- ژباړه فيروز افريدي
هوښيار کارغه وو که هلک؟
د معلم صيب په ښونځي کې به د هلکانو شميره هر وخت ډيره وه
ځکه چې د هغه د درس ورکولو طريقه ډيره خوندوره وه.
ماشومانو به د درس په منځ مينځ کې په خوند خوند د معلم صيب هغه کيسې اوريدلې کومې به چې معلم صيب دوئي ته کولې.
معلم صيب به د پيرانو،پيغمبرونو کيسې هم اورولې
يوه ورځ ئې په غصه خبرې کولې ، چې غصه دومره خراب شئ دے چې کله کله د حده واوړي نو انسان بيا قتل هم کوي.
د دنيا تر ټولو اول د ادم عليه سلام مشر ځوئي قابيل چې خپل ورور هابيل قتل کړو نو بيا په دې نه پوهيدو چې اوس په دې مړي څه وکړي؟
ناڅاپه يو کارغه راغلو .په خپل مښوکه ئې زمکه وکنستله او څه شۍ پکې خخ کړ او خاوره ئې پرې هواره کړه.
دغسې ئې قابيل ته د هابيل د خخولو چل اوخولو.
ناڅاپه يو ماشوم راپاسيدو ورته ئې اوئيل معلم صيب!!
کارغه ولې راتلو د کارغه په ځائي فرښته ولې رانغله؟
معلم صيب باندې خبره ښه ونه لګيده، په اشاره ئې هلک کيناوو او خپله خبره ئې جاري وساتله چې ځکه خو کارغه ته اوښيار مارغه وئيلې شي
ماشوم بيا ګويانه شو
معلم صيب...دا راته اوايه چې ورور خپل ورور ولې قتل کوو.؟
ولې د دوئي ترمنځه څه د مينې محبت رقيبانه شخړه خو نه وه؟
معلم صيب ډير په قهر شو وئيل کينه مړه د غوئي ځويه .ټوله ورځ ټي وي او فلمونو ستاسو دماغ خراب کړي دي،چې اوس درباندې دا لښته ماته کړم نو بيا به ځائي له راشې.
Announcement
Collapse
No announcement yet.
هوښيار کارغه وو که هلک؟
Collapse
X
-
هوښيار کارغه وو که هلک؟


Comment