افغانستان او د سیاسي اکثریت تشه/ څېړندوی عبدالغفور لېوال
| شنبه, 02.02.2013, 01:45 pm | (9 لیدل شوی)
سیاسي اکثریتونه یا قومي ـ ژبني ـ مذهبي وي یا فکري (ګوندي ) او یاهم اقتصادي. کېدای شي نورډولونه هم ولري، خو هغه ډولونه یې په دې لیکنه کې ډېر د پام وړنه دي، بلکې دا لیکنه غواړي د افغانستان له یوې داسې نیمګړتیا څخه پرده واړوي، چې د راون کړکېچ یوه لویه برخه ریښې په کې خښې دي، دا نیمګړتیا په افغانستان کې د سیاسي ارادې د ګډې کارونې لپاره د یوه اکثریت تشه ده.
په افغانستان کې ولې سیاسي اکثریت نشته؟
له قومي پلوه د افغانستان لوی اکثریت (پښتانه) له بده مرغه سیاسي اکثریت نه دي، ځکه یوه برخه یې غرونو ته تمبول شوي او د داسې څه لپاره جنګول کېږي، چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي، جوړولو او بیا پخپله د دوی د انساني ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره په درد نه لګېږي. نړیوالې سروې ګانې ښيي، چې تر ټولو ډېر ټوپکونه د پښتنو په سیمو کې ډزېدلي او تر ټولو ډېر یې پښتانه وژلي دي.
یوه لویه برخه پښتانه په کلیو او لرې پرتو سیمو کې د بېوزلۍ، بې خبرۍ او محرومیت ژوند تېروي له ښوونځیو او پوهنځیو څخه لرې پاتې دي، له مدني حقونو بې برخې ساتل شوي او لویه برخه جغرافیه یې تر جګړې او وژنو لاندې ده. ځکه، نو ویلای شو چې د سیاستونو پر ټاکلو او تګلوري یې اغېز په هېڅ شمار دی.
په ښارونو کې لږ شمېرسوداګر، کسبه کار، لوستي او په اداري چارو بوخت پښتانه لاندینۍ ستونزې لري:
یا د سیاسي پېښو په اړه بې تفاوته دي او یاهم د پېښو پر وړاندې احساساتي فکر و عمل کوي، د معقول سیاست پر لاره روان پښتانه ډېر لږ او تیت و پرک دي.
تر ټولو ډېر همدا پښتانه دي، چې د خپل برخلیک د ټاکلو په اړه سره وېشل شوي دي، د ایډیولوژیکې، نظریاتي او پخوانۍ تړلتیا له کبله اوس هم په مجاهد، کمونیست، پرچمي، خلقي، افغانملتي، حزبی، جمعیتي، طالب او څه و څه سره وېشلي دي، د دوی پر وړاندې نورو لږه کیو په پوره هوښیارۍ تر خپلو منځونو دا پولې نړولې دي او په دې توګه یې له قومي پلوه د سیاسي اکثریت موازنه بدله کړې ده. پښتانه ګڼې نورې سیاسي ستونزې هم لري، ملي مشري یې رامنځته نه شوه کړای، داسې سیاسي ادرس لاهم نه لري، چې په ملي او نړیوالو سیاسي معادلو او تعاملاتو کې د دوی استازیتوب وکړای شي، د سرکار په باډۍ کې یې ونډه ډېره کمزورې او پاشلې ده، پښتانه اداري چارواکي یوازې افراد دي او لاهم کومه هماهنګه ملي ټولګه نه لري، ځکه خو په دې ډګر کې هم میدان ورڅخه نورو ګټلی دی.
افغانستان له فکري ـ ګوندي پلوه هم سیاسي اکثریت نه لري. د ګوندونو شمېر لسګونو ته رسېږي ، خو اغېز یې پر سیاسي بهیر هېڅ دی. هغه پخوانۍ پوځي ډلې چې اوس د حاکمو سیاسي ګوندونواکټ کوي، فکري محور نه لري او ټول سیاسي پروګرام یې دادی چې څنګه د سرکار په باډۍ کې خپله ونډه ډېره کړي، ډېرې څوکۍ راخپلې کړي، له څوکیو څخه پیسې، وسلې او زمکې وګټي او بیا ددې ګټو یوه برخه بېرته د واک د ساتلو لپاره وکاروي، په دې او هغه نامه له ګاونډیو یا لویو قدرتونو څخه ونډه ولوټي او خپل پوځي وهم ورعب ډېر کړي. د سیاسي ادبیاتو له مخې دوی ته ګوندونه نه شو ویلای، بلکې انحصاري ډلګۍ دي چې ځواک او واک یې یرغمل کړی دی. دغه ډلګۍ د خپل کاذب نفوذ د ساتلو لپاره یا پرخپلو پخوانیو ایډیولوژیکو جګړو تکیه کوي، یا قومي، سیمه ییز، ژبني او مذهبي اختلافات ددې لپاره ژوندي ساتي، چې دوی یې د ګټو د ساتونکیو په توګه خپل مشرتوب او کاذب استازیتوب ته دوام ورکړي.
