Announcement

Collapse
No announcement yet.

متناسبه او متفاوته ډیموکراسۍ؟/ محمد حليم  

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • متناسبه او متفاوته ډیموکراسۍ؟/ محمد حليم  


    متناسبه او متفاوته ډیموکراسۍ؟/ محمد حليم فدايي
    | سې شنبه, 27.11.2012, 09:43 PM | (448 لیدل شوی)



    ښځې ګډېږي، ټلویزیونونه لوڅ فلمونه ښيي، خلک ښکنځل کوي، اسلامي قانون (په ځانګړي ډول) حدود او قصاص نه عملي کمېږي. ګډوډۍ زیاته شوېده، قانون نه عملي کمېږي، څه چې د زړه غواړي هغه کوه، ځکه چې دا ددوي په اصطلاح د ډیموکراسۍ زمانه ده، رښتیا هم ډیموکراسۍ یا ولسواکۍ همدې ته وايي؟!


    مخکی له دې څخه چې د ولسواکۍ په ارکانو، اصولو، ځانګړتیاوو او پر وړاندې یې په ګواښونو څه ولیکو، لازمي ده ووایم چې د نظام او حکومتونو ډولونو تدریجي ارتقا کړیده. ددنیا خلقت او په دې کې د آدم او بني ادم دنده ددنیا د امورو احسن تدبیر دی.


    سره له دې چې ملاییکه نوراني مخلوق، له ګناهونو پاک او منزه او تل د الله په تسبیح او تقدیس مشغولې دی او انسان به سره له دې چې په ځمکه کې فساد او وینه تویوي، د ځمکې د خلافت، واکدارۍ او کارونو تنظیم او تدبیر مسوولیت ور وسپارل شو. ددغه ستر کار لپاره د انسان لویه ځانګړتیا ((ددنیا د ټولو اشیاوو پوهه)) یا په بل عبارت ((علم)) و. نو د هر مقام لپاره ((د امورو د تدبیر، حکمت، رهبریت او مدیریت علم)) حتمي ده.
    کله چې انسان ته د همدغه ځانګړتیا پر اساس واک ورکړای شو، نو هغه له لاندې مشهورو لارو هڅه وکړه، خپل قدرت او واک ته مشروعیت ورکړي:
    دیکتاتوری: دجبر، اکراه، غلبي او زور حکومت
    خلافت: بیعت (لاس نیوی) د اهل حل او عقد او شرعی توافق له لاری ترڅو د استازو انتخاب شرعی شی او د نور ملت غاړه خلاصه شي. چې دا د څلورو خلیفه ګانو د خلافت په وخت کې رایج وو.


    بادشاهت: د وصیت او خانداني سلسلې د تدوام له لاری
    ولسواکۍ: د عمومي ټاکنو (انتخاباتو) له لارې
    د ولسواکۍ د نړیوال فورم پر اساس انتخابي ولسواکۍ اوس د ۱۹۲ هېوادونو څخه په ۱۲۰ هېوادونو کې مروجه ده چې د نړۍ د نفوس ۵۸.۲ سلنه تشکیلوي. په عین حال کې لیبرال ولسواکۍ په ۸۵ هېوادونو کې چې د نړۍ ۳۸ سلنه تشکیلوي، تمرین کېږي. ملګرو ملتونو په ۲۰۱۰ کال کې د سپټمابر ۱۵ نېټه د ولسواکۍ د نړیوالې ورځې په توګه و نوموله. زه غواړم پردغه څلورم ډول د حکومت لیکنه وکړم:
    د ولسواکۍ اساسی رکنونه دوه دی:


    قدرت: یعني د ولس د ارادي تمثیل وشي او قدرت د ولس له ارادې څخه پورته نه وي.


    مشروعیت: د ولس رايي ته مراجعه او ټولنیز عدالت پرته د ولس له ټولنیزي ارادي څخه ناممکن دی. په ولسواکۍ کې قدرت ته مشروعیت ورکول پر همدې شرط ورکول کېږي البته دا مشروعیت د عصر او شرایطو د غوښتنو سره متناسب او متفاوت وی.
    دولسواکۍ مهمې ځانګړتیاوي شپږ دی:
    قانونیت: ددولت، خصوصي سکټور او مدني ټولني ټول فعالیتونه د قانون مطابق تنظیمېږي، اجرا کېږي او د اړتیا په وخت کې نوي قوانین جوړ او پلي کېږي. هرڅوک د قانون پر وړاندی برابر دي.


