https://www.facebook.com/photo.php?f...=photo_comment
انسان او شيطان
فيروز افريدي
شيطان او انسان
د انسان دغه کيسه ده
چې د خاورې پيدا شوې
او په خاورو به شي خاورې
د شيطان دغه کيسه ده
چې د اوره پيدا شوې
تل اوسيږي به په اور کې
د انسان ژوندون په خاوره
ژوند د خاورې عبارت
هر انسان په خاوره پائي
خاوره مور ده هم جنت
خاوره کور د پناه ځائي
خاوره شان ده هم شوکت
د شيطان کارونه ګوره
تل ملګرې وي د بد
د انسان سره په جنګ
تباهي ئې غټ مقصد
رغول د خاورې کار دے
سوځول د اور فطرت
څوک چې بولي ځان له خاورې
تل به ومومي عظمت
څوک چې ځان ګڼي له اوره
مقدر ئې دې ذلت
اې د زمکې انسانانو
تاسو وکړو عبادت
په دنيا به هم راحت وي
پس له مرګه به جنت
اې د اور پيدا شيطانه
تا خو کړي بغاوت
څوک چې تا سره ملګري
ګرځي تل به په اور سوي
په دنيا به هم ذليل وي
او رسوا په اخيرت
انسان او شيطان
فيروز افريدي
شيطان او انسان
د انسان دغه کيسه ده
چې د خاورې پيدا شوې
او په خاورو به شي خاورې
د شيطان دغه کيسه ده
چې د اوره پيدا شوې
تل اوسيږي به په اور کې
د انسان ژوندون په خاوره
ژوند د خاورې عبارت
هر انسان په خاوره پائي
خاوره مور ده هم جنت
خاوره کور د پناه ځائي
خاوره شان ده هم شوکت
د شيطان کارونه ګوره
تل ملګرې وي د بد
د انسان سره په جنګ
تباهي ئې غټ مقصد
رغول د خاورې کار دے
سوځول د اور فطرت
څوک چې بولي ځان له خاورې
تل به ومومي عظمت
څوک چې ځان ګڼي له اوره
مقدر ئې دې ذلت
اې د زمکې انسانانو
تاسو وکړو عبادت
په دنيا به هم راحت وي
پس له مرګه به جنت
اې د اور پيدا شيطانه
تا خو کړي بغاوت
څوک چې تا سره ملګري
ګرځي تل به په اور سوي
په دنيا به هم ذليل وي
او رسوا په اخيرت


Comment