Announcement

Collapse
No announcement yet.

سانده

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • سانده



    سانده
    فيروز افريدي

    ............ سانده

    ته چې زما نه فرمائيش د څو غزلو کوې
    او د د جانان په سرو لبانو څو شعرونه غواړې
    تاته معلومه ده چې مونږ کره خو مړې شوي
    زمونږ کورونه په بمونو او په اور سوي دي
    زمونږه مړي هم په قبر کې چا پريخي نه دي
    زمونږ پټو کې اوس مورچي او خندقونه جوړ دي
    زمونږ تويونو کې اوبو د وينو رنګ اخيستې
    زمونږ کوهي هم د بې سره مړو ډک پراته دي

    زمونږ بچي په خپل وطن کې وږي تږي ګرځي
    په خپله خاوره مهاجردي په خيمو کې اوسي
    لوڅ سر پښې ابله در په در ګرځي خيرات غواړي
    زمونږ تور سرې په امداد پسې اوس منډې وهي
    يو خوا د لوږې مري او بل خوا نامعلومه دښمن
    د ګلالو بچو سرونه په چړو غوڅوي
    د ډار،يرې او هزيان په داسې حال کې اوسي
    چې نه ژړلې شي او نه ئې د خلې کوکې ووځي
    سترګې ئې بقې راوتلې دي يو بل ته ګوري
    نه چرته تللې شي او نه چا ته فرياد کوې شي
    نه شي څوک درس وئيلې نه څوک ښونځې پيژني
    خدائي زده چې څه رنګه ژوندي دي دغه پاتې خلک
    څوک رنځواران ډير ليوني دي دغه پاتې خلک
    د دوئي په مخ باندې سرخي نشته او نور نشته
    خړ پړ مخونه،زندګي نشته غرور نشته
    نو زما ګرانه ته پۀ خپله په دې ښه پوهيږي
    چې مسافر او مهاجر شاعر به څه اوائي
    بې له ژړا او ساندو نور څه راته پاتې نه دي
    زما د سترګو نه د اوښکو په ځائي وينې څاڅي
    په نامعلومه ګناه ژاړمه او ساندې وايم
    تا ته به څنګه يا قربان او يکه ځار وکړمه

    فيروز افريدي
    زيارت ورځ
    تاريخ 26 اپريل 2012
    يوه بجه قطر
    ________________

  • #2
    ډيرډيرپه زړه پوري شعردې اوده وخت تقضا شعردې زموږده پياوړي شاعر فيروزاپريدي صاحب درد اوده پښتون ولس راکښنول او
    ده
    احساساتو څخه ډيره مننه

    Comment


    • #3
      Dair manana grana wrora kho da dera kho laka bekhi weeda wi...che da walay?

      Comment


      • #4
        سلام اپريدي صاحب موږتاسو ليکوالوت ضروت لرو اوليکوال ده جامع سترګه ده زموږ ټولنه ليکوالته اړمند دې هيله لرم چی خپله دنده نوره
        هم پر مخ وړاندې يوسی زما دعا ستا سو په لور

        Comment


        • #5
          مننه دين خو په دې پشتون فورم کې هيڅوک هم زمونږ ليکنې نه لولي نو بي فائيده ئې څه شوه؟

          Comment


          • #6
            سلام اپريدې صاحب که چيري تاسوغوندي پوهان اوپرټولنه مين خلګ ټولني ته شاکړي نوپه ټولنه به نور هم غو بل مخ په ډير ښت سې
            او په دې زه پو هيږم چې تاسو اديبا ن او ده پښتون قام سرماي پټه خوله نه کښنې زپوه يم چي دا لار کړاونه لرې درد لري غم لرې
            دا ړونا مشعل دا ده خوشحا ل او رحمان مشعل دا فيروز اپريدي ستوري مشعل داجهانې او ملنګ مشعل پر نيمه لار مه پريږدي
            ما يوسي مه شه الله مومل شه قاروان مو په مخ شه زه دين ستا سو په دوعا شه

            Comment


            • #7
              فیروز صاحب۰ زه ستاسو هر یو پوسټ لولم۰ بس نن سبا دومره وخت نه لرم چې فورم ته راشم او د نورو سره بحث وکم۰ کله کله په خپل ژوند او سوچونه کښی خوشاله یم ۰


              یوغټ افسوس دا دی چې دلته په دی فورم کښی زمونږ ځوانان د پښتو لیک او ادب دومره پروا نه کئ۰

              دا ولي او د دی حل نه زه خبر نه یم
              خو مونږ ځکه د ستاسو په شان پوه خلک ته ضرورت لرو۰



              Last edited by tor_khan; 04-30-2012, 08:16 PM.

              Comment


              • #8
                Manana sta da post na Peroz lala.
                Even Adobe Photoshop can't change me.

                A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

                For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


                The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

                -Ferishta, 1560–1620

                Comment


                • #9
                  Originally posted by feroz afridi View Post
                  مننه دين خو په دې پشتون فورم کې هيڅوک هم زمونږ ليکنې نه لولي نو بي فائيده ئې څه شوه؟
                  دروند ورور افریدي صیب سلامونه مې ومنه
                  ګورې نه چې پښتون یار د راتلو سره سم ستاسې د لیکنو په لوستلو پیل وکړو، دا رنګه به نور ډیر لوستونکي او مینه وال هم لرﺉ خو اړینه نه ده چې هرڅوک به داد او ډاډ درکوي دا ځکه چې څوک به فورم کې ګډونوال نه وي یانې یواځې لوستونکي به وي، څوک به بیا په پښتو تورو لیکل نشي کولاي نو تاسې ناهیلي
                  مه کیږﺉ
                  خپلې لیکنې مو وغځوﺉ، خپل اند مو راسره شریک کړﺉ، د پښتنې ټولنې د خدمت مصدر او جوګه وسی
                  د شعرونو ترڅنګ نثرونه هم په خپلو لیکنو کې راونغاړﺉ او په درنو لوستونکو یې ولوروﺉ


                  په درنښت
                  ورور مو پښتون یار
                  Last edited by Pukhton Yaar; 05-10-2012, 04:10 AM.
                  [RIGHT][SIZE=4]********************[/SIZE][SIZE=5]
                  [COLOR=Red]په ښه خوي له بدخواهانو بې پروا یم[/COLOR][COLOR=Red]
                  په نرمۍ لکه اوبه د اور ســـــــزا یم
                  ـــــ
                  ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
                  زه پدې افتادګۍ کې لـــــــــــوي ګړنګ یــم
                  ـــــ
                  لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
                  که خزان راباندې راشي که بهار[/COLOR]
                  [/SIZE][/RIGHT]

                  Comment


                  • #10
                    Daira daira manana grana wrora..Khad aw Abad ausy

                    Comment

                    Working...
                    X