Announcement

Collapse
No announcement yet.

قدآور خټک / خان زمان کاکړ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • قدآور خټک / خان زمان کاکړ



    قدآور خټک / خان زمان کاکړ

    | پنجشنبه, 07.02.2013, 02:28 AM | (75 لیدل شوی)

    د اجمل خټک د مقام د تعين لپاره له اجتماعي ژوند او نفسياتو سره د هغه د فني ربط څېړنه څرګندوي، چي ددې ربط په شا نه يوازي يو بې مثاله تخليقي قوت موجود دی بلکې له دې سره يو مضبوط سياسي شعور هم کارفرما پاتې دی، له قامي سوال او مسايلو سره د هغه وابستګي ددې سوب شوه چي د هغه او ټولنې ربط مسقيم او مستحکم کړي، په لومړي ځل په پښتو ادب کي خوره وره ترقي پسندي په دې سړي کي په يو سيسټماټکه بڼه راڅرګندېږي، په لومړي ځل په پښتو ادب کي پښتون قوميت له پراخ بېن الاقواميت سره ددې سړي په شاعري کي په ډېره څرګنده توګه پېوند ليدل کېږي او په لومړي ځل په پښتنو کي شاعرانه مزاحمت تنظيمي فعاليت ته يو ډګر جوړوي. ښاغلی افراسياب خټک وايي "دا د غيرت د چغې اثر و، چي پښتون سټوډنټس فيډرېشن ترې ساز شو". ددې کتاب دا اهميت به هم په تاريخ کي محفوظ پاتې وي، چي هم امريت او هم شهنشاهيت بنديز ورباندي لګولی و. اجمل صاحب ټول عمر يو رښتيني دانشور او حقيقت پسند شاعر پاته شو او کله يې هم له دې منصب سره خيانت نه دی کړی.

    فېض احمد فېض ليکي: " زموږ يقين دیچي هر سنجيده ليکونکی کمټمنټ لري، د هغه له خپل ذات او فن دواړو سره وابستګي وي. هغه چي له خپل ذات او فن سره کومه وفاداري لري، پکار ده چي تر سره يې کړي. د موقع پرستۍ څرګندونه به نه کول وي. د څو سِکو په عوض خپل فن او نظريه بايد خرڅه نه شي. له خپلو مشاهدو او تجربو سره بې وفايي پکار نه ده او نه مصلحت آمېزه رويه خپلول او نه کوم بهرنی فشار منل پکار دی. ليکوال د خپلې خاورې او خلکو وفادار وي. هغه د خلکو دوست، د هغوي دانشور او لارښود وي. د هغه فريضه دا ده، چي خلک دجهالت، توهماتو، فرسوه رواياتو او تعصباتو له تيارو بهر را وباسي او د علم او دانش رڼاوې ورپه برخه کړي. د ليکوال فرض دا هم دی، چي خلکو ته له جبر نه د آزادۍ په لور او له مايوسۍ نه د امېد په لور تلونکې لار وروښيي".

    هم دا پورتني لوازمات د اجمل صاحب د شاعرۍ خصوصيٍات دي، هم دا د هغه د فني روايت او رويې بنيادونه دي. د سياستدان او اديب اجمل خټک د تفريق په سرخوږي اخته ذهنونه په ګرانه اصلي اجمل خټک منکشف کولی شي. د شخصيت د پېچيدګي او تنوع له حقيقت څخه بې خبر څوک نه شي کولی، چي د ژوند او فن پېچيده او متنوع حقيقتونه درک کړي. رښتيا خبره دا ده، چي د اجمل خټک په شاعري کي موجود توانمن شعريت ته تومنه د هغه توانا سياسي شعور مهيا کړې ده. د اجمل صاحب د شعريت په پرورش کي د هغه د طبقاتي او سياسي سوچ بنيادي کردار دی، هم دا دوې حوالې په خپل يو خاص امتزاج د هغه په ټول ادبي سفر کي کارفرما پاته شوي دي. په ادب کي طبقاتي او قامي سوچ پروپېګنډه ګڼونکو اديبانو ته پکار ده، چي د اجمل صاحب په صفتونو خپل وخت ضايع نه کړي، د يو ټي وي سکرين او کلتوري پروجيکټ په لالچ مروج منافقانه روش بايد پای ته ورسول شي.