    ازادۍ: هیڅ کله په هیڅ یوه ولسواکۍ کې ازادۍ مطلقه نه ده، بلکې مقیده ده او کله چې د قانون موضوع مطرح کېږي دا په خپله ازادۍ تر یوه برېده محدوده وي. په ازادۍ کې د بیان، مطبوعاتو، سیاسي حزبونو، تجمعاتو (غونډو) او په لنډ ډول مدني او سیاسي ازادیو موجودیت وي ترڅو دسیاسي اومدني رقابت مشارکت او انسجام باوري کړي. همدارنګه د دندو، وظایفو او مقامونو احراز د ازادې سیالۍ له لاري ترسره کېږي.


    ددریو ګونو قواوو تفکیک: ددولت ددري ګونو قواوو ((مقننه: ولسي جرګه او مشرانو جرګه چې قوانین جوړوي، اجراییه: حکومت چې د قانون په چوکات کې ټول اجراییوی او خدماتي دندې پرمخ بیایی، قضاییه: عدلی ارګانونه چې دیوه شخص او بل شخص ترمنځ، د شخص او موسسې ترمنځ، د موسساتو ترمنځ، او په لنډ ډول د حقوقي او حکمي شخصیتونو ترمنځ د ستونزو نهایی حل او فیصله کوي)). البته دا حتمي ده چې ددولت په توګه باید ددریو ګونو قواوو ترمنځ همغږۍ او همکاری موجوده وي. بلکې دا همکاري له دوو نورو سکټورونو لکه انتفاعي یا خصوصی سکتور او غیر انتفاعی یا مدني سکټور ترمنځ هم موجوده وی.
    مشارکت/ګډون: د پرېکړو څخه ټول اړخونه خبر وي، دهغوي نظر په کې شامل وي او له هغوی څخه مرسته وغوښتل شي.
    انتخابات/ټاکني: د منصفانه او عادلانه ټاکنو دایرول چې هیڅوک په هیڅ یوه شکل له رايي ورکولو او کارت اخیستلو څخه محروم نشي، حتي که ډېر کوچنی قوم یا ډله هم وي، باید له دغې پروسې څخه حذف نشي.


    استقلالیت/شفافیت: د ټاکنو تنظیمووونکي او دایروونکي اشخاص او موسسات باید ترهیڅ سیاسي، مذهبي، سمتي، ژبني، اقتصادي داخلي او خارجي فشارونو لاندې رانشي او په مستقلانه ډول پرته له ویري ټاکني ترسره کړي. دا ټاکني باید دومره شفاف او څرګندي وي چې هرڅوک ورباندې قانع شي. د عدم قناعت پر وخت حق ولري چې قانوني مرجع ته خپل شکایت وکړي او هغوی هم بشپړ استقلال د شکایت کوونکې قضیه و څېړي.


