Announcement

Collapse
No announcement yet.

کرزى او لېبرال شيعه ييزم/ نظيم سمون

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کرزى او لېبرال شيعه ييزم/ نظيم سمون


    کرزى او لېبرال شيعه ييزم/ نظيم سمون
    | یکشنبه, 25.11.2012, 02:17 PM | (202 لیدل شوی)

    ازادي نورو ته تر زيان نه رسولو پورې محدوده ده او هېڅوک حق نه لري چې په سياسي، مذهبي او ټولنيزو چارو کې له ټاکلي بريده پښه واړوي، ځکه ټولنې او جغرافيوي محدودې د بېلابېلو توکمونو او قومونو ګډ کور ګڼل کېږي.
    په افغانستان کې برعکس، د ولسمشر په شمول د قدرت ټولو اړخونو د ځان د بقا او واک ته د رسېدو لپاره اخلاقي او قانوني محدوديتونه مات کړي دي.
    ولس تر يوې لسيزې زيات د واکمن نظام او جنګسالارانو د ناروا سازشونو او معامله ګريو ترمنځ د ژوند په تر ټولو بد حالت کې ژوند کوي.
    کرزي د خپل واک په موده کې د کمزوري او فاسد مديريت ترڅنګ، نه يوازې جنګسالاران له واکه ګوښه نه کړاى شول، بلکې د کاذبو امتيازونو په ورکړې يې د ملي ګټو او مصالحو په بيه ډېر سازشونه وکړل او لا هم پر همدې ورانوونکو سياستونو ټينګار کوي.
    کرزي د ملي مشارکت په نوم د خپلې بقا او نظام ته د مشروعيت لپاره تل د ولس د هيلو اوتمو خلاف له رټل شويو څېرو او فاسدو ډلو ټپلو سره سياسي سودا کړې ده، خو ددې پر ځاى چې مصلحتونو د مخالفينو قناعت حاصل کړى وي، برعکس همدې جنګسالارانو بېرته د نظام پر وړاندې جبهې نيولي دي او حکومت ننګوي.
    کرزي د خپلو همدې ناسمو مصلحتونو او معاملو له امله پوره يوه مياشت د ښوونې او روزنې محصلين د پوهنتون د نوم بدلولو پر سر په خپلو کې سره وجنګول او د محصلينو او افغانانو ترمنځ يې ملي يووالى او ورورولي دومره زيانمنه کړه، چې د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلين عملاً پر مخالفو او موافقو قومي ډلو وېشل شوي وو.
    په اوسني نظام کې قومي او مذهبي لږکيو ته د بېساري امتيازونو د ورکړې او د ټولنيز – سياسي عدالت د نشتوالي له امله، يو ځانګړى قوم او مذهب د حقارت احساس کوي او بالاخره دې ته مجبورېږي چې د بې عدالتۍ او فساد پر وړاندې د مخالفت جبهه پرانيزي.
    د عاشورا په مراسمو کې په افغانستان کې شيعه وګړو ته د حکومت له خوا بې حده ازادي سبب شوه چې د شيعه مذهبي افراطيانو خرافاتي مراسم د پوهنتون په څېر يوه اکاډميک ماحول ته لار پيدا کړي او بالاخره دغه ازادي د لسګونو محصلينو په مړينې او ټپي کېدو تمامه شوه.
    د کابل په پوهنتون کې شيعه محصلينو د عاشورا د لسمې په مناسبت د وير کولو نيت درلود، خو دا کار په پوهنتون کې د سني مذهبه محصلينو له مخالفت سره مخ شو او د دواړو لورو ترمنځ شخړه رامنځته شوه.
    ځيني محصلين ادعا کوي چې شيعه محصلينو له مخکې دغو مراسمو ته پراخ تدابير نيولي وو او د احتمالي ګواښونو لپاره يې له ځانونو سره چړې او حتا وسلې هم د پوهنتون ليليې ته وړې وې. شيعه محصلين چې اکثره يې هزاره توکمه دي، ادعا کوي چې دوى د ولسمشر د يوه ځانګړي فرمان له مخې حق لري چې په پوهنتون او په نورو ځايونو کې خپل مراسم ترسره کړي، په داسې حال کې چې حکومت شيعه ګانو د ځانوهنې او ويرکولو لپاره ځانګړې تکيه خانې جوړې کړې دي.
    دا ټول د څه لپاره؟
    ايران په افغانستان کې نيابتي مذهبي جګړه پيل کړې ده او دغه جګړه د کرزي په حکومت کې د ايران ورځ تر بلې زياتېدونکي سياسي او مذهبي نفوذ له امله زور اخلي. د عاشورا مراسم به پخوا په ډېر امن او خوښۍ د افغانستان له نورو قومونو سره په گډه لمانځل کېدل او حدود ورته ټاکل شوي وو، خو له بده مرغه په اوسني نظام کې له عاشورا څخه د قدرت د نمايش او د سياسي ګټو لپاره استفاده کېږي.
    شيعه ګانو ته په افغانستان کې بې حده ازادي او اختيار د ډېرو افغانانو د حساسيت او کرکې لامل ګرځېدلې ده. په ښار، کوڅو، څلور لارو، عمومي واټونو، دوکانونو او پر موټرو د سرو - تورو جنډو درول او نورې افراطي کړنې، فرقوي او مذهبي اختلافونو ته لار هواروي او د کابل پوهنتون پېښه د مذهبي اختلاف او شيعه ييزم د پراختيا لپاره د خطر زنګ دى.
    کله چې نظام او چارواکي فاسد، بې کفايته او د ولس پر مخ د اصلاحاتو ټولو لارې بندې شي، الهي امر دى چې ولس بايد د ټولنې د اصلاح په خاطر راپورته شي. tand
Working...
X