لومړۍ برخه د رحمان بابا(رح) په شاعرۍ کې ډېرې داسې ژورې تصوفي خبرې او سمبوليکې کلمې شته چې تراوسه پورې چا نه دي راسپړلې او نه داسې څوک وينم چې سپړلو ته يې ملا وتړي.
د بابا په ديوان کې د سمبوليکو کلمو له جملې څخه ميخانه، ساقي، جام، پياله، پيمانه، صراحي، مۍ، باده او شراب هم دي چې د سمبوليکو بڼو ترڅنګ يې په اصل ماناګانو هم کارولې دي خو لومړی به يې سمبوليکې بڼې راوسپړو:
د ساقي له لاسه هسې پياله نوش کړه
چې دې غوڅ کا له زړه خيری د ريا
/ساقي/ شراب ورکوونکي ته وايي. دغه کلمه زموږ په شاعرۍ کې له پخوا څخه رايج ده چې پخوانيو تر ډېره په سمبوليکه او ځينو اوسنيو په اصلي مانا هم کارولې ده.
پورتنی شعر بلکل تصوفي شعر دی. تصوف له رازونو او رمزونو څخه ډک علمي عمل دی. په تصوف کې چې کوم راز او پوهه ترلاسه کېږي په صريحه توګه يې بيان يا زده کړه ناشونې وي. همدا وجه ده چې صوفيان په کنايو خبرې کوي او اکثر خلک د دوی په مکلمو په اسانۍ سره نه شي پوهېدلی. بيا چې موضوع شعر ته هم لاړه شي نو خبره لا پسې رمزي او رازي شي.
په بيان کې تشبه،استعاره، کنايه، سمبول، مثال او ... د اثر ترڅنګ د موضوع په اړه د رېښتينولۍ ثبوت هم پيدا کولی شي.
په پورتني شعر کې /ساقي/ د پير يا مرشد سمبول دی.که د ذکرشوي بيت لومړی نيم بيتی داسې ويل شوی وی:
د مرشد له لاسه هسې څه پيدا کړه
نو په شعرکې به دغه شته تاثير نه وی کوم چې د /ساقي او پياله/ کلمو پکې پيدا کړی دی. /ساقي/ په تصوفي اشعارو کې د پير،/ شراب/ د الله تعالی سره د حُب او /مستي/ د دغې حُب د کېف سمبول دی. دغه راز جام، صراحي، پياله او ... د سلوک د هغو اسبابو ( د ذکر کلمې، توجه، ورکړه او ....) سمبولونه دي چې په وسيله يې تصوفي ته کېف يا خوند پيدا کېږي.
د عباداتو د تباه کوونکو رنځونو څخه يو ريا يا وړوکی شرک هم دی. چې په تصوف کې ورته پټ شرک وايي. رحمان بابا(رح) دغې منوي نوم ته ډېر مناسب د يوه بد شي ( د ــــ خيري ) وجود ورکړی دی.
خلک چې کله په تنده کې اوبه وڅښي نو وايي چې زړه مې يخ او صفا شو. يعنې دوی دا فکر کوي چې اوبو يې زړه ور و وينځلو. له دغې عامې اصطلاح څخه بابا ګټه اخلي او د شرابو ( دالله د مينې ) په اوبو د زړه د وينځلو خبره کوي چې د ريا له خيري يې پاک کړي .
په لومړي نيم بيتي کې د غوښتنې پټه لمسونه هم شته، يعنې ساقي پخپله چاته د شرابو پياله نه ورکوي چې ترې ويې نه غواړي.
هسې مست يم ستا د شونډو په شراب
چې به نه وي بل دا هسې مست خراب
په شعر کې شونډې دا مانا نه ورکوي چې ګني رحمان بابا(رح) رښتيا د جينۍ په شونډو مست خراب دی. نا داسې نه ده. دلته د / شونډو شراب/ د نېږدېوالي او مينې، دغه راز / مست خراب/ د دغې مينې د خوند د نهايي خوندور څرګندولو لپاره په سمبوليک ډول کارول شوې کلمې دي.
رحمان بابا(رح) په دغه خوند کې ځان داسې مست ( مجذوب ) ويني چې ته به وايې بل د ده په څېر نشته.
