Announcement

Collapse
No announcement yet.

پـــه مورنۍ ژبـــه زده کړې غواړو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پـــه مورنۍ ژبـــه زده کړې غواړو


    پـــه مورنۍ ژبـــه زده کړې غواړو
    | شنبه, 09.02.2013, 09:41 pm | (26 لیدل شوی)

    د غونډې د برخوالوپرېکړه ليک
    د ۱۳۹۱ل کال د سلواغې پر (۲۱) نیټه په کابل کې د نن ځوانانو د مدني ټولنې په نوښت د هیواد زيات شمېر مدني ټولنو، ليکوالو، د ځوانانو ټولنيزو سازمانونو او کلتوري ټولنو ګډه غونډه وکړه، په دې غونډه کې (په مورنۍ ژبه زده کړې) لکه څنګه چې دي، د هر انسان او هر افغان اساسي حق وګڼل شو او د دې حق پر تر لاسه کولو ټينګار وشو. د غونډې برخوالو په خپلو ويناوو کې له ټولو اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې تر دې زيات دې پښتانه افغان ماشومان له خپل دې خدايي حقه نه محروموي او د هغوی حقوقو ته دې درناوی وکړي. برخوالو د غونډې په پای کې دغه لاندې پرېکړه ليک تصويب او صادر کړ:
    ۱- په مورنۍ ژبه زده کړې د هر افغان او هر پښتون حق دی، دولتي چارواکي او اړوندې ادارې بايد د افغان ولس دې حق ته درناوی وکړي او د دې حق په اعاده کې ولس ته خپل مسوليت ادا کړي.
    ۲- په مورنۍ ژبه زده کړې کوم تعصب نه دی، بلکې د هغې پر وړاندې ودرېدل تعصب او توپيري چلند دی. موږ د افغانستان په هر ګوټ کې د هیواد ټولو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د لیک لوست د زده کړې جدي غوښتونکي یو.
    ۳- موږ د پوهنې وزارت له چارواکو غوښتنه کوو تر څو د هیواد د اساسي قانون او نورو ټولو قوانینو پر اساس د هیواد ټولو اوسېدونکو ته د متوازن معارف زمینه برابره کړي، نه چې پښتانه دې بې ښوونځي او یا په خیمو کې وي او نورو ته دې د ښوونځي لپاره ښکلې مجهزې ودانۍ جوړې وي.
    ۴- موږ په کابل او د هیواد په نورو ټولو ولایتونو کې د پښتنو لپاره جلا لېسې او ښوونځي غواړو چې د مورنۍ ژبې د حق د اعادې لپاره همدا تر ټولو غوره لاره ده.
    ۵- په حکومت کې پښتانه چارواکي بايد نور د غفلت له خوبه راويښ شي، لکه څنګه چې نور افغانان په مورنۍ ژبه د زده کړې حق لري، دوی هم بايد پښتانه، نورستاني، ازبک، بلوچ او پشه یي ماشومان له دې حقه برخمن کړي، زموږ ټولنې په دې اند دي چې له ښوونځي څخه د مورنۍ ژبې ایستل، د ماشوم د ایستلو په معنی دي.
    ۶- که زموږ د ټولو ماشومانو لپاره د ښوونځیو په ټولو برخو کې په تدریج سره د دواړو رسمي ژبو د ګډ تدریس موضوع په دقت سره په پام کې ونیول شي، دا به پایله کې د هیواد په هر ګوټ کې افغان ماشومان په دې وتوانوي چې په دواړو رسمي ژبو لیک لوست وکړای شي. دا ټکی د هیواد د ملي یووالي په ټینګښت کې پوره ارزښت لري.
    ۷- د پوهنې، لوړو زده کړو له وزارتونو او نورو تعليمي او تحصيلي مرکزونو څخه هيله کوو، چې د مورنۍ ژبې د زده کړې لپاره د اساسي قانون او نورو مدني قوانينو احکام پلي کړي.
    ۸- د مورنۍ ژبې د زده کړې تر څنګ موږ په دولتي ادارو کې هم د پښتو ژبې د پوره حقوقو غوښتونکي يو. د افغانستان اساسي قانون د پښتو ژبې حق تثبيت کړی، خو د ځينو دولتي چارواکو له خوا په ډېرې سپين سترګۍ سره د اساسي قانون احکامو او د پښتو ژبې حق ته په نه سترګه کتل کېږي.
    ۹- موږ په ټولو دولتي ادارو کې د پښتنو د نفوس په انډول د پښتو ژبې حق غواړو، له نورو ژبو سره نه کينه لرو او نه دښمني، خو د خپلې ژبې پر وړاندې بې تفاوتي او تبعيضي چلند هم نه شو زغملای.
    ۱۰- موږ په هیواد کې د ننه او بهر له ټولو ټولنیزو او کلتوري سازمانونو او له رسنیو څخه هیله کوو چې په دې برخه کې د ښه پوهاوي او ماشوم ته په مورنۍ ژبې د زده کړې د ارزښت او حق په برخه کې د خپلو تبلیغاتو له لارې هلې ځلې وکړي.
    Now you're just somebody that I used to know.

  • #2
    der kha
    daseu haley zaley derey mohim di zaka che da pashto jabey yawaziney hila afghanistan dey ka dalta hum pashto ta pam una shi no bya pa makh da narhai da pashto jabey da dalasey hum zaye neshta
    pakistan ke makhta na pashto pa likalo aw lwastalo ke wraka shawi da

    Comment


    • #3
      Originally posted by badlun View Post
      der kha
      daseu haley zaley derey mohim di zaka che da pashto jabey yawaziney hila afghanistan dey ka dalta hum pashto ta pam una shi no bya pa makh da narhai da pashto jabey da dalasey hum zaye neshta
      pakistan ke makhta na pashto pa likalo aw lwastalo ke wraka shawi da
      دا څه ګډی وډی وی .
      تا پشانته ټپوسان په پښتو څه کیی
      ته ورشه دله توب کوه ته په هماغی کښی ښه یی

      Comment


      • #4
        dala tob ta kawey che pakhtana noor hum pa sha bozey,,da talibano tapusano bande ye mrhey ghwakhey khwarey ....pa tola narhai ke sharmedaley qam trena jorhawey...jahilan,,,
        za warla zhwand ghawarham,,khushali,,parmakhtag,,wada,,,che da narhai da noro qamuno sara syal shi...na che dagha ghat gerey zaliman pe ghasib wi ...

        Comment


        • #5
          Originally posted by Badlun View Post
          dala tob ta kawey che pakhtana noor hum pa sha bozey,,da talibano tapusano bande ye mrhey ghwakhey khwarey ....pa tola narhai ke sharmedaley qam trena jorhawey...jahilan,,,
          za warla zhwand ghawarham,,khushali,,parmakhtag,,wada,,,che da narhai da noro qamuno sara syal shi...na che dagha ghat gerey zaliman pe ghasib wi ...
          write in pashto mr slave.

          Comment


          • #6
            da darta kuma zhaba khkari khan saib,,,,pashto darta likam da peryano zhaba na likam

            Comment

            Working...
            X