احمد رشید: غرب باید د ناکامو هیوادونو په وړاندې خپل روش بدل کړي
| چهارشنبه, 02.01.2013, 01:42 PM | (777 لیدل شوی)
ژ
باړن: حکمت سروش
له احمد رشید سره د جرمنۍ مجلې شپیګل مرکه:
احمد رشید، د افغانستان د چارو له مخکښو متخصصینو څخه دی، یو وخت یې په دې ناکامه هیواد کې د امریکا د مداخلې هرکلی کړی و. خو د شپیګل سره په مرکه کې دغه پاکستانی ژورنالیست وايي چې د پرمختګ لپاره د غرب ماډل اصلاًغلط دی او باید بدل شي.
شپیګل: ښاغلی رشید، غرب به په ۲۰۱۴ کې له افغانستان څخه ووځي، دوی تر کومه حده ناکام شوي دي؟
رشید: زما په نظر، د دریمې نړۍ د هیوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره د غرب ماډل له ناکامۍ سره مخ دی. غرب په دې نه پوهیږي،چې له هغه هیوادونو سره څنګه چلند وکړي چې هیڅ ډول واک په کې نشته او د تجزیې له خطر سره مخ دي. د دوی هڅې په عراق او همدارنګه په افغانستان کې ناکامې شوې. دوی د دې وړ نه دي چې د دې سیمو ځايي اقتصاد پر پښو ودروې. نه یوسایډي او نه هم د جرمني نړیواله پراختیايي اداره GIZ د دې وړتیا لري چې په دې برخه کې یو څه وکړي. دوی یوازې موقتي کومک کوي، تر دې ها خوا هیڅ هم نه، په افغانستان کې د بیلیونو ډالرو باران وشو، خو هیڅ ډول موثریت یې نه لاره.
شپیګل: په دې ډول هیوادونو کې د پولې مرستو کمی نشته، نو بیا ولې د افغانستان غوندې یوه هیواد د جوړولو لپاره د غرب ماډل ناکام شو؟
رشید: دا به ښه وای چې خصوصي سکتور په پراخ ډول برخه اخیستې وای، د افغانستان غوندې غیر فعال حکومتونه سوداګرو خلکو ته اړتیا لري چې په خپل هیواد کې کلکې ریښې ولري او هلته پانګه واچوي. دوی کولای شي ثبات راوړي. خو له بده مرغه د امریکا او اروپايي هیوادونو ټولو پروګرامونه د خصوصي سکتور مانع شول، دې خصوصي سکتورونو کولای شوای د منافعو پر بنیاد پانګې واچوي.
شپیګل: احتملاُ دا به ډېره سخته وي، چې کمپنۍ دې ته تیاري کړل شي چې د افغانستان او سومالیا غوندې هیوادو کې پانګه واچوي.
رشید: بلې، زه له دې ستونزو خبر یم، خو زه باور لرم چې داسې تامیني صندوقونه، بانکونه او پانګه اچوونکې کمپنۍ شته چې د خپلې پانګې څخه یې پنځه فیصده د ریسکي یا خطرې ډکې پانګه اچونې لپاره بېل کړي وي. په هر صورت د افغانستان غوندې هیوادونو لپاره د یوې کاروباری طبقې جوړول تر ټولو زیات مهم دي.
شپیګل: امریکا هڅه کوي د خپلو پوځیانو تر وتلو وړاندې د طالبانو سره د خبرو په پیلولو یو سوله ییز چاپیریال رامنځته کړي، خو په دې کې لږ بریالي دي.
