Announcement

Collapse
No announcement yet.

د خاوند اومېرمنې ګډ مسؤليتونه / ژباړه : محمد&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د خاوند اومېرمنې ګډ مسؤليتونه / ژباړه : محمد&#



    د خاوند اومېرمنې ګډ مسؤليتونه / ژباړه : محمدابراهيم سپېڅلى

    | یکشنبه, 17.02.2013, 03:10 AM | (410 لیدل شوی)


    په دې اړه بېلا بيل بحثونه شوي دي، خو موږ په دې ليکنه کې غواړو، چې د دوى دواړو(ښځه او خاوند) مسؤليتونه په لاندې دريو برخو ووېشو.

    ١: د مېړه او مېرمنې ګډ مسؤليتونه

    ٢: د مېړه ځانګړې مسؤليتونه

    ٣: د مېرمنې ځانګړې مسؤليتونه

    الف د مېړه او مېرمنې ګډ مسؤليتونه


    ١: د ښځې او خاوند يو اوبل ته مقابل درناوى

    د مېړه اومېرمن يو او بل ته درناوى دمېنې، روحي سکون او د کلک کورني تړون لپاره ډېره ګټه لري، په دې اړه يو د بل شخصيت ته په درنه سترګه کتل، د يو اوبل د نظرياتو منل، له يوه اوبل سره د خپل فکر شريکول، د ګډ ژوندانه ټولي چاري په ښه ډول پرمخ بيايي.

    ٢: دښځي او خاوند ترمنځ مينه

    انسانان دنورو ژونديو موجوداتو په پرتله دلوړې عاطفې لرونکي دي، مينې ته اړتيا ددوى يوه تر ټولو لويه غوښتنه ده.

    هر يو له دوى څخه ليوالتيا لري، چې خپله مينه يو اوبل ته ښکاره کړي. ژوند بېله مينې هيڅ خوند نه لري. داسلام ستر لار ښود حضرت محمد (ص)فرمايلي دي:
    ((د خاوند داخبره، چې خپلي ميرمنې ته ووايي ته راباندې ګرانه يې او زه درسره مينه لرم، هيڅکله يې دښځې له زړه څخه نه وزي.))

    ٣: بخښنه

    په کورنۍ کې د غلطيو بخښل ډېره ګټه لري، دې ټکې ته نه پاملرنه کورنۍ او کورنى ژوند له اندېښنو اوخواشينيو سره مخامخ کوي او دکورنۍ له غېږڅخه اخلاص، صداقت او سکون په زړه تورۍ بدليږي. نو په کارده، چې د کورنۍ غړي په ځانګړي ډول مېرمن او خاوند د يو او بل پر غلطيو تله تېره کړي، چې ژوند يې له خوښيو ډک شي.

    ٤: مسؤليت منل

    په کورنۍ کې دنيکمرغۍ راوستلو لپاره خپل مسؤليت ته په درنه سترګه کتل خورا ارزښت لري. مېړه او مېرمن بايد تر ډېره پاملرنه وکړي، چې لومړى هغو مسؤليتونو ته اوږه ورکړي، چې په ځان کې يې د سرته رسولو توان ويني.

    په دوى دواړو کې،چې هره يوه ټاکل شوى مسؤليت قبول کړ، نو وروسته له دوى څخه هر يو مکلف دى، چې د خپلې کورنۍ د پرمختګ لپاره ورسپارل شوې دنده په سم ډول سرته ورسوي.

    که چېري خاوند او مېرمن د يو او دبل مسؤليتونه سره ګډ کړي، په داسي حالت بيا کورنۍ دلويو شخړو هسته بلل کيږي. په کورنۍ کې هر مسؤليت لکه د اولادونو روزل، کورني لګښتونه، دکورنۍ نظم اونور... پر خپل ځاى د ارزښت وړ دي، که چېرې په دې لار کې ټمبلي وشي، ډېر امکان لري، چې ټولنه کورنۍ له نه جبرانېدونکي ناورين سره مخامخ شي.