    ولسواکۍ څلور اصله لري:
    رضایت/خوښه: په دې مانا چې د زعیم، استازي، وکیل او مشر په ټاکنه کې ګډون جبري نه دی،اختیاري ده. اما ښه خبره داده چې ټول ګډون وکړي، ترڅو واک ته ښه مشروعیت ورکړای شي.
    اکثریت: دلته دهېواد ټول نفوس اکثریت نه ګڼل کېږي، د ټاکنو په شرایطو برابر وګړي او هغه وګړي چې په ټاکنو کې ونډه اخلي دهغوي ترمنځ چې چا ډېري رایی واخیستلي هماغه حاکم ګوند او چاچې کمې رايي واخیستلي هغه به اپوزیسیون یا مخالفه ډله وي.
    عدالت: هغه اصل دی چې په هیڅ حالت کې باید له نظره ونه غورځول شي. له هرچا سره په هره کچه عادلانه چلند، عادلانه اجراات، عادلانه قوانین، عادلانه ویش او عادلانه حکم ترسره شي.
    ټولنیز قرارداد (تړون): په دې مانا چې وګړي په ټولنیز ډول د یوه ځانګړی شعار او اجندا لپاره په خپلو کې تړون وکړي ترڅو ددوي غږ په ټولو ټاکنو، پرېکړو او پالیسيو کې څرګند وي. ولس د مسوولیت احساس ولري او په ټاکنو کې ګډون خپل یو مشروع حق او دا حق باید په مشروع ډول استعمال کړي.
    د ولسواکۍ پر وړاندې لاندي ۱۰ ګواښونه دی:
    ناسمه انګېرنه: داسې باور چې ولسواکۍ له اسلام سره په ټکر کې ده یوڅه تعمق او څېړني ته اړتیا لري. حاکم ګوند ته په ټوله نړۍ کې مشروعیت ازاد،منصفانه، عادلانه ټاکني او د ولس مجموعي اراده ورکوي. اما لکه څنګه چې مو پورته وویل چې ولسواکي د عصر او شرایطو سره متناسبه او متفاوته ده. نو په افغانستان کې ددې لپاره چې د حاکم ګوند قدرت مشروعیت پیدا کړي، له پورته شرط سره سره به داساسي قانون ۱-۳ مادې هم په نظر کې نیسي. یعني هیڅ یو قانون چې له اسلام سره په ټکر کې وي، نه وړانديز کېږی، نه به جوړېږي او نه به انکشاف ورکول کېږي. نو د افغانستان ۹۹.۹۹ سلنه وګړي مسلمان دي، اساسي قانون هم د نظام د مشروعیت لپاره د اسلام عقیده منبع او ماخذ ګرځولې ده او په ولسواکۍ کي سرونه شمېرل کېږي، نه عقلونه، نو بیا ویره له څه ده؟ زه باور نلرم چې د افغانستان مسلمان وګړي به داسې قوانین وضع کړي چې هغه له اسلام سره په ټکر کې وي.
    ناسم چلندونه: ډیری وګړي ولسواکۍ ته د غرب د وګړو د سلوک او چلند پر بنسټ ګوري او داسې انګیري چې دا د ولسواکۍ ستونزه ده یا ولسواکۍ اجازه ورکړېده. دا داسې ده لکه غیر مسلمانان چې اسلام ته د مسلمانانو د کړنو له عینکو ګوري. دلته باید ددواړو ځانګړتیاوو، اصولو او ارکانو ته وکتل شي. د یوه مسلمان عمل حتمي نه ده چې هغه به اسلامي وي، په همدې اساس دا حتمي نه ده چې غربیان یا هغه هېوادونه چې هلته ولسواکۍ ده، دهغوي هر عمل به د ولسواکۍ پراساس وی. ښځې له تعلیم څخه محرومول، دجهاد په نوم په مسجدونو کې بمونه الوځول، ماشومان او ښځې وژل، فساد او وژنه کول، په عامه ځایونو کې انفجارات کول، عامه شتمنۍ لوټول، اخلاقي فساد دا یوازي غیر مسلمانان نه بلکې مسلمانان هم کوي، لهذا دا باید د قضاوت محور نشي، بلکې د قضاوت محور اصول او ارزښتونه وګرځول شي. البته دا ډول کړني که د اسلام یا ولسواکۍ په نوم کېږي، دا ظلم او بي عدالتي ده.