رشید: ښکاره خبره ده، امریکا هم د منځګړیتوب وړتیا نه لري، دا درس باید په قطر کې د طالبانو سره د خبرو له ناکامۍ نه زده شي، دلته به هم دا بهتره وي چې خصوصي سکتور راګډ کړل شي، لکه ځینې محترمې ادارې چې دواړې خواوې باور پر ولري، حکومتونه باید د منځګړیتوب کولو څخه خپله لمنه راټوله کړي. دمثال په ډول نړیوال سور صلیب له طالبانو سره زبردسته اړیکې لري. د سویډن کومیټې وکولای شول چې له پنځلسو کلونو را په دې خوا د طالبانو تر ولکه لاندې سیمو کې درې سوه مکتبونه وچلوي. سویډنیان باید له طالبانو سره نژدې پر روزمره بنسټ معامله وکړي، تر څو مکتبونه د نجونو او هلکانو لپاره پرانیستي وساتي. دغه سیمه ییز ابتکار کېدلای شي د ټولو هیواد په کچه په خبرو اترو او منځګړیتوب واړول شي.
شپیګل: ایا تاسو د یو بشپړه بدلون پیشنهاد کوی.
رشید: کاملاُ، غرب ته به ښه مشوره دا وي چې د ناکامو حکومتونو په وړاندې خپل روش بدل کړي. اوس مهال هیڅ ستر طاقت، نه شي کولای چې صحیح لارې چارې پیدا کړي، او د ناکامو حکومتونو شمېر په زیاتېدو دی، کټ مټ لکه یوه سیالي چې روانه وي. د لیبیا جنوب او مالي همدارنګه نایجریا د بې مالکه مځکې خوا ته پر لار روان دي. تر ۹/۱۱ وروسته جورج ډبلیو بوش او ټوني بلېر ژمنه وکړه چې دوی نه شي کولای نور ناکامه حکومتونه وزغمي، ځکه همدا کېدای شي ترهګرو ته په جنت واوړي. او نن؟ د دوی شمېره زیاتیږي، تېر کال یمن و، او دا کال جنوبي صحرا ده.
شپیګل: ستاسو وړاندیز څه دی؟ یو پوځي مداخلت نور نه شي کیدلای چې یو چاره و اوسي.
رشید: دا به ښه وای چې امریکا مالي ته یوه ډله لیږلې وای، چې د دولت او یاغیانو تر منځ منځګړیتوب وکړي. خو د سیاسي عمل ابتکار چیرې دی؟ امریکایان خپلې همېشنۍ توصیې جوړوې. دوی غواړي چې د یاغیانو سره د جګړې لپاره اردو وروزي، د امریکا ځانګړي ځواکونو لا له وړاندې هلته دي.
شپیګل: هغه ژمنه چې بوش او بلیر کړې وه، د افغانستان او عراق تر تجربو وروسته به دا ګرانه وي چې وساتل شي، کېدای شي امریکا په نژدې راتلونکي کې پوځي مداخلت و نه کړي.
رشید: امریکا د مداخلې یوازې یو ډول پېژنې او هغه پوځي ده. هر څه په را ایستلو وسلو اړه لري. موږ باید د اعمالو یو پراخه دایره پیاوړې کړو. او موږ باید زده کړو چې حوصله مند و اوسو.
شپیګل: خو ایا تاسو په ۲۰۰۱ کې په افغانستان کې د پوځي مداخلې هرکلی نه و کړی؟
رشید: هغه وخت ما فکر کاوه چې افغانان له طالبانو سره د مخ کېدو وړتیا نه لري، دوی له کورنیو جګړو ستړي ول، له ناکامیو ځوریدلي ول، په اقتصادي ډول تباه ول، په ملک کې ناامني اوج ته رسېدلې وه، له قحطۍ سره لاس او ګریوان ول. هند، پاکستان او ایران په افغانستان کې نماینده جګړه کوله. القاعدې له طالبانو سره مالي مرستې کولې، چې د دوی لپاره یې یوه پایه جوړه کړه. په داسې وخت کې د امریکا د پوځي مداخلې متبادل نه لیدل کېده، نو ځکه یې ما هرکلی وکړ، هو.
