Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغان پوځیانو لپاره خره هیلي کوپترې دي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغان پوځیانو لپاره خره هیلي کوپترې دي


    واشنګټن پوسټ: د افغان پوځیانو لپاره خره هیلي کوپترې دي
    | شنبه, 10.11.2012, 12:47 AM | (582 لیدل شوی)

    تاند- واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې د کونړ له پېچ درې څخه په یوه راپور کې ویلي، مخکې تر دې دې ولسوالۍ ته امریکايي پوځیان راورسېږي د جګړې وران ویجاړ شیان، لکه وسلې، خښتې او زنګ وهلې کلاشینکوفونه پاتې ول. خو امریکایانو دې غرنۍ پوستې ته د پرمختللو څرخکو په شمول، د یوویشتمې مي پیړۍ ډېر پرمختللي او عصري وسایل ورسول. امریکایي ځواکونو به د دې ولسوالۍ په پوستو کې اوبه، خوراکي موادو او وسلې د څرخکو په وسیله زېرمه کول.
    د واشنګټن ورځپاڼې له لیکنې سره سم له افغانستان څخه لا هم امریکايي پوځیانو وتلو ته دوام ورکوي او نور د پېچ درې په شین اسمان کې د پخوا په شان امریکايی هیلي کوپترې نه لیدل کېږي. امریکایانو دا پوستې افغان ځواکونو ته سپارلي خو عصري وسایل او هلیکوپتر یې ورڅخه وړي دي.
    افغانانو د خپلو ستونزو د اوارولو لپاره لرغونو شیوو ته مخه کړې ده او هغه دا چې د خرو او حیواناتو په ذریعه پوستې ته د ضرورت وړ مواد او مهمات پورته کوي.
    ورځپاڼې د پیچ درې د غونډ د قوماندان ډګرمن عبدالناصر په قول ویلي، چې وایي: «افغانان له خرو څخه د هلیکوپترو کار اخلي.»
    واشنګټن پوست کښلي: په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په اډو کې په سلګونو خره ساتل کیږي چې د عسکرو د وتلو په صورت کې ورڅخه کار واخیستل شي.
    د ورځپاڼې له لیکنې سره سم افغان مشران په دې خوښ نه دي چې امریکایانو د خپلو پوځیانوله ایستلو سره خپل ټول وسیال هم وړي دي. دوی غواړي چې افغان امنیتي ځواکونه عصري وسایل او پرمختللې تکنالوژي ولري او د امریکا د پوځ په څېر شي. امریکایي چارواکي وایي، دا کار په مالي لحاظ هم عملې ندی او له عیني حقیقتونو سره سر نه خوري.
    واشنګټن پوست وړاندی کښلي: افغان ځواکونه دا مهال ۳۱ څرخکې لري او د نورو غوښتنه کوي، خو دا نه ده حرګنده چې امریکا به ورسره موافقه وکړي.
    امریکا تر دې مخکې له روسیې څخه یو شمېر څرخکې اخیستي او د افغانستان ملي اردو ته یې سپارلي دي. امریکایان وايي چې د دوی پوځي تجهیزات ګرانه دي او د خرابېدو په صورت کې افغانستان ته د هغو ترمیم هم ګران تمامېږي.
    د واشنګټن پوسټ ورځپانې له لیکنې سره سم د امریکا متحدو ایالتونو په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو(اردو او پولیسو) تر پنځوس ملیارد ډالره زیاتې پیسې لګولي او د نړۍ تر ټولو د بېوزله هیواد پوځ یې مدرن کړی دی.
    امریکايي چارواکي وايي چې دوی د افغانستان ملي اردو ته نوي ماشینګڼونه او زغرګاډي ورکړي دي.
    خو عملاً دا ده وینو چې افغان امنیتي ځواکونه له خرو څخه کار اخیستلو ته اړ دي.

    tand
Working...
X