د افغانستان لپاره څوک ډیر خطرناکه دي، جنګسالاران که طالبان؟
| یکشنبه, 24.02.2013, 06:10 PM | (243 لیدل شوی)

په دې وروستیو لسیزو او په ځانګړې توګه تېرو څو کلونو کې د افغانانو په خولې د جنګسالار او طالبانو نومونه ښه پریمانه اخیستل کېږي، خو په دې تراوسه فکر نه دی شوی چې کومه یوه ډله په هېواد کې د ویجاړیدو، وژنې، فساد، د ځمکو غصب، د بې وزله افغانو د وژنې د قاتلینو څخه ملاتړ، په خپلو میلمستونو کې د جنګسالارو ساتلو کې په پورته توګه لاس لري. بله خوا د طالبانو په نامه د هېواد په کلیو، بانډو، ښوونځیو، مسجدونو او علمي مرکزونو کې ځانمرګي بریدونه ترسره کوي چې له امله یې کړیدلي او ځوریدلي افغانان وژل کېږي ټپیان کیږي. خو مسولیت یې په مستعار نومونو بېلابېلې ډلې له نامالوم ځای څخه پر غاړه اخلي. دا هم د تاسو لپاره د یادونې ده چې جنګسالاران کله د مجاهدینو په نوم او کله هم دیموکرات په نامه د حکومت په اساسو رګونو ګونډې وهي او د حکومت ټوله شیره زبیښي. خو ستره ستونزه دلته لیدل کېږي چې ولس په ځانګړې توګه نړیواله ټولنه هم په دې قانع ده، چې په افغانستان کې جنګسالاران شتون لري ولې هیڅوک یې نوم نه څرګندوي چې څوک جنګسالار او څوک مجاهد دی. یوشمیر شنونکي بیا وايي، یادې دواړې ډلې د هېواد لپاره ترخه واقیعتونه دي او وخت ناوخت یې خپل افغانان وروړنه د غم په ټغر کینولي دي. د ژوندون راډیو ټلوېویزون د افغانستان لپاره څوک ډیر خطرناکه دي جنګسالار که طالب ترنامه لاندې یوه مناظره جوړې کړې وه، په دغه مناظره کې د جمعیت طلبا د حرکت ګوند پخواني غړي مولوي عبدالرحمن هوتکي څخه وپوښتل شول، چې طالبان رواه دي کنه او کومه یوه ډله د افغانستان لپاره ډیره خطرناکه دي. په ځواب کې وويل: (زموږ د ټولنې د څو سوه کلونو د پیړیو هر ډله کې چې ناروا وي او هغه ناروا بولم. دا نه چې ټول ناروا دي. خو دا زه په څرګنده توګه وایم، چې طالبان روا دي. او ځانمرکي چې کیږي په حق دي.) بله خوا په دغه مناظره کې د سیاسي چارو شنونکي ښاغلي کوهستاني څخه وپوښتل شول، چې د اصلي جنګسالار تاریخچه څه ده، نوموړي په دې اړه وویل: (جنګسالار هغه کس دی چې خلاف د قانون یې وسله پر اوږه ایښې وي او په ټولنه کې دخپلو ګټو په موخه ترې ګټه پورته کوي.) د ژوندون راډیو ټلوېویزون مناظره کې جنرال عبدالوحد طاقت هم ګډون کړی، نوموړي د جنګسالاران تاریخچه داسې بیان کړله. (هغه څوک سیاسي قدرت له لارې واک ته ځان رسوي او هغه کسان چې پاکستان سره یې هوکړه کړې، چې که چیرې دوی واک ته ورسیږي، نو افغانستان به د پاکستان پنځمه صوبه شي. دغه کسان د حزب اسلامي، اتحاد اسلامي او جمعیت اسلامي ګوندونو څخه دي.) د سولې عالي شورا چې دا مهال په ډیر اساس مرحله ده کې ده او له حکومت څخه بهر طالبان دننه په حکومت کې جنګسالاران حاکم دي. نو د سولې د عالي شورا ته په کار ده چې دغه جریان مهار کړي.د افغانستان لپاره څوک ډیر خطرناکه دي جنګسالار که طالبان تر نامه لاندې د ژوندون راډیو ټلوېویزون په یاده مناظره کې د سولې د عالې شورا غړې هوا عالم نورستاني هم ګډون کړی و. په یاد مناظره کې له هوا عالم نورستاني څخه پوښتنه وشوه، چې که چیرې جنګسالاران محاکمه نه شي حاکمیت ته پرېښودل شي نو بالاخره دوی به وکولای شي چې سوله راولي. نورستاني وویل: (سولې عالي شورا له نوم څخه څرګندیږي، باید په دغه شورا کې د سولې خبرې وشي نه دې جګړې او د سولې عالي شورا خو نشي کولای چې څیړنه وکړي ترڅوک په جنایت ککړ دی. ځکه دا بهیر ګډوډ وی. بله خبره هم یادوم چې ډیره مهمه ده، د سولې د عالي شورا محاکمه هم نه ده، چې موږ یو کس محاکمه کړو، چې ته راشه تا په دې وخت کې هېواد وران کړی دی، افغانان دې بې ګناه وژلي دي.)په داسې حال کې دغه کسان یادې څرګندونې کوي چې په دې وروستیو څو لسیزو کې په افغانستان کې د څو مخالفو کړیو او د پریدو په لمسون د جنګسالارانو ترمنځ داسې ناخوالې روانې دي چې خپلو هېوادولو ته یې د سر په کوپړی کې اوبه ورکړې.
سرچینه ژوندون راډیو ټلوېویزون
چمتو کوونکی: رحیم اللهtand