    ٥: اخلاق

    دانسان په ژوند کې تر ټولو مهم شى اخلاق دى، دهر چا په ځانګړي ډول له خپلې ښځي او اولادونو سره نيک اخلاق دانسان پر شخصيت ژوري اغيزې لري.

    ښه اخلاق دي، چې نه يوازې پرکورنۍ بلکي له کورنۍ څخه دباندې په ټولنه کې هم يو د شمېرستونزو ته لکه جدې کيدل، بې صبري، تريو تندى، پلمې لټول اونور... له منځه وړي .

    دخلګو سره په ورين تندي خبرې،زغم، په کارونو کې اخلاص، سلام اچول اومهرباني د ښو اخلاقو څخه ګنل کيږي .

    ٦: ښه ګومان

    په کورنۍ کې پر يو اوبل باندي باور د روښان راتلونکي لپاره لويه پانګه ده، د دې په مقابل کې بدګماني دکورنۍ سره ترڅنګ پر ټولنه باندي هم ناوړه اغيزه لري.

    بد ګومان انسان تل په دې هڅه کوي، چې په کورنۍ او ټولنه کې منفي اړخونه ولټوي او لکه اروايي ناروغ هميشه خواشينى وي.

    د هغه چا په کور کې به تل د غم بلا لنګه وي، چې د ژوند په ملګري پسې د بدګمانۍ څارکوي، دا ډول کسان د خپلې کورنۍ ترڅنګ په ټولنه کې هم د يوعالم ستونزو سره مخامخ او هيڅکله د ژوند پر ناخوالى برى نه شي موندلاى، ځکه نورو ته د شک په سترګه کتل په ژوند کې د ښو دوستانو له لاسه ورکولو مانا لري.

    داسلام څلورم خليفه حضرت علي کرم الله وجه په دې اړه فرمايلي دي، کله چې کوم څوک دبدګومانۍ په مرض اخته شي له هغه څخه خوښي او نيکمرغي تښتي.

    ٧: د نيمګړتياو سمون

    خاوند اومېرمنې ته په کارده، چې د يو اوبل دنيمګړتيا او عيبونو په وړاندي د توند چلند پر ځاى صميمي چلند غوره کړي، ځکه دا طبعي ده چې هر انسان ( نر وي اوکه ښځه ) له نيمګړتياوو څخه خالي نه دى. داسي ډېر څه شته دي چي د خاوند ورسره جوړه نه وي اويا هم دمېرمني ورڅخه بد راځي، نو په داسي وخت کې دواړه دخپلي کورنۍ د بقاء لپاره سترمسؤليت لري، چې په ژوند کې د زغم کلتور خپل کړي او په کراره، کراره د يو اوبل دنيمګړتياوو په اصلاح کولو کې هڅه وکړي.

    ٨: پاک لمني

    د په اسلامي کتابونو کې د شهوت په وړاندې مقاومت او ټېنګښت ته پاک لمنې وايي، د پاک لمنۍ په اړه زموږ دين نارينه او ښځو ته يو ډول لارښوونې کړي دي، خو له بده مرغه زموږ په اوسنۍ ټولنه کې په دې اړه تر ډېره د ملامتۍ ګوته ښځو ته ډېره نيول کيږي.

    پاک لمنې هغه لوړ اخلاق دي، چې يوه کورنۍ له بې باورۍ، روحي اوجسمي ناروغيو، بې شرمۍ، بې اتفاقۍ اونورو کرغېړونو ستونزو څخه يو مخ ژغوري اوپه بدل کې د کورنۍ غړو ته اروايي سکون، جرائت او پاک زړه وربخښي.