شپیګل: تاسو تل اعتراض کړی چې امریکا د عراق د جګړې په خاطر افغانستان هېر کړ، تر اشغال وروسته دویم قدم باید څه وای؟
رشید: ډېر اسانه، اقتصادي پرمختګ. کورنۍ جګړه ختمه شوې وه، طالبان هم نور نه ول. خو د امنیت راوستلو لپاره عسکر ضروری ول، دې موخې ته د رسېدو لپاره په هغه وخت کې، امریکا خپل ۲۰۰۰۰ سرتیري په افغانستان کې ځای پر ځای کړل، خو دا کافي نه ول، نو ځکه دوی هم امنیت افغان جنګسالارانو ته پرېښود. CIA له دوی سره جوړجاړی وکړ، او په دې کار سره یې د افغانانو مورال له خاورو سره خاورې کړ، ځکه دوی له جنګسالارانو کرکه کوله.
شپیګل: خو د دې هیواد د جوړېدو لپاره ډېر زیات بیلیونه ډالر لاړل ، په هغه پیسو څه وشول؟
رشید: په ۲۰۰۱ کې یوسایډ، د امریکا د دولت پراختیایي ادارې، چې د سړې جګړې پر مهال جوړه شوې وه، زه او ځینې نور ور وغوښتو، چې دوی ته په دې اړه مشورې ورکړو چې څنګه باید تر ۹/۱۱ وروسته د پرمختګ چارې ترسره شي. موږ ورته وویل چې په راتلونکو لسو کلونو کې امریکا باید د افغانستان لپاره هر کال پنځه بیلیونه ډالر اماده کړي، چې ددې هیواد د اقتصاد بیا پر پښو درولو لپاره کافي دي، د زېر بناوو په برخه کې دې پانګه واچوي، تعلیم او صحت دې بیاورغوي. د افغانستان غوندې د درېیمې نړۍ هیواد تر پنځه بیلیونه زیاتې نه شوای جذبولای، هغه مهال پنځه بیلیونه ډېرې کمې وې، ډېرې پیسې راغلې خو پر غلطو لارو ولاړې، لکه جنګسالارانو ته د لوټ لپاره ورکول. تر ډېر ناوخته پورې د زېربناوو د جوړولو په برخه کې ناکافي پانګونه کېدله، او همداسې د خودکفا اقتصاد او زراعت د جوړولو سره وشول. موږ وړاندیز کړی و چې په زراعت کې دې عمده پانګه اچونه وشي، ځکه چې افغانستان د کروندګرو ملک دی. خو تر ۲۰۱۰ پورې د زراعت لپاره هیڅ هم الایده نه شول. ریچارد هولبورک چې اوباما د سیمې لپاره ځانګړی استازی ټاکلی و، لومړی کس و چې په زراعت کې پانګه اچونه ورته مهمه و ایسیده.
شپیګل: اوباما د افغانستان په پالیسۍ کې ډېر شیان بدل کړل. د عسکرو شمېر یې زیات کړ او په عین وخت کې یې د له افغانستان څخه د وتلو تاریخ ۲۰۱۴ وټاکی. دا د امریکې بله تېروتنه وه.
رشید: دا تر ټولو ستره تېرو وه چې اوباما وکړه. اوس باید امریکا د دې تضمین وکړي، چې په ۲۰۱۴ کې افغانستان خپل ځان ته تر یوازې پرېښودلو وروسته ژر نه نړیږي.
شپیګل: تاسو په خپل ژوند کې، د دوو زبرځواکونو مداخله په سترګو لیدلې، روسانو تر شاه څه پرېښودل؟
رشید: روسانو د استعمارګرۍ رواج ته منعقد ول، دوی پر هیواد تېر وکړ او ډېر خلک یې ووژل. خو دوی د دې تر څنګ بندونه، د برېښنا دستګاوې، کوڅې او تخنیکي مکتبونه هم جوړ کړل. دوی کمونیستان ول او د افغانستان لپاره یې کټ مټ هغه لید درلودی، لکه سټالین او او لینن چې د روسیې لپاره درلود. پرمختګ کمونیزم جمع برېښنا رسونه ده، او نن؟ نن کابل خپله برېښنا له ازبکستان څخه اخلي، هرات یې له ایرانه او جلال اباد یې له پاکستانه ترلاسه کوي.
