Announcement

Collapse
No announcement yet.

لویې او زړې ونې د ځمکې برکت دی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • لویې او زړې ونې د ځمکې برکت دی



    لویې او زړې ونې د ځمکې برکت دی

    | سې شنبه, 22.01.2013, 06:23 AM | (238 لیدل شوی)

    تاند- ساینسپوهان خبرداری ورکوي چې د نړۍ تر ټولو لویې او زړې ونې د مرګ او ختمېدو له خطر سره مخ دي. په ساینس مجله کې له خپاره شوي رپورټ سره سم، د نړۍ د ونو په باره کې د امریکا او استرالیا د پوهنتونونو تازه څېړنه ښیي چې که د لویو ونو ساتنې ته پام وانه وړي، دا خطر شته چې د ډېر عمر لویې ونې وچې او ختمې شي.

    د استرالیا د ملي پوهنتون استاد داوید لیندن مایر چې په دې اړه د سروې د ټیم مشر و، وایي چې د لویو او زړو ونو د ختمېدو نخښې د نړۍ په هر ځای کې لیدلای شو. لکه څنګه چې د هاتیانو او زمریانو غوندې لویو حیواناتو د پوپنا کېدو خطر موجود دی، د لویو ونو د له منځه تلو وېره هم ، په همدومره اندازه موجوده ده.

    د استرالیا د ملي پوهنتون او د امریکا د واشتنګټن پوهنتون محققانو د زړو او لویو ونو د مطالعې په سلسله کې د سویډن د ونو او ځنګلونو یونیم سل کلن ریکارډ کتلی دی او ورمعلومه شوې ده چې هغه لویې ونې چې له سلو تر درې سوه کلونو پورې عمر لري، د پوپنا کېدو له جدي خطر سره مخ دي. د دې سروې نتایج ښیي چې په نوره نړۍ کې هم لویې او زړې ونې د ختمېدو په حال کې دي. مثلا د استرالیا غرني ښون، د امریکا د جلغوزو زړې ونې او یا د کالیفرنیا د نښتر دنګې ونې د ختمېدو په حال کې دي. دغه مطالعه ښیي چې د نړۍ لویې ، زړې ونې د اقلیم د تودېدو او بدلېدو په وجه ، په زراعتي ځمکو باندې د ځنګلونو د بدلېدا په وجه، د اورونو په نتیجه کې او د لرګو د خرڅلاو په علت، مخ په ختمېدو دي.

    د لویو او زړو ونو په اړه تر سره شوې سروې کې لولو چې دغه ډول ونو په ځینو ایکوسستمونو کې شاوخوا دېرش فیصده مرغانو او حیواناتو ته پناه ورکړې ده. د دې ونو څانګې او سوړې د ژویو او الوتونکو لپاره ډېر ښه پناه ځایونه دي. دغه راز دې ونو ډېر کاربن زېرمه کړي دي، خاورې یې پیاوړې کړې دي او د سیلابونو مخه یې نیولې ده.

    د سروې ترسره کوونکي له نړیوالو غواړي چې د خپلو ځنګلونو لویو او زړو ونو ته د بې قدرۍ په سترګه ونه ګوري او په ساتنه کې یې برخه واخلٍي، ځکه دا ونې ځمکې او د ځمکې په مخ باندې ژوند ته ډېره ګټه رسوي. tand
Working...
X