    ٩- د يو اوبل درک کول

    په کورنۍ کې د ډېرو ستونزو لويه ريښه، د خاوند او مېرمنې ترمنځ د يو اوبل له نه درک کولو څخه رازيږي. د خپلي مېرمنې د ستونزو درک او نرم چلند انسان له ډېرو نيکمرغيو سره ملګرى کوي، برعکس که کوم څوک خپله مېرمن اويا مېرمن خپل خاوند درک نه کړي، نو داسې مانالري لکه په خپله، چې د خپل ګډ ژوند د پرمختګ په لار کې غزي کري.

    که څوک غواړي، چې د ګډ ژوند بېړۍ د نېکمرغۍ ساحل ته په سم ډول ورسوي او نېک اولادونه ټولنې ته وړاندې کړي، نو ورته په کارده، چې د کورنۍ دواړه مشران( ښځه او سړى) د يو اوبل په وړاندې ډېر کوچني، کوچني نزاکتونه درک اوپه دې ډول په مخکي پرتې ستونزې له منځه يوسي.


    د خاوند مسؤليتونه
    ١- سرپرستي او مشرتوب

    نارينه دخپل عقل او جسمي غښتلتيا له مخي کولاى شي، چي په سم ډول د يوې کورنۍ د مشرتوب دروند پېټي ته اوږه ورکړي او ښځه لکه ګل د طوفان او تيز لمر طاقت نه لري.

    ښځه نه شي کولاى،چې دژوندانه درانه پېټي په يوازې سرتر منزل پوري ورسوي.

    د اسلام څلورم خليفه حضرت علي کرم الله وجه فرمايلي دي، ښځې ته د دې له شخصي کارونو څخه ماسوا نور کارونه مه سپارئ، ځکه ښځه دګلونو يوه ګېډۍ ده، نه يو اتل.

    د نارينه مسؤليتونه يوازي د کورنۍ په مادې اړخ پوري نه دي تړلي، بلکي دکورنۍ غړوته لارښوونه، دهغوى هميشنۍ روزنه، ښوو کارونو ته هڅول، له بدو کارونو څخه منع اوهمدا ډول نوري نيکي مشورې دنارينه له مهمو دندو څخه شمېرل کيږي.

    دلته يوه خبره د يادوني وړ ده، چې نارينه هغه مهال دکورنۍ په مشرتوب کې بريالى دى،چې د کورنۍ د ټولو غړو پر زړونو باندې پاچاهي وکړي، نه دا چې يوازي خپل ځان د درناوي وړ وګڼي او بس.

    ٢- دژوندانه لګښتونه چمتو کول

    په لکه څنګه، چې په کور دننه کې مېرمن د ټولي ادارې سمبالښت په غاړه لري، همدارنګه نارينه ته په کار ده، چې د کورنۍ د ټولو لګښتونو په پوره اخلاص اوږه ورکړي.

    نارينه ته نه ښايي، چې د کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو پرمهال د کورنۍ پر نورو غړو احسان واچوي او ورته ووايي، چې زه ستاسې لپاره ستړى هلاک يم، ځکه دا په کورنيو کې د هر مشر مسؤليت دى، چې د کورنۍ پر نورو غړو باندې بېله احسان اچولو خپل مسؤليت اداء کړي.

    ٣-د کورنۍ د نورو غړو هوسايي

    د کورنۍ ټول غړې د هوسا ژوند تيرولو لپاره د کورنۍ د مشر سخاوت او خلاص لاس ته اړتيا لري، که چيري دوى د خپل مشر لخوا تربېځايه سختۍ او بخيلۍ لاندي ژوند وکړي په اروايي او جسمي ناروغيو اخته کيږي.

    د کورنۍ غړي هوساو او د دوى د خوښي سره سم ژوند کول اسراف نه، بلکي دا د دکورنۍ د مشر لخوا يو ډول سخاوت دى خو په دې شرط چې د خپلي کمبلي سره سمې پښې وغزول شي.

