Announcement

Collapse
No announcement yet.

اډیوکسټ، فرض او واجب

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • اډیوکسټ، فرض او واجب

    اډیوکسټ، فرض او واجب

    | چهارشنبه, 30.01.2013, 12:09 PM | (111 لیدل شوی)

    -د داسې استهزا (استيضاح) څه ګټه. ...؟
    -د کومې استهزا. ...
    -لکه دا زموږ. ...
    -څنګه بې ګټې. ...؟
    -عدالت او انصاف تر پښو لاندې شو.
    -پوه نشوم. ...
    -چې استهزا شو، چې بې باوره کړای شو، رتبه يې نوره هم لوړه شوه.
    -ځينو پنځه ګوتې خولې ته کړې، ځينو لږ وخوړه، ځينو ډېره، ځينې. ... ((هاها))
    -د بې عدالتۍ خبره نه ده، حصه بقدر جثه.
    -استهزا ته يې لار برابره کړه، زموږ لپاره يې يو تسلسل رامنځته کړ.
    -دا خو دموکراسي نشوه، اسلام د مساوات دين دی، دموکراسي پر برابرۍ ولاړه ده.
    -دموکراسي اکثريت ته ګوري.
    -دلته يې اقليت وړي.
    -اوس څوک اکثريت، اقليت ته نه ګوري، زور، زور دی، دلته دموکراسي، شريعت، کمونېزم ټول په زور راغلي په زور تللي.
    -مهم وېش دی، د وېش، تله کاڼی دی، دلته د هر چا خپله تله، خپل کاڼی دی، چې تله د چا په لاس کې ده، چې کاڼی له چا سره دی، هماغه برخې ټاکې.
    -استهزا داسې شی دی چې که وشي که ونشي ګټه يې څرګنده ده.
    -څرګنده نه، نغده ده.
    -خو سيد مذموم ظنين په چل ځان خلاص کړ.
    -امير صاحب مفته وخوړه. ...
    -ظنين ښه و، ملمستياوې، سوغاتونه يې غوړ وو. ...
    -امير صاحب بدماشي کوله.
    -بدماشي يې ونه چلېده.
    -اخر يې سر پر خط کېښوده.
    -څرنګه به يې نه اېښود.
    -د ګوډي لار پر ژرنده ده.
    -خو خوند يې ونګړ.
    -وخت کم و.
    -څه کم و. ...؟
    -ولسمشر پکې راودنګل.
    -ده همېشه خرابه کړې.
    -ولسمشر خو د ظنين مامله کې هم خواري وکړه.
    -خو دلته ځان، بېخي خولې کړ.
    -جنرال لحيم پکې ولاړ. ....
    -وردګ پور نلري. ...
    -غلام الله عليل نه یادوې؟
    -له استهزا وړاندې ډوب شو- ډز يې پر هيلۍ وکړ، غول د کارغه ولاړل.
    -جنرال روفي دې هېر شو. ...؟
    -وردګان د برطرفۍ لپاره په دندو لګېږي.
    -(...) ځان ټينګ کړئ.
    -... . هوښياره مرغۍ له غبرګو پښو لومه کې نښلي.
    -شحيم ذيغم ځان بېغمه کړ.
    -دده جثه بقدرحصه . ...
    -له جنرال لحيم سره زياتی وشو.
    -څه زياتی. ...؟
    -شريف سړی و، که نه. ...
    -پر جيب يې لاس نيولی و، چې جيب ساتي خاورې به وکړي ديدنونه.
    -دا يې هم کولای شوای.
    -خو ويې نکړل.
    -شرافت يې و.
    -ته سختې سوګتې ته شرافت وايې - نه دې دي اورېدلي: مال تر سره ځار، سر تر ناموس.
    -د امريکا سفارت يو تلفون کافي شافي و.
    -هغه خو و. ...
    - د ولسمشرۍ غونډو کې لحيم، شحيم او عليل هماغسې ببر ناست وي.
    -په خوند يې نه، په خرپ يې دي. ...
    -تېر په هېر- اينده ته فکر کوئ.
    -په فکر نه کېږي، د پلان، پاليسۍ، ستراتيژۍ او تاکتيک اړتيا ده.
    -درېغه واليان هم استهزا کېدای شوای. ...؟
    -په واليانو څه کوې. ...؟
    -والي له وزير غوړه ګوله ده.
    -څرنګه. ...؟
    -د ډېری واليانو عاېدات له وزيرانو لوړ دي.
    -د سرو داسې نورې مرغۍ هم شته.
    -لکه. ...؟
    -سلاکار وزيران.
    - مفته يې وخوړه.
    -خو که ولسمشر. ...
    -دا وړه خبره ده.
    -وړه نه ده، زموږ پر اوږه خپل ټوپک چلوي. ...
    -تر کاسه لاندې نيم کاسه - هم يې زړه کېږي هم يې ساړه.
