Announcement

Collapse
No announcement yet.

ذهني روغتیا

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ذهني روغتیا


    ذهني روغتیا - ژباړه: ډاکتره فریده هوډ سیفي
    | شنبه, 10.11.2012, 02:28 AM | (411 لیدل شوی)

    د بریتانیا د رایل پوهنتون د عقلي عصبي څانګې له خپرونو څخه
    روحي فشارونه :
    روحي فشار د ورځني ژوند يوه برخه ده. تاسو نه شئ کولی چې له هغې ځان وساتئ. يوازې پکاردي چې ځان ورسره عيار کړئ. څو خپله فزيکي او ذهني روغتيا خوندي وساتئ.په حقيقت کې ټول روحي فشارونه بد نه دي. روحي فشارونه سخت دي خو د ژوند لپاره مهم بلل کيږي . کله کله سخته تلوسه چې په يوه روحي فشار بدله شي ستاسو په ژوند کې لوی بدلون راوستلی شي. خو دا په دې پوري اړه لري چې دغه روحي فشار ته څه ډول ځواب وایاست يعني عکس العمل مو د هغه په وړاندي څه ډول دی .
    د روحي فشارونو منبعې يا سرچینې کومي دي؟
    په عمومي توګه روحي فشارونه څلور اساسي سرچينې لري .
    کله چې چاپيريال ستاسو په بيلابيلو غوښتنو تاسو تر فشار لاندي راولي څو ونه شئ کولی چې ځان عيار کړئ او يا په بله مانا په ارامه ژوند وکړئ . د مثال په توګه تاسو مجبور یاست چې د هوا هر ډول حالت تحمل کړئ. کله هوا ډيره سړه وي او کله دومره توده چې ستاسو ارام اخلي. خاورې ډورې، شور، د خلکو گڼه ګوڼه دا ټول هغه څه دي چې انسان له روحي فشارونو سره مخامخولی شي.
    تاسو مجبور یاست چې له ټولنيزو روحي فشارونو سره لکه د يوې مسلې په باب د ضرب الااجل يا ټاکلي وخت را لنډيدل . اقتصادي ستونزي ، د يوي نوي وظيفې لپاره مرکه، په يوي غونډې کې د خبرې ، د يوه تړون يا موافقې ردول ، د وخت او پاملرنې غوښتنه او يا له چاسره په مينه کې ناکامي دا او دې ته ورته ستونزې انسان له ډير سخت روحي فشار سره مخامخ کولی شي .
    په فزیولوژیکه یا طبیعې وظیفوي تو ګه هم کله کله په انسان باندي فشار وي لکه : په چټکې وده او په کم عمر کې ځواني ته رسيدل . مثلاً نجوني دخپل لومړي مياشتي عادت جامو په ليدو ډيرې حيرانيږي او دا په خپله د څه مودي لپاره دوی ناراموي. فزيکي ناروغي لکه توبرکلوز يا نرۍ رنځ يا هم نور تکليفونه .. د عمر ډيريدل يا زړښت .. ټپي کيدل ، لږ فزيکي حرکات ، ناسمه تغذيه . ناکافي خوب او ورته حالات ټول انسان ته روحي فشار پېښولی شي .د روحي فشارونو په صورت کې د انسان بدن په فزيکي لحاظ د عضلاتو د شخۍ ، سرخوږۍ ، د معدې نارامي او يا هم پريشانۍ يا Anxiety په توگه څرګندوي .
    د روحي فشارونو څلورمه سرچينه ستاسو فکرونه دي . دانسان بدن د بيلابيلو ناراميو په وړاندي عکس العمل ښيي . او هر انسان دهري ستونزي په باب په ځآنګړي توګه فکر کوي او عکس العمل يي هم فرق لري .
    دروحي فشارونو په باب يو محقق ريچارد لزاروس په دي ټينګار کوي چې روحې فشار د حالاتو ارزيابي يا ارزونه کوي . تاسو لومړي دا پوښتي چې حالت څومره سخت دي او څومره له عادي حالته فرق لري . ستاسو بدن د ددغه حالت سره څنګه ګذاره کوي . هغه کسان چې پريشاني يا Anxiety لري دوي ډير ځله فيصله کوي چې دا حالت خطرناکه دي ، ستونزمن او يا هم درناکه دي . دوي ددي ستونزي او يا غيري عادي حالت سره ګذاره نشي کولي . کله کله د احالت دومره دوام وکړي چې پريشاني په ژور خبګان بدل شي او دانسان خوب خراب کړي .

    tandنور بیا
Working...
X