Announcement

Collapse
No announcement yet.

khalak

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • khalak

    خلــــق
    فيروز افريدي ...خلــــق
    فيروز افريدي ...
    څه عجيبه غوندې بې مخه او بل شان شول خلق
    ښائي په زمــکه را نازل د بل اسمان شول خلق

    خوبـــــونه نه ويني بي خياله او بې سره ګرځي
    لکه چې روح ترينه وتلې وي بتان شول خلق

    اوس د هر چا ډار د خپل کور د ماشومانو کيږي
    په يو کاله کښې د يو بله بدګمان شول خلق

    د وخت بدلون به وي د تېرو زمانو په شان خو
    په نوي دور کې د تېر وخت په ارمان شول خلق

    نه بيړي پورې شوه او نه چرته دا نمر نيزه شو
    بې کراماته څوک شيخان او څوک پيران شول خلق

    زما يقين دے چې به هغه ورځ خالق رضا شي
    چرته دنيا کې که فيروزه انسانان شول خلق
    Last edited by Feroz Afridi; 12-26-2012, 08:15 AM.
Working...
X