خوشبو
تحقيق:فيروز افريدي
خـــوشبو ئي/ عطر
خوشبوئي نن سبا د هر وګړي ضرورت دے په تمامو انساني ټولنو کې خوشبويانو ته خاص او ځانګړې اهميت حاصل دے
په اسلام کې هم خوشبوئي ته خاص مقام حاصل دے ،زمونږ خوږ نبي حضرت محمد صلي الله عليه و اله وسلم هم خوشبوئي ډيره خوښه وه .
خــوږ نبي صعلم خوشبوئي ته د بهترينې تحفې درجه ورکړې ده.
دا خبره هم صحيح ده چې خوشبو په هر دور کې د انسان کمزوري ګڼلې شوې ده.
داسې کومه د کور نه د بهر وتلو تياري به نه وي چې د خوشبو استعمال پکې نه کيږي.
ځينې خلک داسې هم وي چې يو قسم خوشبو استعمالوي او هم هغه د هغه د شخيصت پيژندګلو جوړه شي.
د نن په دې ترقي يافته وخت کې خوشبو ته د يو ارټ يا سائينس سره سره د يو ګټور صنعت حثيت هم حاصل دے
نن سبا داسې خوشبويانې هم جوړيږي چې د دوه کسانو په مينځ کې د قربت يا نفرت باعث هم جوړيدې شي.
د دې مطلب دا شو چې د نفرت جذبې سره سره د محبت جذبات هم راپورته کوي.
اوس داسې فرفيومز خوشبويات هم جوړ شوي دي چې د مور او پلار سره د مينې محبت جذبې هم راپاروي.
انسان په ټولو حواسو کې د بوئيولو حس کم استعمالوي خو بيا هم د بوئيولو دا حس زمونږ په اعصابي قوت خاص اثر پريباسلې شي.
او د دې په استعمال زمونږ دماغي اعصاب تازه او روغ او تندرست کار کولې شي.
لکه څنګه چې معلومه ده چې د خوشبو استعمال د زرګاو کالو راهسې کيږي.
چينيانو به پخوا په خپل لباس باندې خوشبويانې لږولې او جنازو او مړو ته به ئې د لوبان خاشاک سوزوزل.
چينيانو تر ټولو قيمتي خوشبو مشک ايجاد کړي وه .د مشکو ذکر په قران پاک کې هم شوې دے.
د حضرت علي عليه سلام مشهور تصنيف نهج البلاغه کې د مشکو ذکر او تعريف شوې دے
د يونانيانو او روميانو په اساطيرو کې هم د خوشبوياتو ذکر شوې دے دوئي په زړو کتابونو کې د خوشويانو د علم په حکله کافي قيصي مشهورې دي
د يونيانو په داستانونو کې د هيلن اف ټرائې په حکله وئيلي شوي دې چې د هغې د حسن راز هم پي ځانګړې خوشبويئ کې پټ وو.
او دغه راز ورته وينس خوولې وو
بابل او نينوا په پخوانۍ زمانه کې د خوشبويانو مرکزونه ګڼل کيدل د قيلوپطره په حسن او جنسي کشش کې هم د خوشبوياتو ډير عمل دخل وو.
د مغلو مشهوره ملکه نورجهان په حکله وئيلې کيږي چې هغې به د ګلابو نه عطر جوړول.وئيلې شي چې هغې يوه ورځ په تالاب کې د ګلاب پاڼي واچولې . هغې محسوسه کړه چې د اوبو په سر باندې لکه د تيل پشان ماده ښکاره شوه چې کله ئې هغه قطرې راغونډي کړې نو د ګلابو ښائيسته خوشبو پکې محسوسه شوه.
دغه رنګ هغې د ګلابو نه د عطر کشيدولو هنر زده کړو.
مسلمان سائيسدان بو علي سينا هم په لسمه عسيوي صدي کې د ګلابو او نورو ګلونو نه د عطرو جوړولو يا کشيدولو هنر دريافت کړې وو.په رواياتي طريقه د دوه زرو کلوګرامو د ګلونو د پاڼو نه نيم کلو عطر حاصليدلې شي
د صندل عطر په هند کې جوړولې کيږي او د ګلاب عطر نن سبا په بلغاريه کې ويستلې کيږي.
د دارچيني تيل چين او د ليونډر په فرانس کې د يو بوټي نه کشيدولې کيږي.
پخوا زمانه کې به د ګلونو او بوټو سره سره د مختلفو ځانورو نه هم عطر او خوشبويانې حاصليدلې شوې
کومې به چې صرف شاهانو باچاهانو استعمالولې .
د ټولو نه زيات قيمتي عطر به د مشکو ګڼل کيدل.
دا به ښکاريانو د غرڅنۍ د نوم،نافې او ّمختلفو عدود څخۀ راويستل.
دا عدود يانفې به دوئي په خشکې کړې او لکه د غوز په شان يوه دانه به ئې ترې جوړه شوه هغه به بيا په لويه بيعه خرڅيدله او ليو خلکو به د ځان سره خوندي کوله دوئيم نمبر کې د عنبر خوشبوئې وه کومه به چې د يو قسم مهي نه حاصليدله.
وهيل ماهي به يو قسم بل مهي وخوړو او بيا د وهيل په کولمو کې به د هغه مهي نه يو قسم خوشبو جوړه شوه چې د عنبر نوم ئې وموندو.
نن سبا د خوشبو په استعمال کې ډير کيميکل اچولې کيږي کوم چې د جراثيمو د ختمولو د پاره هم سودمند وي.
نن سبا په عربستان کې د عودو عطرو استعمال ډير عام دے دا لرګې د کمبوډيا څخه حاصلېږي.
هر عربې وګړې د قيمتي خوشبو استعمال کوي.
که داسې اوايو نو بې ځايه به نه وي چې د 90 س
سي يا ملي ليټر يوه شيشه باندې د عربستان 900 ليټره تيل خرڅيږي.
يعني په يوه شيشه د پينځو نه واخله تر 15 بيرلو پيټرول په د پرفيومو په بدله کې زمونږ د عربو نه د اروپا صنعتکاران اخلي.
د مختلفو ميوو نه هم پرفيوم جوړولې کيږي.
خوشبوياتو يا پرفيومو ته نن سبا د عالمي انډيسټري يا صنعت مقام حاصل دے خو د دوئيم نمبر خوشبوياتو جوړولو کې هم کمې نشته
سائنس په نورو حوالو د ترقئ سره سره د خوشبوياتو په صنعت کې هم کافي ترقي کړې ده.
او هغه ورځ لرې نه ده چې داسې پرفيوم ايجاد شي په کوم به چې دمختلفو دماغي او اعصابي امراضو علاجونو سره سره نور هم لوئي لوئي کارونه کولې شي.

Comment