ګيله
نۀ دې ځان ته رانزدې کړم
نۀ دې وژړل زما سره زما دَ ژوند غمونه
نۀ راغاړې وتې نۀ دې خلګۍ راکړه
نۀ دې ګفت دَ خلې نه ووېست
چې دلبرې تۀ په څۀ باندې خفه يې
کوم يو غم دې دے زړګي ته اچولے
دا چې زيړه زيړه کېږې
سرې سرې شونډې دې دي وچې
دا ځواني دې سوې سکور شوه
لَو او لور شوه
لُولپه دې زندګي شوه
چې دا ولې؟ دا په څۀ؟ دَ چا دلاسه؟
دَ ځوانۍ ګلاب دې ترمې ترمې لاړۀ
دا کۀ ستا په ځائې دا زۀ وې
ما به ځان درلوګے کړے وۀ جانانه!
ما به تا ته دا وئيلي وو لاليه!
چې زما ټولې ښادۍ خوشحالۍ واخله
خپل غمونه دې په ما باندې انبار کړه
زۀ کۀ هر څومره نازکه نازنينه
او نيازبينه وم دلبره!
خو ستا هر يو غم او درد به ما په خپل سر وۀ اخستے
ستا غمونه ستا دردونه تکليفونه
زما زړۀ لره راحت زما سکون دي
زما سترګې او باڼۀ دي
کله سترګې په بڼو هم لا درنېږي؟
نورين شمع

Comment