دکندهار د محلي موسيقي دبيا راژوندي کولو لپاره ددغه ولایت ځوانانو نوي هڅي پيل کړي
| شنبه, 17.11.2012, 11:06 AM | (59 لیدل شوی)
محمدصادق رښتینی - دکندهار محلي موسيقي چي يو وخت يي دافغانستان دموسيقي په تاريخ کي خورا ښه نوم درلودي اوس د ورکيدو له کواښ سره مخ ده .

ځني محلي سندرغاړي او دموسيقي مينوال يي علت د دولت نه پاملرنه او دنورو هيوادنو دسندرو يرغل ګڼي .
خو په کندهار څو تنو ځوانانو ددغه هنر دبیا راژوندي کولو لپاره نوي هڅي پیل کړي .
او دتیري جمعې په شپه یې په لومړي ځل د کندهاري موسیقي د استاد عبدالرحمن رحماني په ویاړ غونډه وکړه.
په غونډه کي داستاد رحماني ترڅنګ ځني ځوانانو پر کندهاري موسیقي او د استاد رحماني پر ژوند خبری وکړې .
استاد رحماني وویل دکندهار موسيقي پخوا دافغانستان دنورو ولايتونو دموسيقي په پرتله ډير اوريدونکي او مينوال درلوده خو په هيواد کي د ډول ډول نظامونو راتګ او دهغوي نه پاملرنه او دنورو هيوادنو دموسيقي يرغل ددې باعث سو چي دکندهار محلي موسيقي کمزوره او خپل مينه له لاسه ورکړي.
ده دغه راز له هغه ځوانانو مننه وکړه چي دده په ویاړ یې غونډه جوړه کړې .

دکندهار د والی مرستیال عبدالقدیم پتیال په خپلو کي دموسیقي په برخه کي د استاد رحماني هڅي وستایلي .
ده دغه راز وویل چي دکندهار دمحلي موسیقي د ودي لپاره د کندهاري سندر غاړو لپاره د روزني څلور میاشتني کورسونه جوړوي.

عبدالسمیع غیرتمل دځوانانو په استازیتوب وویل چي دوی به په راتلونکي کي نور هم دهغه کسانو په ویاړ غونډی وکړي چي کندهار ته یي په بیلا بیلو برخو کي ویاړونه ورپه برخه کړي وي .
غیرتمل دغه راز په کندهار کي دمحلي تلويزوني شبکو او محلي راډيوګانو غوښتنه وکړه چي دپردي موسيقي پرځاي محلي موسيقي خپره کړي ترڅو ددې موسيقي مينوال ډير سي.
د غونډي د پاي برخه داستاد رحماني لپاره ستاینلیک تحفو او دغه راز دسندرو لپاره بیله سوي وه چي استاد په خپل خواږه ږغ کي مینوالو ته سندري وویلې .