چې خبر شوم د ساقي د جام له راحه
لکه مړی ملاقي شوم له ارواحه
انسان چې کله مړ شي روح يې د تلليو کسانو له روحونو سره ويني. حتی ما داسې ډېر کسان لېدلي چې په ژوندوني يې هم د ژند د وروستيو شپو وروځو په نيم ژواندي حالت کې د خپلوانو ارواح ليدلي او د دوی د راتګ نارې يې وهلې دي.
دې ته ورته حالات په تصوف کې هم شته. کله چې د انسان ذهن د بهرنيو شيانو له اثراتو پاک او مجرد شي نو د داسې ژوندي انسان روح د نېکو خلکو حتی د پيغمرانو(ص) له مبارکو ارواګانو سره هم لېدل کتل کولی شي.
رحمان بابا(رح) همدغه موضوع په پورتني بيت کې بيان کړې ده. دی وايي: ماته چې پيرکوم جام ( د ذکر کلمه يا نوم) راکړی او د دغې جام راح يا باده مې څښلي ( د دغې نوم د يادولو په وسيله د الله تعالی مينه او د دغې مينې کېف مې وليدلو) نو داسې حال ته يې ورسولم لکه مړی د روحونو سره لېدل کتل کوم.
خو دغه لېدنه کتنه داسې نه ده لکه د يوه عادي مړي يا د نيم ژواندي انسان چې ګټه نه لري. په تصوف کې دغه شان کتنې دواړو خواو ته ډېرې ګټې رسوي او دا ډول حالات کمال ته د سالک د رسېدو نښې دي.
ساقي پورته شه د ميو جام تيار کړه
عمر هېڅ معطلي نه کاندي تلوار کړه
په دې بيت کې له مرشده غوښتنه کېږي چې له توجه څخه مې ونه غورځوې. ځکه چې عمر هېڅ معطلي نه کوي. پکار ده چې کار ترې واخيستل شي او د ذکر فکر د داسې کلمو اجازه راکړې چې کار مې پرې جوړ شي.
که غمخوار غواړې په غم په اندوه کې
شېشه ډکه د شرابو اختيار کړه
دينې لارښوونې راته ښيي چې د غم په وخت کې د صبر ترڅنګ د الله تعالی له يادولو څخه کار واخلئ. د غم د دايمي ختمولو بې له دې نه بله هېڅ لار نشته، دغه لار يې تر ټولو غوره او بې لګښته ده.
د /شرابو ډکه شېشه/ د مينې ډک زړه ته کنايه ده. زړه هغه وخت د يو چا له مينې ډکېږي چې په ښکلا يا په خويونو يې باوري وي. نو که د غم ورکېدل غواړې په الله تعالی باور پيدا کړه. زړه دې د الله تعالی له مينې ډک وساته. په بشپړې مينې يعنې، پخې عقيدې سره د الله تعالی مينه او ذکر اختيارکړه.
څه عجب دی که مستان وي ترې چاپېره
هر ساقي څخه چې جام دی د اخلاص
په هر کار کې اخلاص د برياليتو نښه ده. که مرشد مريدانو ته په لارښوونو، ورکړه او ... کې مخلص وي نو څه حيراني ده چې چارچاپېره مستان مريدان (مجذوبين، چې خلک لېوني ورته وايي.) ترې چاپېره وي! مخلص مرشد به د مستانو په ګډون پرېمان مريدان لري او داسې به په خپل کار کې بريالی وي.
هسې محوه وي د عشق په مۍ ناب کې
چې خبر نه وي په وصل په فراق
/ناب/ په عربي کې سوچه او خالص ته وايي. عاشق د خپلې سوچې مينې په خوند کې داسې ورک او مست وي چې وصل او فراق دواړه ورته يو شی وي. يعنې د الله تعالی سره سوچه مينه انسان په ژوندوني، چې ظاهراً
انسان له خالق څخه بېل بريښي، داسې يوه حال ته رسوي چې وصل او فراق به هېڅ مطرح نه وي.
لکه مجنون چې په پای کې د ليلو د وصال او بېلتون خبره نه کوله بلکې مجنون په خپله ليلو شوی و او ده به ويل چې [ زه ليلو يم ]. همدا حال د منصور ابن حلاج هم و.