    بیروني اصطلاحات: ډیری ځل په خپله د ډیموکراسي کلمه دهغو حکومتونو چې دا یی عنوان کړی وه، بدنامه شوي ده. یا ډیری خلک په خپله چونکې دا اجنبي کلمه ده، نوعام تصور دا پیدا کېږي چې دا به حتما کفر وي. په افغانستان کې ډیری کلمي، ایډیالوژي دهغوي د پیروانو له خوا ناسمې معرفي یا ناسمې تطبیق شوي. یا داچې ډیری کسان چې شراب څښي، بیهوده کارونه کوي، ښځې بربنډوي او یا نور غیر اخلاقی کارونه کوي، او ورڅخه پوښتنه وشي، نو وایی چې یاره دا خو ډیموکراسي ده! یا وایی زه ډیموکراټ یم!. چې دا په خپله د ولسواکۍ په اړه په عام ولس کې منفي ذهنیت او انګیرنه پیدا کوي. دا کارونه په هره ډیموکراسۍ کې بد ګڼل کېږي (البته ځینو هېوادونو کې استثناات شته، اما سره له استثنااتو یی ورباندي قیودات او قوانین هم وضع وکړيدی).
    عدم تدریجي تطبیق: بدبختانه په افغانستان کې چې هره ایډیالوژي حکومت کړیدی، یا معرفي شویده، تدریجي نه وه، بلکې انقلابي، وارداتي او چټکه وه. مخکښان یې ورباندې پوره پوهه نه ول، که پوهه ول په تطبیق کې یې ستونزه درلوده او که تطبیق یي ښه وو، مدیریت يي نشوای کولای او له بل پلوه له سواده محرومه او دودیزه ټولنه ددې لپاره اماده نه وه. دا عمل د انسان د فطرت او طبیعت خلاف دی او تل ولو که ډیره غوره ایډیالوژي هم وي، پر وړاندي به یې غبرګون تل منفي وي. حتي د اسلام احکام، فرایض او په ټوله کې قرآن کریم په ۲۳ کاله کې په تدریجي ډول نازل شویدي. ډیر شیان په تدریجي ډول حرام ګرځول شویدي. د انسان بچي په تدریجي ډول په پښو درېږي اما د حیواناتو بچې چې له موره پیدا شي، بیا سمدستي په پښو ولاړ وي.
    ټاکني په محدوده جغرافیا کې ترسره کول: جګړه، تاوتریخوالی، ناامني او په خاصو سییمو کې د لويي کتلي په لوی لاس محرومول په خپله د ولسواکۍ مشروعیت ترپوښتني لاندي راولي.
    دودیز او کلتوري خنډونه: ښځې او ځوانان زموږ د ټولنې لوی اکثریت دی، اما متاسفانه ددویزو او ناسمو رواجونو له امله دوی نشي کولای د انتخاباتو کارت واخلي، او یا په انتخاباتو کې ګډون وکړي چې دا هم د قدرت مشروعیت تر پوښتني لاندي نیسي.
    د ځانګړو قومونو تپل: ځیني بهرني هېوادونو د ځانګړو قومونو سره د خاصو علایقو پر بنسټ داسې کړنلاره نیسي ترڅو هغوي په یوه نه یوه ډول د قدرت په ګډۍ کینوي. دا په داسي حال کې ده چې په ولسواکۍ که هر څوک بشپړ حق لري چې په ټاکنو کې ګډون وکړي، اما د نورو حق ورباندي په زور یا په یوه نیرنګ او معامله خوړل د ولسواکۍ او د اسلام د اصل دواړو خلاف عمل دی.
    دبډایو او شتمنو وګړو واک ته رسېدل: دا یو ګواښ دی چې په داسې یوه ټولنه کې چې دډیموکراسي په اړه ناسمې انګیرني موجودي وی، غریبه وي، له سواد څخه محرومه وي، په خپل منځي تربګنۍ اخته وي، ویره ده چې د ولس ريښتیني استازي پاته او د زر او زور څښتنان واک ته ورسېږي.
    د قوي ريښتینو سیاسي ملي ګوندونو نشتوالی: زموږ د ولسواکۍ دا ډېره لویه ستونزه ده او همدا وجه ده چې دلته دحاکم او اپوزیسیون ګوند تفکیک ستونزمن دی او که چېري اړتیا پېښېږي چې معامله وشي، نو دا به له ګڼو وګړو سره کېږي، نه له حزبونو سره. چې دې ستونزي د قوانینو تدوین او تطبیق نه داچې ټکنی کړیدی، بلکي ناممکن کړیدی. دلته ستونزه داده چې هم د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره رقابت کوي، شعار او اجندا به یي هم له رقیب سره توپیر لیري چې بیا ناکام شي، نو هم هڅه کوي چې د نورو عنوانو (ملي مشارکت، ملي یووالی) لاندي د هغه رقیب تر شعار او اجندا لاندي ځان په سیاسي واک کې شریک کړي نو بیا د حکومت لپاره ستونزمنه شي چې د کوم شعار او اجندا پر بنسټ قوانین/ پالیسي جوړي او سیاست ونیسي. بیا همدا ډول ملي مشارکت او ملي یووالي د ملي تشتت او پر حاکم ګوند د بي باوري سبب کېږي.
