سلامونه
د خپور شوی خبرونو په اساس د اکتوبر د میاشتی په ۲۴ نیټه د شمالی وزیرستان په تپی کلی باندی ډرون برید شوی دی. د دغو خبرونو په اساس څلور ترهګر په دغه برید کی وژل شوی دی. ځنی خلک پر دغو بریدونو بی ځایه نیوکه کوی ځکه چی که مونږ پښتنو دغو ترهګرو ته ځای نه وای ورکړی او دوی مو خپل په کلیو او کورونو کی نه وای پټ کړی نو د دغو بریدونو د شر څخه به هم خلاص وای خو له بده مرغه زمونږ خلک خپل کلی او کور او د کورنئ هوساینه او ژوند دغو بهرنئ ترهګرو له کبله تباه کړی او لا هم دوی ته پناه ورکوی او خپل په کورنو او کلیو کی پټ ځایونه دوی ته جوړوی. که چیرته مونږ خپل او د خپلی د کورنئ او هیواد او هیوادوالو د هوساینی او نیکمرغیو لپاره همداسی زیار ایستلی وای لکه چی د دغو ترهګرو پټ کولو او پناه ورکولو لپاره یی کوو نو اوس به زمونږ ټولنی او هیوادنه به د نړی د نورو پر مختللو هیوادونو سره سیالی او برابری کولای.
په درنښت
مومند