شپیګل: او غرب په افغانستان کې په میراث څه پرېږدي؟
رشید: امریکایان د استعمار رواج ته منعقد نه دي. امریکا راغله، افغانستان یې له طالبانو او القاعدې ازاد کړ، له حامد کرزي سره د یو انتظام سره راغله، غوښتل یې چې ټاکنې ترسره کړي او ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي. د بش ادارې له ډموکراسۍ پلي کولو سره لېونۍ مینه درلوده، دوی فکر کاوه چې یو ځل ډموکراسي راشي هر څه به پر خپل ځای سم شي. که نن د ۲۰۰۱ پر افغانستان د برن د کنفرانس له جوړونکو څخه پوښتنه وکړې، دوی به درته ووايي موږ باید د ټاکنو د تثبیت پر ځای، یو حکومت له اردو او پولیسو سره جوړ کړی وای.
شپیګل: تر وتلو وروسته، به بیا هم په افغانستان کې ځینې امریکایي پوځیان پاته شي، څومره باید پاته شي؟
رشید: امریکایان اټکل کوي چې له ۱۵۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ پورې پوځیان به له بېلا بېلو مرکزونو څخه د ترهګرو سره جګړه کوي. دا ما ته عراق را یادوي، چې امریکایانو غوښتل هلته ۲۰۰۰۰ پوځیان ځای پر ځای کړي، خو عراقیانو هغوی وهڅول چې له عراقه ووځي.
شپیګل: ایا تاسو فکر کوئ، چې همداسې یو څه به افغانستان کې هم پېښ شي؟
رشید: که چیرې افغان پوځیان همداسې امریکایان ووژني لکه په دې ورځو کې چې یې وژني، دا به ګرانه وي چې فکر وشي چې امریکایان دې په افغانستان د اوږد مهال لپاره پاته شي. او دوی به څه رول لوبوي؟ د هیواد د امنیت د ساتلو لپاره به کافي پوځیان نه وي. خو ایا امریکا ته به اجازه وي چې په افغانستان او پاکستان کې په بې پیلوټه الوتکو ترهګر ووژني؟ دا کولای شي چې په ګاونډیو هیوادونو کې حالات نور هم خراب کړي، او دوی کېدای شي افغانستان ته د خطر په نظر وګوري.
شپیګل: ایا طالبان به په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ وروسته یو ځل بیا مهم رول ولري، که څه هم د غرب خوښه وي که نه؟ ایا ملا عمر اوس هم لکه ۱۱ کاله پخوا د کاڼو د دور اسلامپالی دی؟
رشید: زه باور لرم چې طالبان د نورو ټولو ډلو غوندې له جګړې ستړي دي. ګویا دوی اوس په دې پوی شوي چې دا کورنۍ جګړه نه شي ګټلای، په ځانګړي ډول له کله چې ایران او هند خپل متحدین ساتي او د طالبانو پر وړاندې یې پیاوړي کوي. نو ځکه طالبان شمال ته ماته نه شي ورکولای. ایا دوی باید د ټول هیواد د نیولو موخه ولري، نړۍ به د ملګرو ملتونو په ګډون افغانستان ته شاه ور وګرځوي، تر هغه وروسته به د افغانستان لپاره نورې پیسې نورې نه وي، او کېدای شي، او دا به هغه څلور بیلیونه ډالر وي، چې غرب یې په توکیو کې د اقتصاد جوړولو لپاره د مرستې ژمنه کړې وه. طالبانو ته به ښه مشوره دا وي چې راشي په کابل کې له دولت سره تړون وکړي، ځکه چې د غرب پیسو ته همدا دوی لاس رسی لري.
شپیګل: خو د نن طالبان به په هیڅ ډول د پرون طالبان نه وي.
رشید: زه فکر کوم چې دوی جوړجاړي ته تیار دي.