ښه دی مالره دا فيض د شرابو
چې پرې ووينځم دا دَلق /ارزق/ فام
په دغه شعر کې د/ارزق/ کلمه ناسمه راغلې ده. ممکن دکاتب تېروتنه وي. اصل بڼه يې /اَزْرَقْ / ده. عربي صفتي کلمه ده چې د نيله،اسماني او زرغون ډوله رنګونو مانا ورکوي. / فام/ دري روستاړی دی. له /ازرق/ سره چې وتړل شي نو د دري او عربي مرکب صفت به ترې جوړشي چې مانا به يې نيله ډوله يا اسمان ډوله يعنې اسمان رنګه شي.
په دغه مسره کې يو بل لغت /دَلْقْ / دی. د چپنې يا د دروېشانو د لباس ماناګانې شيندي. د /دلق/ او /ازرق فام/ په يوځای کولو سره د دغې جملې ( دلق ازرق فام ) مانا اسماني ډوله لباس ده. اسمان يا اسماني رنګ په شعرکې د قسمت، لويۍ او غرور سمبول دی. لکه څنګه چې د بابا په شاعرۍ کې د ريا او رياکارو زاهدانو ښه پوره غندنه شوې، دلته هم د دروېشانو د لباس (دلق) سره د اسمان رنګه (ازرق فام) ترکيب يو ځاي کول زاهدانو دروېشانو ته د غرور او تکبر کنايه ده.
رحمان بابا(رح) په پاسني شعرکې فرمايي: زما لپاره د الله تعالی د محبت برکت ډېر ښه دی چې د غرور،لويۍ، تکبر،ريا او د ځان خوښونې په خيرو ککړ د دروېشۍ لباس مې ورباندې ووينځم.
فراموش کاندي همه نورې مستۍ
هر چې نوش کاندي باده په جام دستا
کله چې څوک ستا( دالله ) لخوا د مينې شراب وڅښي نو داسې مست ( مجذوب ) شي چې د دنيا ټولې مستۍ يې هېرې شي.
ما د دهر غم وهلی دی په لته
د پيالۍ د صراحۍ له برکته
د دهر غم په لته وهل کنايه ده. د دغې کنايې دا مطلب نه دی چې ګوښه اوسېدل، کار نه کول او .... د دنيا غم په لته وهل دي. انسان د خپل مادي وجود او په مادي نړۍ کې د اوسېدو له امله دومره د مادياتو تر اثر لاندې راځي چې ټول منوي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. خپل پردی، خدای(ج)، رسول(ص) او .... هېر وي.
د مادياتو دغو بدو اغېزو ته رحمان بابا(رح) / د دهر غم/ وايي. لکه خلک چې وايي: [ د دنيا غمونه ډېر دي. يعنې کارونه ډېر دي وزګارتيا نشته ] تر څو چې د مادي نړۍ له دغو ژورو اغېزناکو پرتونو څخه روح نه وي خوندي شوی تر هغې انسان د معبود پېژندنې او د انسانيت لوړ مقام ( عبديت ) ته نه شي رسېدلی. د مادياتو له دا ډول اغېزو څخه ځان ساتل اسان کار نه دی. مګر که د رحمان بابا په څېر د الله تعالی د محبت ډکې صراحۍ ورسره وي بيا د دهري غمونو په لته وهل اسانېږي.
هغه يار چې وما جام د ميو راکړ
د دښنو وينې مې وڅښې بې شدته
انسان که د خپل کار سره مينه ونه لري په کار کې يې بريالتوب ناممکن وي. د کار يا خپلې موخې سره مينه انسان هڅوي چې اختراع وکړي، غرونه سوري کړي، سپوږمۍ ته وخېږي او سختۍ په اسانۍ تېرې کړي.
