Announcement

Collapse
No announcement yet.

تره کى: طالبان پر خپله خاوره د ژوند کولو حق ل&

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • تره کى: طالبان پر خپله خاوره د ژوند کولو حق ل&


    تره کى: طالبان پر خپله خاوره د ژوند کولو حق لري

    لراوبر ډاټ کام
    Larawbar.com 2012-11-12


    دبریتانیا په پلازمېنه لندن کې جوړي شوې یوې غونډي کې په کلکه په افغانستان کې وسله وال طالبان د مقاومت په نوم یاد شول او هغوی ته د نړۍ وال زبر ځواک په وړاندي* د هیواد او خاوري* د دفاع په ترازو کې لويه ونډه ورکړل شوه. دا غونډه په لندن کې دافغان ډاکترانو (اې ایم آې ) ټولنې له لوري* د حقوق پوه او سیاسي*چارو شننونکي ډاکټر روستار تره کي د ستاینې په موخه جوړه سوې وه.
    ډاکټر روستار تره کی چې د دې غونډي مهم مېلمه وو وايي چې طالبان جګړې ته درول شوي دي*، هغوی ته د ځمکي پر سر د ژوند کولو حق نه ورکول کېږي او سپوږمۍ او مریخ ته د ختلو لپاره لار نلري.
    نوموړی وايي چې طالبان سولي، او آن تر دې چې ټاکنو ته هم تیار دي، خو په هغه صورت کې چې د ولس د استازو څخه یو بې پرې انتقالي حکومت جوړ شي* او وسله والي ناقانونه ډلي له واکه وغورځول شي*. .
    روستار ترکي هم دا راز په اوسنیو شرایطو کې د ځینو کړیو له لوري د ډیورڼد د کرښي پر سر سیاسي سودا ګري په کلکو ټکو محکومه کړه او وې ویل چې هیڅوک حق نه لري چې د افغانسان د اشغال په صورت کې د ډیورنډ پر کرښه خبري وکړي. نوموړی وايي چې نړۍ افغانستان اشغال کړی او د دغه هیواد له اشغاله خلاصون ته سیاسي* هڅو ته اړتیا ده.
    د غونډي ویندويي ولي*عبدالله کوله چې د بي بي سي*پخوانی همکار وو ، یو بل څېړونکي او ژورنالیست ښاغلي هلالي د استاد تره کي پر شخصیت رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې نوموړی د افغانستان د ګټو ساتونکی او تل یې په دغه لاره کې قربانیاني ورکړي دي*..
    غونډي ته لیکوالان، ژورنالیستان، قومي او سیاسي مشران، ډاکټران او دودیزه شخصیتونه رابلل شوي وو.
    د غونډي کوربه ډاکټر قسیم ابراهیمي وو او دغه غونډه د سیاسي سوالونو او جوابونو په کولو سره پای ته ورسېده .

Working...
X