقابل د ملزمولو او ګرمولو او د ځان وړې اود مقابل ربړې له پاره په مناسبو متلونو تکیه کوي اوله موضوع سره وړ او مناسب متل راوړي.یوله دغو ارزښت لرونکو متلونو څخه دا دی چې، وایي: «چې غواړې یې پرې واوړې».یعني هغه څوک چې د خپل مامول او مطلوب د حصول اوپه لاس راوستلو په هڅه کې وي، هرومرو او یا په احتمال سره په دغه حصول بریالی کېږي اوهغه څه چې غواړي هغه په لاس ورځي.
له واړه څخه نیولي ترزاړه پورې په دې پوهېږي چې درانده اجسام له فضا څخه د ځمکي په لور رالوېږي اوله دې مهمې پېښي څخه هیڅ کومه انتباه نه اخلي. په میلیونو کلونه تېرېږي او انسان د دغه خاصیت له ګټو څخه محروم اوبې برخې پاته کېږي خو یوازي له وني څخه د یوې دانې مڼې په رالوېدلو د دغه خاصیت د کشف افتخار او ویاړ د نیوټن په برخه کېږي، د ځمکي د جاذبې قوه کشف کېږي او د محروم انسان په نفع ترې بې شمېره ګټي اخستل کېږي.
نیوټن ځکه په دې کشف بریالی شو چې،داهڅه یې کوله اوڅه یې چې غوښتل پرې واووښت.
کله چې د ارشمیدس د وخت پاچا د خپل طلایي تاج په باره کې په تاج جوړونکي زرګر شکې شو اودایې په زړه کې تېرېدل چې، احتمال لري چې،دا تاج به خالص زر نه وي اوزرګربه ورسره کوم بل شی ګډ کړی وي نود خپلي اشتباه د لرې کولو له پاره یې ارشمیدس ته مراجعه وکړه اوله هغه څخه یې وغوښتل چې تاج معلوم کړي چې،خالص سره زر دي اوکه نورڅه هم په کې ګډ شوي دي؟
ارشمیدس په دې هڅه کې شو او غوښتل یې چې داموضوع حل شي. کله چې حمام ته ځي اوپه اوبو کې ورننوځي، ګوري چې د اوبو سطح پورته کېږي، نو له حمام څخه په منډه ا وچیغو وځي او دا نارې وهې چې «ومې موند! ومې موند!»؛ یعني حل مې وموند.
ارشمیدس د پاچا تاج اخلي او دهغه تاج سره په تول کې برابر یولوښی چې خالص سره زر دي اخلي اوپه اوبوکې یې ږدي،د اوبو د سطحې جګوالی ګوري اوځای یې نښه کوي. بیا نو تاج په دغو اوبو کې ږدي او ګوري چې بیاهم اوبه ترهماغه ځای پورې پورته کېږي اودا نتېجه اخلي چې، تاج خالص سره زر دي، نور څه شی په کې ګډشوی نه دی.
ارشمیدس ځکه په دغه کشف کې بریالی شو چې، هڅه یې ورپسي کوله او غوښته یې. له همدې ځایه ارشمیدس د دې قانون په کشف هم بریالی شو چې وایي: «هغه اجسام چې، د اوبو په مخ ځي،هغومره یې وزن اوتول کمېږي او لږېږي، څومره چې د هغو اوبو وزن اوتول دی چې دغه جسم یې ځای نیولی دی.»
د ارشمیدس له دې قانون څخه د بېړیو په جوړولو کې کار اخستل کېږي. په دغه سترکشف ارشمیدس ځکه لاس وموند او ورباندي بریالی شو چې وایي « چې غواړې یي پرې اوړې»
په همدې ډول هرمتل په خپل مورد کې ارزښت لري اوخلک ترې د خپل مطلوب حکم د تثبیت اوتاکید له پاره کار اخلي.
متلونه دومره کلک په زړه پوري اوقوي دلیل ګڼل کېږي چې، د متل راوړونکی خصم او مقابل د متل په صحت او دهغه په کلي والي کې شک شبهه نه لري، دومره کولای شي چې د مدعی دعوا د راوړل شوي متل مصداق ونه بولي اوکه د مدعی مدعا ورته د متل مصداق ښکاره شي، بیا نو پرته له دې بله چاره نه لري چې ځان ګرم او پړ و بولي، یعني دواړه ډوله له اوږدو تجربو څخه اخستل شوی مستند معقول کلیات وي چې، د هرپښتانه سر د دې کلیاتو منلوته په اجباري توګه ټیټ دی.
بله داچې، د متلونو اولنډیو دواړو ویونکي په مشخص ډول معلوم نه دي، له دغو دواړو ډولو ادبي نمونو څخه هیچا د خپل شخصیت د څرګندولو له پاره کارنه دی اخستی اوکوم متل اویالنډۍ یې ځان ته نه ده منسوبه کړي او خپل شخصي مال یې نه دی ګڼلی.
هرڅوک متلونه اولنډۍ اجتماعي او د ټولني مال او محصول بولي.
که متل یا لنډۍ شخص ته منسوبه شي،نو هغه ذاتي خوند اومزه چې متلونه اولنډۍ یې لري، نه افاده کوي او جذابیت او اعجاز یې له منځ ځي.
د لنډیو او متلو د خوند اومزې اومعقولیت بقاء ترهغه وخته پوري دوام کوي چې، په خپل اجتماعي حال پاته شي اوکه شخصي رنګ په کې څرګند شو،بیا یې خوند، مزه اومعقولیت باقي نه پاته کېږي.tand
