Announcement

Collapse
No announcement yet.

نوې غزل..فيروز افريدي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • نوې غزل..فيروز افريدي

    فيروز افريدي..تازه غزل
    ستا د نومه مې اخيستې زړه سرور دے
    ستا د نوره مـې زړګي راښکلې نور دے

    ستاپه مينه کي زه خوښ د تا ســره يم
    د خـوښئ او مينې ايکي يو ســـرور دے

    اوس پـه خـــاورو بادولـو کــې مــــزه ده
    د حـــمزه د قـــــول دغه يو منشور دے

    د ګل مـــــخ د نـــور چينه کې لمبيـدلې
    که په پرخــه لمبـــيدلې د سحـــور دے

    د رومــي د زړه د عشق جــذبه سـړه وه
    شمس تبريز ئې د تاودې جذبي ظهور دے

    ستا د مــخ د ننـــــدارې په انتظار يم
    راشه درد مې د زړګي روغ که رنځور دے

    نور زما او د رقيب په مينځ کې څــه دي
    د دنــيا دا کشمکش پکـې دستور دے

    ....روان
    __________

  • #2
    دیر خوندور شهر دی
    مهرباني

    Comment


    • #3
      مننه چې زمو شعر دې خوښ کړ

      Comment

      Working...
      X