داسې فکري، نظریاتي او سیاسي ـ ملي محور نشته چې ګڼ خلک پرې راټول شي او د یوه ملي معقول نهضت په جوړولو سره یو فکري ـ ګوندي سیاسي اکثریت جوړ کړای شي، چې د افغانانو د انساني ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره علمي ـ عملي پروګرام ولري او د هغه پربنسټ په دیموکراتیکه بڼه واک راخپل کړي.
افغانستان له اقتصادي پلوه هم سیاسي اکثریت نه لري. شل مېلیونران له ځواک ، واک ، وسلو او پېسو څخه پړسېدلي دي او هرڅه یې انحصار کړي، د ټول هېواد د پانګې اتیا په سلو کې هرڅه دهمدې شلونه تر پنځوسو مېلیونرانو په واک کې دي، د منځني اقتصاد خاوندانو، منځنيو چارواکیو، زمکوالو او وړو سوداګرو شمېر چې په پوره سخاوت ډېر وګڼئ، نو د ټول نفوس لس سلنه هم نه جوړوي، په دې توګه وینو چې د بېوزلانو، محرومو، وږیو، وزګارو یو لوی انساني اکثریت هاخوا پاتې کېږي، چې له بده مرغه سیاسي اکثریت نه دی، ځکه خپله سیاسي اراده نه شي کارولای او د وضعیت پر بدلون هېڅ اغیزه نه لري.
راځئ وګورو، چې په ملي سطحه د سیاسي اکثریت داسې تشه څه نادودې راپېښولای شي، بلکې راپېښې کړې یې دي؟
تر هرڅه وړاندې د یوه سیاسي اکثریت له ارادې پرته، یو ملي او خدمتګاره حکومت نه شي رامنځته کېدای. هر هغه حاکمیت چې د یوه لوی سیاسي اکثریت ملاتړ له ځانه سره ونه لري، نو یا کمزوری، مصلحت غوښتونکی، لړزانده او بې ارادې وي او یا هم ډېر ژر په یوه استبدادي جوړښت بدلېږي.
دویمه ستونزه داده چې پر وړو وړو سیاسي ټاپوګانو وېشلی ولس د بهرنیانو له لاسوهنو څخه نه شي خلاصېدای، همدا اوس ګاونډیان او هرهغه هېواد چې د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې لاسوهنې کوي، د وړو وړو سیاسي ډلګیو پر اخیستلو او پلورلو لګیادي، وړې او وېشل شوې سیاسي ډلې ددې لپاره چې ځان وساتلای شي، د بهرنیانو دام ته په اسانه ورلوېږي، د سیاسي اکثریت نشتوالي ګاونډیو ته جرئت ورکړی، چې دلته لسګونه تلویزیونونه ، راډیوګانې، اخبارونه او د خپلو ګټو ساتندویه کاذب شخصیتونه او ډلې وګوماري او ترستوني پورې د افغانستان پر ګټو ورننوځي.
درېیمه ستونزه داده چې دهر ملي کړکېچ (بحران) پرمهال ځوان نسل نه پوهېږي، چا ته ورشي او له چا څخه له کړکېچه د وتلو لار وپوښتي، همدا اوس که موږ پېنځه مېلیونه ځوان کادرونه ولرو چې افغانستان له اوسني کړکېچه راایستلای شي، نو پوښتنه دلته ده چې دوی چا ته ورشي او په کوم سیاسي اکثریت پسې ودرېږي؟
څلورمه ستونزه دا ده چې کوچنۍ ډلې د خپلو هویتي ارزښتونو، په ناطبیعي بڼه، دلویولو هڅه کوي او غواړي په دې توګه له ملي هویت څخه ووځي، د ملي هویت او ارزښتونو د بنسټونو له کمزورتیا سره ملت کمزوری کېږي او په دې توګه ددې زمینه له منځه ځي، چې هېڅکله هم سیاسي اکثریت رامنځته نه شي.
د سیاسي اکثریت تشه د خدماتو، طرحو او عمل په وړاندې د رايیو د ورکولو فرهنګ له منځه وړي او دپیسو، وعدو او ډارولو په وړاندې د رايې د ورکولو ټولیز عادت رامنځته کوي، تر دې وروسته خلک فکر کوي، چې دیموکراسي زورورو، پيسووالا او ثبات ماتوونکیو ته د رایې ورکولو په مانا ده.
دې ټولو ته په کتلو سره د ټولنپوهنې او سیاستپوهنې له نظره موږهمدا اوس د سیاسي مشروع اکثریت د تشې په تیاره کنده کې د سقوط په حال کې یو.
که ژر تر ژره د ملي ګټو او د افغانانو د انساني ژوند د شرایطو د ښه والي پر محور یو سیاسي اکثریت رامنځته نه شي او داهېواد له دې سقوط څخه ونه ژغوري، نو خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو. ...
دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې ده.
