ليک: فيروز افريدي
دنيا اوس د يو کلي په شان ده په يوه لمحه کې د انټرنيټ او اليکتروني اړيکو د لارې د دنيا هغه سر ته خبر رسيږي.
تيره اونئ په سوشل ميډيا فيس بک باندې د بي بي سي يوه د پښتو مرکه د ښاغلې ثنا الله يوسفزي سره راڅرګنده شوه چې مونږ ټولو واوريده او زما غوندې ډير ادب دوسته کسان ورته ګوته په خله شول.
ښاغلې ثنا الله يوسفزې څوک چې د هندي کشمير پښتون دے د بي بي سي په سټوډيو کې د يو چارواکي سره په خپله مورنۍ ژبه داسې ګويانه وو لکه د افغانستان يو لوئي ژبپوهان خبرې کوي.
د هغه د خبرو نه داسې بيخې نه بريخيده چې ګويا دا سړې د افغانستان د يو خاص پښتون ولايت يو باسيواده او ادبي شخصيت نه دے .بلکه هندي پښتون دے.
د خپلو خبرو په ترس کې هغه اوئيل چې په هندي کشمير کې 40 زره کسان اوس هم له په پښتو غږيږي .
اګر چې دا خبره ما ته د وړاندې نه هم معلومه وه چې په هندي کشمير کې څو کلي داسې دي چې هغه سوچه پښتو وائي او په خپلو کې رشتې هم ورکوي .
د دې سربيره هغوئي اوس هم په پښتونخوا کې خپلې د کورنيو سره ريښې لري او يو بل سره رشتې يعني ودونه هم کوي.
څو کاله اګاهو د بي بي سي يوې چارواکې ميرمن صفيه حليم هم په هند کې د پښتنو د ځائي ځائيګو او د هغوئي په احوال باندې يو دريالس پړاوه د ريډېو خپرونه او ورپسې بيا يو کتاب هم غالبا ليکلې وو.
هغې په هند کې تقريبا د 35 ميليونو پښتنو ذکر کړې وو چې دروند اکثريت ئې په خپله مورنۍ پښتو ژبه نه غږيږي.
پرته له دې په پنجاب پاکستان کې ما پخپله د جنرال حميد ګل نه اوريدلي وو چې په پنجاب پاکستان کې يو کروړ پښتانه اوسيږي چې پښتو ژبه ئې له لاسه ورکړې ده
هم دغه رقم په کراچئ کې ميشت پښتانه هم په لکهونو ميليونون کې شميرلې شي.چې درند اکثريت ئې پښتو ژبه وائي.
د پښتو ژبې او پښتنو بدقسمتي دا ده چې دا څومره زوړ تاريخ او چوپړ لري هغومره پښتنو خپلې ژبې له د نيشت برابر ارزښت ورکړې دے.
که زوړ تاريخ وځيرولې شي نو په هند او ايران هم د پښتنو باچاهئ او نوابائ تيرې شوي دي خو هيچا هم خپله مورنۍ پښتو ژبه د دربار او سرکار ژبه ګرځولې نه ده ،بلکه د نورو ژبو پردو ئې سرپرستې کړې ده
که د اوده نوابان وو که که د بوپال بيګماتې او يا د روهيل کنډ او حتي چې د هند په نورو برخو کې ميشت پښتنو حاکمانو د پښتو په پرتله د نورو ژبو سرپرستي کړې ده.
ډير لرې به نه ځو د پښتنو ازلي ټاټوبي افغانستان کې هم د پښتنو باچاهانو د پښتو ژبې په ارزښت نه وو خبر او په مقابل کې ئې د فارسۍ ژبې سرپرستي کړې ده او حتي چې په خپلو کورونو کې ئې هم په فارسۍ يا دري ژبه خبرې کولې.او لا اوس ئې هم کوي.
نن ماشاالله د پښتو هغه حال نه دے که هر څو هم د حکومتي سرپرستئ نه پښتو محرومه ده خو د نټ او سوشل ميډيا د کمال او اثراتو په برکت اوس پښتو ژبه له نوره هم په وده او پرمختګ کې ده.
خالص په پښتونخوا کې 400 د پښتو ژبې کتابونه تقريبا هر کال چاپ کيږي.
مونږ وينو چې نن د ډير وخت نه د هند او پاکستان د اردو او پنجابئ ژبې شاعران اديبان مشاعرو او سمينارونه ته تګ راتګ کوي.د اردو ژبې د پاره هر دواړه اړخه مسلمانانو او حتي چې هندوانو اردودانو بے کچه کار کړې دے او مسلسل په دې معامله کې سنجيده دي.
دا کار اوس هم روان دے.
د څو کالو راهسي د پنجابئ کانفرنسونه او سيمينارونه هم د پولې دواړه اړخ ته کيږي او د دې ځائي او د هغې ځائي پنجابي ليکوالان پکې برخه اخلي.
اوس د ښه شامته د افغانستان او پښتونخوا ترمنځ دا کار پئيل شوې دے او انشاالله چې نوره وده به هم ومومي
په عربې هيوادونو کې ميشت پښتانه هم ټولنې او تنظيمونه لري او خپلو پروګرامونه له شاعران اديبان او فنکاران راغواړي
چې دا دومره کارونه کيږي نو زما دا يو تجويز دے چې مونږ ولې د هند سره د پښتو ژبي د ودې ،روزنې او پالنې او پرمختګ سره سره د خپلو پښتنو وروڼو سره د دود دستور او کلتور د پرمختګ د پاره هم دغه شان د اديبانو شاعرانو او فنکارانو د وفود تبادله پئيل نه کړو.؟
او خپلو هغو وروڼو او نسلونو ته د خپلوۍ احساس ورکړو چې تاسو که په هر وطن ئې زمونږ د وينې او هوډ ئې او زمونږ پښتانه وروڼه ئې.
انګريز په هر وطن کې اوسيږي نو خپله ژبه ژوندئ ساتي.په افغانستان کې د دوئيم خليفي حضرت عثمان رضي الله تعالي د زمانے راغلې عربيان په بلخ او زوجان کې اوس هم له په عربئ غږيږي .
دا زمونږاو بالخصوص د افغانستان د حکومت فرض جوړيږي چې لکه د ايران حکومت (خانه فرهنګ ايران ( په شان د هند په ښاريو کې
کې هم فرهنګي مرکزونه خلاص کړي او د پښتو ژبې د روزني او پالنې هڅې وکړي.
د پښتو تيلويزيوني شبکې کولې شي چې په دې لړ کې دغه هندي ښاريو ته سره د اديبانو شاعرانو او سندرغاړو فنکارانو لاړ شي او خپرونې پئيل کړي.د پښتونخوا خيبر ټيلويزيون او د افغانستان شمشاد په دې حکله بشپړ کار کولې شي.
په دې اساس به هغلته ميشت پښتانه هم تشويق شي او د خپلې ورکې ژبې او فرهنګ سره به ئې مينه پيدا شي


Comment