Announcement

Collapse
No announcement yet.

چاودنې ګڼ افغان وګړي ټپیان کړل

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • چاودنې ګڼ افغان وګړي ټپیان کړل

    سلامونه

    د طالبانو د بریدونو په لړ کی یو ځل بیا د افغان ولس قربانی




    26.11.2012

    نن (دوشنبه) دسهار شاوخوا لس نیمې بجې دخوست ښار په سرګردان چوک کې یوې چاودنې څه نا څه ۲۶ تنه افغان ولسي وګړي ټپیان کړل . د خوست ولایت د ولسي اړیکو چارواکي بریالي روان وویل ، چاودنه په بایسکل کې له اېښودل شویو باردوي توکو رامنځته شوې او د ده په خبره ژوبل ټول ملکي وګړي دي. په خوست ښار کې د ډاکټر ببریګل د روغتون یو تن مسول له مشال راډیو سره په خبرو کې د ۳ تنو ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ وباله. څو ورځې وړاندې هم د خوست ښار په عدالت څلور لاري کې یوه ځانمرګي برید په لسګونو افغان ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه



    په درنښت
    مومند

Working...
X