    -بودجه کې يې زموږ ونه منله.
    -ته مې وزې وهه زه به دې روژې.
    -ځکه خو راتلونکې ته د پلان، تاکتيک، ستراتيژي اړتيا ده.
    -چې وخت بېخي کم دی.
    -تا د پلان او ستراتيژۍ وويل.
    -هو!
    -خبره کوه.
    -دا چې نور پر يو دوو نه کېږي - درجن، درجن.
    -دا څو ترې باسه خوار پړک دي. ...
    -په يوه وار يوولس دوولس. ...
    -امکان لري. ...؟
    -پيريانو ته غزنی څه دی.
    -دا خو ده.
    -خو وخت کم دی مقابله سخته. ...
    -دا ځل د بودجې د لګښت له اړې ځان نشي ژغورلی. ...
    -څو وزارتونه دې لست کې راځي. ...؟
    -تور لست کې. ...؟
    -هاها (خندا) لس دوولس.
    - بشپړ پکېج دی.
    -ښه ده چې بودجه يې نه ده لګولې.
    -په دې بايد ستایل شوي وای.
    -خو زموږ خپل مجبوريت دی. ...؟
    -دا ته څه وايې. ...
    -بجټ، سپما يې کړي. ...؟
    -د ډېرو رزق يې په لته وهلی.
    -د تا خوله پټه ښه ده. ...
    -وايي، څلور ترې منفي کړي، که وکيلان په دوو ډلو ووېشل شي؟
    -په دې به څه کوو. ...
    -دا زموږ په ګټه ده، د ستراتيژۍ برخه ده.
    -ډله يوه ده چې پر دوو برخو وېشل شوې - نه جنګسالار شته، نه مجاهد، کمونېست، نه د ژبې خبره، نه د سيمې، هدف يو دی.
    -خبره اوږده نشوه.
    -څومره چې اوږدېږي، قيمت لوړېږي.
    -ميډيا د درز او اختلاف خبرې کوي.
    -درز مرز- اختلاف مختلاف - بحران محران نشته، دا هر څه د لوبې برخه ده. ...
    -که جمع وي که منفي خو چې نرخ خراب نشي، د مارکېټ خيال وساتل شي.
    -يوه بله لار هم شته.
    -کومه لار؟
    -چې زړې دوسيې راواخلو.
    -کومې دوسيې. ...؟
    -لکه د ځمکو د غصب. ...
    -دا خو د څارنوالۍ، قضا کار دی.
    -قضا، څارنوالي په څه کې ده، موږ يواځې د خطر زنګ وهو. ...
    -هغه څنګه. ...؟
    -چې د غاصبينو شمېر وښيو، نومونه يې وانخلو.
    -دا به څوتنه وي. ...؟
    -دمګړۍ يو درجن نغد کابل کې.
    -زموږ يې هم د کابل په کار دي.
    -خو لږ په کرار، العجله من الشيطان.
    -ته وايې له رخصتيو وروسته.
    -نه رخصتيو کې.
    - څرنګه؟
    -دا چارې د رخصتيو دي، د چڼه وهلو.
    -اوس يې قيمت لګوه.
    -د سړي سر څو. ...؟
    -د وزيرانو پنځوس زره.
    -پنځوس څه.
    -ډالر، څه. ...
    -ما وې که افغانۍ ښيې؟
    -په افغانيو څه کېږي. ...
    -د ځمکو هغه. ...
    -له هغوی سره لږ احتياط. ...
    -دا ولې. ...؟
    - خورا خطرناک مخلوق دی.
    -پر موږ د چا زهر نه چلېږي.
    -د دوی منتر، اوده سخته ده، څيله به لګوې، جوګ به پخوې. ... د اړې به يې باسې.
    -د دواړو ايستو خبره پرېږده.
    -پوه نشوم.
    -چې د اړې دې وايستی، ګويا دا مارکېټ دې وتاړه، بزنس دې ختم کړ.
    -رښتيا دې وويل، چې ټول کار پر دوې روان دی.
    -د دوی کار هم پر موږ چلېږي.
    -د مخ او استر خبره ده.
    -د دوی خونديتوب پر موږ فرض دی.
    -زموږ ناز پر دوی واجب دی.
    »»»
    اډيو کې ځينې ټکي داسې دي چې سم نشوای اورېدای، موږ د سياق او سباق له مخې د هغو ټکو د سم تلفظ او ليک هڅه کړی - بيا هم ځينې ټکي داسې دي چې قاموسونو، ډکشينريو کې يې مانا ونشوای موندای - د ځينو هغه مانا دلته را اخلو:
    لحيم = غوښن، هډور
    شحيم = چاغ، چې وازده يې ډېره وي، پړسېدلی.
    مذموم = رټلی، غندلی.
    عليل = ناروغ، نيمګړی.
    له محور ورځپاڼې په منننې.

    له محور ورځپاڼې په منننې. tand

Working...
X