    کله چي پاکستاني حکومت ۲۰۱۱م کال د فېض احمد فېض په نوم ونومولو، نو د اردو ژبي يو ليکوال ليکلي و، چي هغه خلکو چي ټول عمر يې د فېض پر فکر او نظريه لعنت وئيلی و اوس به لوی لوی فېض شناس جوړ شي. همداسي وشو، همداسي له اجمل صاحب سره کېدی شي، همداسي کله کله د ټي وي مخ څرګندوي.، د رياست، سياست او ادب د اين جي اوز فطرت به اوس نور ډېر قدآور نومونه د ټرېډ مارک په توګه استعمال کړي، که اين جي اوز د امن د پراجيکټ په نوم مشاعرې اعلان کړي، د ترهګرو حامي ذهنونه به پکي د باچاخان او امن ترانې زمزمه کړي. زه داسي افغانيت مخالف خلک پېژنم، چي په مشاعرو کي د داد د وصولولو په خاطر د افغانستان اوږدې اوږدې ترانې وايي. اجمل صاحب داسي سړی و چي ټول عمر د منافقت ددې قبيلې او قبلې په متضاد سمت کي فعال پاته شو، چي څه يې ليکلي هم هغه يې عملاً کړي. د اجمل صاحب په شاعري کي د افغانيت رنګ دومره څرګند دی، چي د مستعمرې خاورې زيات شاعران نن هم د آزادۍ الهام ترې اخلي. په "از ضياء روح افغاني بترس" نومي نظم کي د علامه اقبال د عظمت اعتراف په داسي توګه کوي، چي د افغانيت عظمت ته درناوی پکي بنيادي محرک ښکاري، ځکه چي اقبال نه يوازي د افغانستان عظمت ته درناوی درلود بلکې په دې عظمت پوهېدو هم... اقبال د افغان پېژندنې يوه موثره حواله ده، د خپل دور دې دانايې راز په خطه کي د افغانستان د سټرېټجک موقعيت د ارزښت راز په ډېرو درنو الفاظو څرګند کړی دی. پاکستان د عظمت لوټونکي رياست په توګه د اقبال د عظمت په لوټلو کي هم پنځه شپېته کاله صرف کړي دي، پاکستان اقبال تخريب کړ، پاکستان ساينس، دانش، فن او جماليات تخريبوي. "از ضياء روح افغاني بترس" د اجمل صاحب په شهکارو نظمونو کي راځي، د اقبال په حواله په خپل رسا فکر هغو جارحانه ذهنونو ته نېغه لار په ګوته کوي چي بې د اقبال د څه مطالعې د رياستي پروپيګنډې په ضد اقبال دښمني ته پارېدلي دي. د اقبال له نظرياتو سره اختلاف کېدی شي خو د هغه له لوړ شاعرانه قامت او دانشورانه حثيت څخه انکار به بې علمي وي. دا حقيقت په پام کي ساتل پکار دی، چي د اقبال او پاکستان له يو او بل سره هيڅ تعلق هم نشته.

    که زه د خېبر سېوري کي د مړو غوندې اوده يم

    هغه وايي چي نه زه د تمامې ايشياء زړه يم

    زما په آبادۍ د ايشياء ټوله آبادي ده

    زما په بربادۍ د ايشياء ټوله بربادي ده

    زما بېدارېدو ته اقبال خپله ترانه شي

    زما د ننګ بڅري يې پوکلي چي لمبه شي

    زما د روح په پاکو تلوسو باندې پوهېږي

    دا ځکه خو زما رالړزېدو ته هوسېږي

    زما د قبيلو نفاق چي ويني نو خفه شي

    دَی ژاړي چي زما د وحدت سنګ پاره پاره شي

    دا خلک وو، دا د اجمل خټک تحريک و، دا خدايي خدمتګاران وو چي د قبيلو په تبر مات اندام اندام پښتون يې د قاميت سانچې ته د اچولو لپاره تاريخي مبارزه وکړه، د قبيلويت خونخوار سيټ اپ د پښتنو صلاحيتونه او انرجي په تورو خاورو لړلې ده . قاميت، پراخه او وسيع النظره جمهوري قام پرستي د يو څرګند روايت په توګه په شلمه پېړۍ کي د خدايي خدمتګار تحريک په شاعرانو کي دود شوه، خصوصاً د اجمل صاحب په شاعري کي دا روايت انتهايي مضبوط پاتې شوی دی، له خپلو تاريخي بنيادونو سره وابستګي، ترقي پسند رجحان، انساندوستي او جمهوريت پسندي د اجمل صاحب د شعري رويې او روايت تر ټولو نمايان توکي دي، له دې سره د معروضيت او ټولنيز نظام په حواله يو بې باک تنقيدي شعور د اجمل صاحب لار يوه داسي قطب ته ويسته، چرته چي په ترقي پسنده جهان بيني کي د بين الاقواميت هغه کوڅه راڅّرګندېږي، چي پکي مظلوم او مزدور انسانيت د عقيدې، جغرافيې او قبيلې له امتيازه ماورا په يو سټېج، يو سنګر، په يو سټېټس، سايز او سټېچر ولاړ دی.