    د متوازي دودیزو جوړښتونو موجودیت: موږ د رسمي قوانینو، موسساتو او سیسټمونو ترڅنګ عرفي ډولونه هم لرو. دغه عرفي سیسټمونه ددولت د دري ګونو قواوو ترڅنګ یو بله قوه ده چې د ولسواکۍ تطبیق ټکنی کوی.
    پورته ټول ګواښونه هم په ولسواکۍ باندي د ولس باور زیانموي او هم په ټاکنو کې د ولس ګډون کموي او نتیجه دا راووځي چې ولس بیا د ولسواکۍ پرځای د یوه بل بدیل په لټه کې کېږي.
    د ولسواکۍ ارزښت او اهمیت:
    لکه چې پورته وویل شول په ولسواکۍ کې سرونه شمیرل کېږي، نه عقلونه. که څوک غواړي چې سیاسي واک ته ځان ورسوي، ترټولو اسانه او غوره لار همدا ده چې د زور او زر څښتنان او یا نامعقول او ظالم حاکمان په کارتوس نه، بلکې په رايي له واکه لیري او هغه څوک واک ته ورسوي چې ددوي د ګټو، ارزښتونو او عقایدو ساتونکی وی او ددوی ستونزي حل کړي.
    په ولسواکۍ سالمه مدني او سیاسي سیالۍ پیل کېږي او داد وګړو په پوهه په ځانګړي ډول دسیاسي شعور په لوړولو کې ډېره مرسته کوي.
    په ولسواکۍ د حاکم او اپوزیسیون ګوند ترمنځ رقابت زغم، نوښت او نوو ایجاداتو او پالیسیو ته لار خلاصوي.
    په ولسواکۍ کې د اکثریت اراده تمثیل کېږي. که موږ هرڅومره غوره، متخصص، د اهلیت څښتن او با علمه وګړي پارلمان ته واستوو، پر هماغه اندازه به زموږ اقتصادي، امنیتی، سیاسي، اجتماعي او فرهنګي ستونزي کمي وي.
    ولسواکۍ کې مدني ټولنې او خصوصي سکټور وده مومي او دلته د دولت او دغه سکټورونو ترمنځ یو ښه رقابت پیل کېږي او په پایله کې ګټه ولس ته رسېږي.
    په ولسواکۍ کې د ظالم، دیکټاتور، خاندانۍ او خود کامه نظامونو مخه نیول کېږي.
    هرڅوک که فکر کوي چې په نظام کې ملي مشارکت نشته، یا د اکثریت دعوا کوي او یا محروم دی، له همدي لاري په خپله رایه کولای شي خپل ځان او هویت ثابت کړي.
    له پورته ټولو څرګندونو څخه دې ټکی ته راځو چې ولسواکۍ وايي څه ته ؟
    ولسواکۍ د حکومت یو ډول دی چېرته چې په شرایطو برابرټول وګړي په ټولو هغو پرېکړو کې چې ددوي په ژوند مستقیم یا غیر مستقیم تاثیر لري، مساوي او عادلانه واک ولري. ولسواکۍ پر شرایطو برابر وګړو ته ددې حق ورکوي چې په مستقیم ډول یا د خپلو منتخبو استازو له لارې د قوانینو په جوړولو، انکشاف او تطبیق کې مساوی حق ولري. دا سیاسي، اقتصادي او کلتوري شرایط په داسې ډول په نظر کې نیسي ترڅو د سیاسي خود ارادیت لپاره ازاد او مساعد چاپیریال برابر کړي. د ولسواکۍ د یوه تعریف په اړه چې ((د خلکو حکومت، د خلکو لپاره او د خلکو له خوا)) یوه ناسمه انګېرنه رامنځته کړېده. ځیني کسان زموږ په ټولنه کې د غربي وګړو او شرایطو مثال ورکوي، اما زموږ په ټولنه کې هغه ټول غیر اسلامي اعمال د خلکو له خوا منتفی دي، ځکه چې ولس مو ټول مسلمان دی. دا یوازې یوه مالیخوالیایی انګېرنه ده. له یو پلو تل دا وایو چې افغانان له اسلام څخه پرته په بل څه نه راضي کېږي، نو که همدې ولس ته د زعیم د ټاکنو واک ورکول کېږي، طبیعي ده چې د خپلو غوښتنومطابق نظام رامنځته کوی.
    وړاندیزونه:
    د ولسواکۍ د سمې پیژني او په افغانستان کې د سم تطبیق لپاره لاندي ۵ وړاندیزونه کوم:
    ۱.ددې لپاره چې په سمه مانا ولسواکۍ و پیژندل شي ددیني عالمانو، ښوونکو او ملکانو لپاره د کلیو او بانډ*و په کچه د تکړه متخصصینو او موسساتو لخوا د اسلام او کلتور او نړیوالو قوانینو په رڼا کې په بي طرفانه او عالمه ډول ولسواکۍ تشریح شي. دا کار د اطلاعات او فرهنګ، حج او اوقاف، د عالمانو سراسری شورا، د سرحدونو او قبایلو وزارت، د پوهني وزارت، د لوړو زده کړو وزارت او د لوړو زده کړو د خصوصي موسساتو او مدني ټولنو ګډ کنسورشیم (تجمع) رامنځته او له خپلو موجودو امکاناتو څخه لومړي د علمي تحقیق پر بنسټ د ولسواکۍ په اړه مختصر نصاب جوړ او بیایی د مخاطبینو د سويي او شرایطو مطابق تطبیقي میکانیزم جوړ کړي.
