Announcement

Collapse
No announcement yet.

كندهار: د انارګل دوديزه مشاعره جوړه شوه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • كندهار: د انارګل دوديزه مشاعره جوړه شوه

    benawa.com

    په كندهار كې تر اوږده ځنډ وروسته د انارګل په زړه پوري مشاعره جوړه شوه .
    د مشاعرې ځاى د كندهار د سمسوري ولسوالې ارغنداب د باباولي صاحب د پارګ ښكلي تپه وه .
    د انارګل په دوديزه مشاعره كې د ولسي جرګې د غړو او دولتي چارواكو تر څنګ د هيواد نوموتي شاعر عبدالباري جهاني ، د ننګرهار ، هلمند ، ارزګان او د ډورنډ د كرښې ها خوا پښتنو شاعرانو هم ګډون كړى وو .
    په مشاعره كې تر ويناوو وروسته د پښتو ژبي نوموتي شاعر عبدالباري جهاني ، ميلمنو شاعرانو او د كندهار ځوانو ادب پالو شعرونه وويل .
    په مشاعره د انار ګل شعرونه لږ وه او شاعرانو د هيواد او كندهار رواني ناامنې او ددې ولايت زخمي حالت انځوروى .
    كليپ
    مشاعري ښكلي تمثيلي پارچي هم درلودي او شاوخوا يې د باباولي صاحب د سمسوري سيمي ښكلا خوند يو په دوه كړى وو.
    په مشاعره كې د ننګرهار ، نژدې ولايتونو او د ډورنډ د كرښي څخه راغلو ميلمنو چې د ځينو شاعرانو په شخصي بلنه راغلي وه د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رياست څخه ګيله وكړه چې د نورو ولايتونو شاعران يې نه دي بللي ، په وينا يې چې په بللو سره به يې يووالي ټينګ شوى واى .
    انارګل د كندهار دودويزه مشاعره ده چې د لسګونو كلنو راهيسي په پسرلي موسم كې جوړيږي چې په دې وخت كې انار هم ګل وي خو سږ كال د انار ګل مشاعره په داسي حال كې جوړه شوه چې د انار ګلونه ، غټ انار دي .

  • #2
    khista anzooroona di...mashallah

    Comment

    Working...
    X