    خوشال بابا وايي:

    څو دي وس رسي په لوی درياب کي ګرځه

    په وياله کي دي زوال وينم نهنګه

    د انساندوستۍ په لوی درياب کي ګرځېدونکي دې "نهنګ" ځان لازواله کړ، ځان يې د تاريخ د يوې موثرې برخې باشنده کړ، افاقي شو، تلپاتې شو، د مظلومو او مجبورو انسانانو په ذهنونو کي د تل لپاره مېشت شو.

    يوه تجربه ټول لري، په پښتنو کي چي د چا تر غوږ هم د طبقاتي مبارزې غږ تېر شوی وي، د هغه پر ژبه به د اجمل صاحب يو نه يو شعر ضرور اوښتی وي، يوه بله خبره درته وکړم، په پښتنو کي داسي خلک هم کم نه دي، چي د مارکسزم ليننزم په الف ب به هم نه پوهېږي، خو د اجمل صاحب د شعرونو په حوالو به پر کميونيزم او ترقي پسندي ليکچرونه ورکوي.

    د اجمل صاحب د ادبي او سياسي ژوند ابتداء له خدايي خدمتګارۍ څخه شوې وه او د باچاخان په جلسو کي به يې داسي نظمونه وئيل:

    اې پښتنو د مينې زېری واخلی

    ستاسو د بخت هغه سبا راغی

    چي د انګرېز يې دواړه ښکر مات کړل

    هغه بوډا پهلوان بيا راغی

    د هغه وخت يوه کيسه په خپل کتاب «کيسه زما د ادبي ژوند» کي داسي بيانوي: " پير صاحب د مانکي شريف امين الحسنات مرحوم هم په دې دوره کي د باچاخان سره و. زه به ددې دواړو سره په موټر کي ناست وم نو پير صاحب به چي زما نظم واورېدو او موټر کي به سواره شو نو باچاخان نه پرده کي به يې راته ووئيل خټکه! ته هم شېخ شوې (يعني د مشرانو قصيدې وايې) ما به دغه وخت ده ته جواب ورنکړو چي دَی مشر و او زه کشر. خو چي ورسته ورسره ډېر اشنا شوم او ازاد شوم او د هغه په آزاد طبعيت، روښانه ذهن او ارته سينه واقف شوم نو بيا مي ورته يوه ورځ ددې په ځواب کي ووئيل چي شېخان خو تيارخواره وي او د تيارخورو قصيدې وايي. زه خو د مېدان غازي يم او د يو داسي غازي اشعار وايم چي هغه ټول عمر پښتانه رابېدار کړي دي او د خپل وخت په ټوله دنيا کي د ظالم جابر او استعماري قوت سره يې ټکر اخيستی دی، که شېخ داسي وي لکه زه نو زه په داسي شېخي فخر کوم. پير صاحب زما په دې ځواب خاموش او خوشال شو، ولي بيا به يې هم چي کله وليدماته به يې غازي وئيل".

    ددې غازي شاعر، غازي مبارز افکار تر ننه پورې د پښتنو اجتماعي نفسيات متاثروي، د درو نسلونو د ذهني پرورش تر څنګ په پښتو جديد ادب کي د جديد نظم ددې بابا مقام ډېر لوړ او اوچت دی، پکار ده چي په دې هکله نظرياتي تنقيد ته رجوع وشي او د روايتي ستاينليکونو په ځای د اجمل صاحب د اصل مقام تعين وشي. په هم دې طريقه په ادب کي د انحطاط مخه نيول کېدی شي او نوي فکري زاويې متعارف کېدی شي، ادبيات د فکر پر يو نوي محور راڅرخول غواړي، دا د نوي دنيا سره د ژوند کولو ضرورت دی. tand

    khanzamankakar.kakar@gmail.com
Working...
X