    ۲.د قصاص او حدود قوانین (له عدلی او قضایی بشپړي څېړني او د متهم له حالاتو وروسته) په علني ډول د مطبوعاتو په وړاندي تطبیق شي. زه د ړوند او بي څېړني او داسې قوانینو چې له دریو محکمو او د ولسمشر له توشیح نه بغیر وي، ولو که پر هر نوم وي مخالف یم. که چېري نړیواله ټولنه له سعودۍ او ځینو نورو هېوادونو سره د هغوي داخلي قوانین زغملای شي. که د یونان په اتن کې په لومړي ځل ښځې، غلامان او بهرنیان چې د اتن تبع ول، محرومیږي او یوازې سړو ته په انتخاباتو کې د ګډون حق ورکول کېږي ، که په امریکا کې تورپوستانو تر ۱۹۶۵ میلادي کاله پوري د رايي ورکولو حق نه ورکول کېده. که په انګلستان کې د پاچا لپاره له ځانګړي واک سره سره ولسواکي تمرین کېږي، که په منځني آسیا کې له ډیکټاتوري رژیمونو سره سره د ملګرو ملتونو غړي دی او ورسره هر ډول سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي او تجارتي مرستي کېږي، نو په افغانستان کې عجله د څه لپاره ده؟ آیا موږ له ډېرو پرمختللو هېوادونو څخه هم زیات پرمختللي یو؟ آیا دا عجله موږ امنیت، ثبات، د ولسواکۍ غښتلتیا او ټولنیز عدالت ته رسوي، که مو ترېنه لیري کوي؟؟
    ۳.عرفي او غیر رسمي قوانین، رواجونه، سیسټمونه او موسسات په هر اړخیز ډول وڅېړل شي او داساسي قانون د مواداتو مطابق او د افغاني ټولنې د شرایطو سره یی ولسواکۍ متناسبه او یا متفاوته کړي. دا کار د مستقل پوهنتون، علومو اکادمي، او عدليي وزارت لخوا په ګډه ترسره شي.
    ۴.د ولسواکۍ لپاره د پراخو ملي سیاسي ډلو موجودیت اړین دي. دلته نور باید د حاکم او اپوزیسیون ګوندونو ترمنځ د قرمز خط جوړ کړای شي. هرچا چې ټولټاکني و ګټلي، هغوي ته د قانون مطابق وخت ورکړای شي ترڅو خپل کاري ټیم جوړ کړي. دا ټیم باید په څلورو سطحو کې جوړ شي. الف): سټراتیژیک او د پالیسي جوړولو ټیم، ب) مدیریتي او اجراییوي ټیم، ج): تخنیکي او مسلکي ټیم، د): د مدني ټولنې او خصوصي سکټور د همغږۍ ټیم
    ۵.فرهنګي ډیپلوماسي غښتلي او دبهرنیو چارو په وزارت او د افغانستان په سفارتونو کې فرهنګي آتشه وي، باید زموږ د دین، کلتور او ټولنې د ټولو اړخونو په اړه هر اړخیزې معلوماتي پاڼي ولري او هرڅوک چې افغانستان ته راځي هغوی ته دا موضوعات په بشپړ ډول دهغوی په ژبه تشریح شي. همدارنګه د اطلاعات او فرهنګ وزارت هم دټوریسټانو او سیاحانو لپاره ډېر مختصر تصویري (څه وکړي او څه ونکړي؟) رسالي ولیکي ترڅو دا ټولنه سمه و پیژني. د اقتصاد وزارت د غیر دولتي موسسو لپاره یو منظم کلتوري او فرهنګي لارښود تدوین کړي ترڅو ټول بهرنیان افغان کلتور او د نورو کلتور و پیژني ترڅو ناسمي کړني او انګېرني رامنځته نه شي.
    اوس ددې پوښتنې ځواب تاسو ته پرېږدم پر لومړي پاراګراپ کې چې کومې کړني ولسواکۍ ته منسوبي دی، د وګړو د کړنو، د ولسواکۍ دمحتویاتو او که دواړو پر بنسټ دی او کوم ډول یي بشپړ حالت دی؟ آیا ولسواکۍ د افغانستان د شرایطو سره متناسبه او متفاوته وي، کنه د (( کټ او پيسټ )) یا فوټوکاپی په بڼه وي؟!




    tand
    محمد حلیم فدایی
Working...
X