لنډه کيسه
ژباړه: فيروز افريدي
ھر طرف وير ژړا، کوکې فرياد، زړه لرزونکې په وينو سو ر منظر،
د سنيانو په جماعت کې د شا نه د کلاشنکوف ضربې او بيا يو قطار د مړو او د زخيميانو چيغې او غوغا
په امام باړه کې د بمي بريد ورستو سور اور او لمبې په لمبو کې د مړو د غوښې د سوځيدو بوئي...
اول کوکې بيا څو شيبې وروستو نارې
کوکې بيا نارې
الله اکبر
په جماعت کې هم نارې الله اکبر
نارہ تکبیر... الله اکبر
ناره تکبير ...الله اکبر
يو سړي د دوئي له منځه بهر ته په منډا شو
يقينا چې پوليس،يا د اور مړولو د پاره د اوبو لارئ( فائير بريګيډ) يا بل چا نه د امداد د پاره په منډو منډو اوتو .
خو ما په شک کې راونيوو
په سر مې ورته تماچه کيښوده
رښتيا رښتيا وايه ته د چا سړې ئې او چا له کار کوې؟
هغه زما په پښو وغورزيدو او د خدائي قسم ئې وخوړ چې د هيچا هم نه يم،او نه چا له کار کوم د سر ساتلو د پاره په تښته راووتم.
۔ "شیعہ ئې که سنی ؟
"هغه اوئيل چې نه شيعه يم نه سني " صرف مسلمان يم..
ما ورته اوئيل چې دا څه وائي بې مذهبه!!!
په شيعه سني کې يو څنګه نه ئې..مطلب دا چې کافر ئې؟
رښتيا وائي او که د سر مازغه دې وشيندم.. زر شه ..
زما د په الله سوګند وي چې زه د يوې ډلې هم نه يم بس رښتونې مسلمان يم او په الله رسول او اخيرت مې يقين دے.
ما پوره درې ډزه اويشتو ځکه چې ما سره وخت نه وو چې د ده فضول فريادونه او دليلونه مې اوريدلې..
ما ته استاذ وئيلي وو چې څوک مذهب نه مني هغه مسلمان نه شي کيدې
زه د خپل استاذ وينا چرته غورزولې شم.
ځان هيڅ بې هيڅه ولې ګناګار کړم او دوزخ ته لاړ شم


Comment