    ٤- له تاوتريخوالي څخه ځان ساتل

    نارينه که څه هم د کورنۍ مشر بلل کيږي، خو دا مشرتوب په دې مانا نه دى، چې يوازي په (وکړه اومه کړه !) بسنه وکړي، بلکي د کورنۍ مشرته په کارده، چې د کورپه چارو کې د خپلې ښځې او اولادونو مشورې ته هم غوږ ونيسې. بېځايه ټينګار او خپلي خبرې ته سر نيول، په کورنۍ کې ستونزو ترڅنګ د ماشومانو پر اروا يې روزنه هم ناوړه اغيزه کوي .

    دغه ټکى تر دې کچې مهم دى، چې دايمان يوه برخه ګرځېدلې او داسلام ستر لارښود حضرت محمد (ص) فرماييلي دي، مؤمن د خپلي کورنۍ په خوښه خواړه خوري.


    دمېرمنې مسؤليتونه
    ١- د خاوند راز ساتل

    بايد هيڅکله دمېړه پټ رازونه له نور چا سره شريک نه شي،ځکه په دې سره پر ښځه باندې دمېړه باور له منځه ځي.

    همداسبب دى، چې ځينې خاوندان خپلو مېرمنو ته د زړه خبرې نه کوي اونه هم دکوم کار په اړه مشوره ورسره وي، ځکه بېريږي، چې سبا به د ده د راز په خبرو ټول کلى ډک وي.

    ښه خبره دا ده، چې د مېړه ډېر رازونه د زړه په صندوق کې پټ وساتل شي.

    ٢- د خاوند په کارونو کې بېځايه لاسوهنه

    د انسان په طبعت کې خپلواکي اغښلې او دښځو په پرتله په نارينه کې د خپلواکۍ روحيه خورا پياوړې ده.

    ښځې بايد تل دا فکر ونه کړي، چې د مېړه په کارونو کې د د دې هره لاسوهنه ګټوره ده، ځينې مهال دغه ډول خپلسري کړنې په کورنيو کې د لويو شخړو سبب کيږي.

    تر ډېره بايد هڅه وشي، چې مېرمن دمېړه په کارونو کې د هغه بېله اجازې مداخله ونه کړي.

    ٣- د کورنيو چارو سمبالښت

    که څه هم د حقوقو له مخې د کور سمبالښت (تدبير منزل) دښځې مسؤليت نه ګڼل کيږي، خو داخلاقي پلوه دغه مسؤليت ښځو ته ورکول شوى دى.

    د کور سمبالښت خورا مهمه دنده ده، خو يو شمېر هغه مېرمنې، چې ځان يې تش د کور په کارونو کې بوخت کړى وي، د کور سمبالښت ته سمه پاملرنه نه کوي.

    په اصل کې دکور مېرمن يوه داسې مدېره ده، چې خپل ټول کارونه او د کور سمبالښت ته د يوه لوى مسؤليت په سترګه ګوري.

    که تاسې د تاريخ پاڼې واړوئ وبه وينئ، چې د ډېرو مشهورو سياستوالو کسانو د مشهورتيا تر شا د يوې داسې مېرمن لاس دى، چې هغوى د کور په سمبالښت کې ځانګړى مهارت درلود او د کور سمبالتيا يې خپله اساسي دنده ګڼي وه.

    ٤- د کورنۍ حريم او ارزښتونو ته درناوى

    د مېړه په وړاندې د ښځې تر ټولو ستر مسؤليت دادى، چې د خاوند د ټولې کورنۍ د استازي او ناموس په حيث په خبرو او عمل کې د کورنۍ د حريم او ارزښتونو ساتنې ته تل ژمنه واوسي.

    همدارنګه مېرمنو ته په کارده، چې د معنوي ساتني ترڅنګ د خپل خاوند شتمني هم په بېځايه سينګار برباد نه کړي اود اسلامي حجاب په مراعتولو د ټولي کورنۍ عزت وساتي.

    له ګرداب ورځپاڼې څخه په مننهtand
Working...
X