شپیګل: تاسو حمیدکرزی له لسیزو پېژنی، د هغه په اړه نن څه فکر کوئ؟
رشید: هغه یو ځان پرست دی، خو همدارنګه یې په هیواد کې قومي وېش لا پسې ژور کړ. نه یې د فساد او نه هم د جرم په وړاندې مبارزه وکړه. نه یې هم عدالتي سیسټم جوړ کړی دی. هغه خپله رهبري شخصي کړله، او په دې سلسله کې هغه د خپل پلار غوندې دی. د هغه د پلار په ژوند کې په هیواد کې پاچا و، او هغه به د ستونزو په اړه له قومي مشرانو سره خبرې اترې کولې. پنځوس کاله وړاندې د واکمنۍ دا ډول ډېر عادي و، خو نن سبا دا خبرې نشته.
شپیګل: په ۲۰۱۴ کې به د افغانستان نوی ولسمشر وټاکل شي، کرزی نه شي کولای چې تر خپلو دوو دورو وروسته بیا ټاکنو ته ودریږي، د ده ځایناستی به څوک وي؟
رشید: د هغه له کابینې څخه یو کس، یو څوک چې دی باور پر کوي. په هر صورت دا به یو پښتون وي، که په هیواد کې په ۲۰۱۴ کې هم جګړه روانه وه، مسئلې به ستونزمنې شي. په ۲۰۰۸ کې کرزي په ټاکنو کې درغلي وکړه، ځکه چې زیات شمېر پښتون مېشتو سیمو کې جګړه روانه وه، او دوی و نه توانېدل چې رایه واچوي. که همدا ستونزه په ۲۰۱۴ کې هم رامنځته شي، له شمال څخه یو کاندید کولای شي اکثریت وګټي، په ۲۰۱۴ کې یو وسله وال اوربند ډېر مهم دی.
شپیګل: د نړۍ نوې راپورته کېدونکې ځواکونه هند او چین، له افغانستان او پاکستان سره پوله لري، هغه کوم فرصتونه دي چې دې وړو هیوادونو ته له دې همسایه توبه په لاس ورځي؟
رشید: ګاونډیان له لسیزو عادت شوي چې پر افغانستان خپل کنټرول وساتي. خو د پاکستان، له خپلې بنسټپالنې، ګڼ شمېر ترهګرو ډله ټپلو، او مخ پر ځوړه اقتصاد سره مخه نیول ګرانه ده. د دې همېشنۍ او تل زیاتېدونکې بدبختۍ د بدلون کیلې، له هند سره اړیکې ګڼل کېدای شي. هند به تر هغه چې پاکستان او د هغه مخفي ادارې او اردو په لسګونو زره وسله والو ته اجازه ورکوي چې په کشمیر کې د هند پر وړاندې وجنګیږي، پر دې هیواد باور و نه کړي او تر هغه چې دا هیواد د ۲۰۰۸ د ممبۍ د مرګوني برید غوندې تمه ولري.
شپیګل: ښکاري چې بله مداخله به اقتصادي وي نه پوځي، او اقتصادي چې دا خلبه د چین یا هند له خوا وي. ولې د پاکستان په ګټه نه ده؟
رشید: زموږ مشران دوامدارو مرستو خراب کړي، او له همدې امله دا سخته ده چې لاره بدله شي. پاکستان یو داسې چا ته اړتیا لري چې ولاړ شي او ووايي، بنسټپالنه بده ده او کپیټلیزم ښه دی. دا سیمه زبردست پوتنشیل لري. پاکستان کېدلای شي چې د منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژۍ د لېږد جال وګرځي، او دا کولای شي چې په ټوله سیمه کې بدلون راوړي. او یا هم هند کولای شي په پاکستان کې پانګه واچوی، کارخانې او نل لیکې جوړې کړي. پاکستان کولای شي چې انجینران، ډریوران، کاریګر ورکړي او له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره متحد شي. دوه ځله د نړۍ زبرځواکونو په افغانستان کې مداخله کړې او پاکستان له هغوی سره لوبه کړې، دریمه هغه به اقتصادي وي او موږ باید په دې کې برخه واخلو.
شپیګل: رشید صیب، ډېره مننه چې خبرې مو راسره وکړې.
مرکه: ګرهارډ سپورل tand
باړن: حکمت سروشله احمد رشید سره د جرمنۍ مجلې شپیګل مرکه:

Comment