د ژوند د مشكلاتو حل لار (حكايت) ژباړن : جاويد اوربل
| سې شنبه, 26.02.2013, 03:53 PM | (116 لیدل شوی)
استاد صنف ته د يوه ګيلاس سره را ننوت . شاګردانو ته يې وويل چې د دې ګيلاس وزن څومره دى ؟ چا ويل ۵۰ ګرامه ، چا ويل ۱۰۰ ګرامه او چا هم هم ويل چې ۱۵۰ ګرامه . استاد وويل چې زه هم د ګيلاس تر اندازه كولو تر مخه څه نه شم ويلى چې دقيق وزن به يې څومره وي ، خو زما اصلي سوال دا دى چې د اوبو دا ګيلاس چې زه څو دقيقې داسې په هوا كې ونيسم نو څه به وشي ؟
شاګردانو وويل : هيڅ هم نه كيږي .
استاد وپوښتل : كه يو ساعت يې داسې ونيسم ، څه به وشي ؟
يوه زده كوونكي وويل : لاس به دې لږ لږ درد وكړي .
استاد بيا پوښتنه وكړه : كه چيرې د اوبو دا ګيلاس ټوله ورځ په لاس كې داسې په هوا ونيسم نو څه به وشي ؟
يوه شاګرد جدي وويل . لاس دې بې حسه كيږي ، عضلې به يې تر فشار لاندې راشي او خبره به دې تر روغتونه ورسيږي . شاګردانو وخندل .
استاد وويل : ډير ښه . نو په دې جريان كې د ګيلاس وزن تغير كړى دى ؟
شاګردانو وويل : نه
استاد خبرو ته ادامه ور كړه : نو د دې مشكل څخه د خلاصيدو لاره څه ده ؟ زه بايد څه وكړم ؟
شاګردان چې سربداله شوي ول ، يوې يې وويل : استاده د اوبو ګيلاس پر ځمكه كښيږده !
استاد وويل : بيخي ښه خبره دې وكړه . د ژوند د مشكلاتو هم همدا مثال دى . كه چيرې هغوى د څو دقيقو له پاره په خپل ذهن كې ونيسئ نو هيڅ خبره نه ده خو كه چيرې ډير يې په ذهن كې ونيسئ نو درد به درته ايجاد كړي .
او كه چيرې د نور ډير وخت له پاره يې په ذهن كې وګرځوئ را وګرځوئ نو فلج به مو كړي او بيا به د هيڅ كار نه ياست . د ژوند د مشكلاتو په اړه فكر كول مهمه خبره ده خو تر هغه لا مهمه دا ده چې هره شپه تر مخه له دې چې د خوب بسترې ته لاړ شو هغه بايد له ذهنه وباسو . له دې لارې د ژوند مشكلات مو تر فشار لاندې نه شي را وستلى او هر سهار به په خوشالۍ او له انرژۍ سره را پورته كيږئ . كه داسې وكړئ نو د ژوند له هر مشكل سره مخته تللى شئ او په ژوند كې به مو كامبيابه ياست .
( د ژوند د مشكلاتو ډك ګيلاس همدا اوس پر ځمكه كښيږدئ!)
tand

Comment