په مادي نړۍ کې د انسان تر ټولو ستر دښنو ( دښمن ) شيطان دی چې د انسان په هر کار کې د پټې مداخلې په کولو سره د ده کار تباه کوي. حتی د ځنکدن په وخت کې يې هم د تېرباسلو هڅه کوي تر څو چې له ځان سره
يې جهنم ته بوځي. مګر رحمان بابا(رح) ته چې الله تعالی د مينې برخه ورکړې يا د ده په خبره چې يار په خپله د مينې جام ورکړی نو پر دغه دوښمن يې بې له جنګ وجداله بری موندلی. که دغه موضوع اوسنيو شاعرانو
شعرکولی نو حتمي به يې ويلی چې د دوښمن وينې مې په ډېر شدت، په تېزۍ او په زورسره وڅښلې. خولکه څنګه چې د رحماني مکتب اساسي موضوع انسانيت ده نو په پورتني وروستي نيم بيتي کې هم د دوښمن وينې له تشدد پرته د الله تعالی سره د مينې او انسانيت په سبب څښي.
بې منته جام د زهرو څښلی ښه دی
نه هغه چې منت بار شي و کوثر ته
/منت/ عربي مصدرکلمه ده. د نيکۍ او احسان مانا لېږدوي. خو په خلکو کې د /سوال او زاري/ کلمو هم رديفه استعمالېږي. مثلاً: زاري او منت درته کوم چې شر مه جوړوه! البته په اصل مانا هم کارېږي. لکه: ولې
احسان او منت راباندې باروې، هرکار د الله تعالی د رضا په خاطر کوه!
احسان کول او احسان بارول، بېلې بېلې ماناوې لري. پيغمبر(ص) فرمايي. ژباړه: تاسې د احسان بدله په احسان سره ورکړئ!
د تصوف روح دا دی چې هرکار بايد د الله تعالی د رضا په خاطر وشي. د پيغمبرانو په ګډون د الله تعالی ټولو استازو د خپلو امتونو او خلکو سره احسان کړی خو احسان يې ورباندې بار کړی نه دی.
کله چې پيغمبر(ص) د کوثر له چينې جنتيانو ته اوبه ورکول پيل کړي نو پر دوی به احسان باروي نا، بلکې ورباندې کوي به يې .
رحمان بابا(رح) د /کوثر/ کلمه د ټولو نيکيو لپاره سمبول او د / زهرو جام څښل/ جمله د مرګ په څېر د زورور سختيو لپاره کنايه راوړې. يعنې که څوک له چاسره ډېره لويه نېکي کول هم غواړي خو نېکي ( منت ) به نه ورباندې باروي، چې دا خوی د انسانيت له سترو خويونو څخه دی. خوکه يو څوک د نيکۍ منت پر چا باروي بيا خو د مرګ په څېر د سختې سختۍ ګالل هم ښه دي. البته د انسانيت دغه ستر خوی په سترو انسانانو کې وي.
تا چې مۍ د خپلو شونډو ور په خوله کړه
طايفه دې د صوفيانو کړه مخموره
شونډې د وصال، نېږدوالي او د رضايت سمبول دی. نو تا (الله تعالی) چې د مينې د نېږدوالي او رضايت خوندپه صوفيانو وڅکلو نشه نشه شول.
ستا د خواب آلودو سترګو خواب راڅخه يووړ
شونډو دې لذت د مۍ ناب راڅخه يووړ
/آلوده/ د /آلودن/ له متعدي مصدر څخه وتلی مفعولي نوم دی. چې له نورو نومونو سره ترکيبېږي او د همهغو نومونو د ماناګانو په تعقيب مانا ورکوي. چې لامده شوي، ککړ شوي او متاثره شوي شي يا انسان ته وايي. لکه: دلته چې د/خواب/ نوم د /آلوده/ له مفعولي نوم سره يو ځای شوی او مانا يې له خوبه ډکې، په خوب ککړې، له خوبه متاثرې او په خوب لامدې سترګې ده.
د پښتو په اوسني شعر کې د دري د دغې شعري ترکيب پر ځای ښايسته پښتو ترکيبونه لرو لکه: [مړې يا خوبولې سترګې.] دغه ترکيبونه ښکلو سترګو ته د کنايې په توګه استعمالېږي چې سمبوليکه بڼه يې غوره کړې ده.
بې خوبه پاتې کېدل د مينتوب لپاره کنايه او خواب آلودې سترګې د ښکلا سمبول دی. رحمان بابا(رح) وايي: ستا ښکلا پخپله زه پر تا شيدا کړم. له شيدا کولو وروسته دې بيا د وصال او نېږدېوالي په لذت له ما څخه د خپلې سوچه مينې خوند او هر څه هېر کړل.
tand
