Announcement

Collapse
No announcement yet.

کره پښتو / صحيح پښتو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کره پښتو / صحيح پښتو

    مونږ ټول دلته خپله بښتو ليک پخولو د پاره دلته لیکنه کوو او يو بل صحیح کولی شو. زما خپله پښتو هم ډېره ښه نه ده خو بيا هم يو څو اصول راته معلوم دي او هغه غواړم چی درسره شريک کړم.
    اول دا چی پښتو کی زور زېر او پېښ خو شته خو د عربي غونته پټ دي او د اردو غونته ليکو يی نه
    دويم دا چی د کره پښتو او اسانی پښتو د پاره ژبپوهان وايي چی يو لغت چی څنګه غږ اوباسي نو هماغسی دی وليکی شي. زکه پښتو کی مونږ وخت ليکو وقت نه، او کيسه ليکو قيصه نه.
    مننه
    AfghanWiki.com | Techfried.net

  • #2
    اریوب جانه ۰مننه۰ تاسو به ده لیدلی وي چې یوه ورځ مخکي ما «کیسه» لیکلی وو او بیا یو ورځ پس دا مې بدل کو او «قصه» شوا۰

    دویم ځل ما په قاموس کښي څه بل ټکی/لوز کاتو او «قصه» ما ته ښکاره شو۰ ما دا فکر اوکو چې څنګه په قاموس کښی وو نو دا په اصل کښي زما خپل په تلفظ ته نیژدی وو ۰ یو بله خبره دا هم ده چې په پښتو په املا کښي ډیر فرق وینم۰ په وایلو کښي او په لیکلو کښي کله کله فرق دی، چې په اردو کښي کم دی۰

    څو داسي الفاظونه دي چې د هرچا خپله لهجه سره خاص تړلي شوي دي او په مختلف تلفظ ویل کیږي مثلاً زمنوږ کره ځینی کسان «امځکه» وائي او ځینی «ځمکه» ۰ او ورسره نور هم دي لکه «نیژدی» او
    «نیږدی» چې دوړا ما په یوه مذاکره کښي اوریدلي دي۰ډیر کم، خو کله کله چیرته ده نيټو پس، زما «کښي» «کی» شي ولی چې دهغه زه ډیر وینم۰

    زه به ضرور کله نه کله، (بلکی ډیر) خطا کیږم
    ۰

    که چیري په لیک کښي غلط شوم نو زه سمولو باندي خوشاله یم او د وخته بخښنه غواړم۰


    Comment


    • #3
      زمونږ ټولو لهجی بدلی دي خو تر څو چی د ليکلو خبره ده نو بيا دوه سټنډرډونه يا معيارونه لرو. د پښتونخوا خلک د چارسدی لهجه په لیک کی کاروي/استعمالوي او د افغانستان خلک د کابل پښتو د ليک د پاره کاروي نوری لهجی په ليک کی پکار نه دی چی استعمال شي. تر څو چی د نږدی خبره ده نو هغه همداسی لیکل کېږي خو ږ د کندهار، وزيرستان، کوټه خلک د ژ غږ سره تلفظ کوي خو ليکل کېږي يو شی. د ږ غږ د ژ نه بدل دی او دلته ګرانه دی چی تشريح یي کم.
      زاړه کتابونه کېدای شي چی قصه او کښی وليکي خو نن سبا هغه نه کارېږي
      زمکه ما ته ډېر غوره/صحیح معلومېږي خو مزکه هم خلک کاروي خو بيا هم هغه کېدلی شي چی د کومی بل لهجی کی وي. که هر څوک خپله لهجی ليکل شورو کي نو ډېره به ګرانه شي. پښتو کی سټنډرډ شته او پکار دی چی په هغی ځان پوی کو.
      زمکی ته مونږ په ځاځی لهجه کی مينځکه وايو او د ځ غږ پکی ارا کوو ز پکی نه وايو.
      مونږ ته مونږ مونږ نه وايو، مونږ ورته مو وایو
      خو بيا هم لوستل ډېر مهم دي او زه په خپله نن سبا پښتو کتابونه لولم چی خپله پښتو قوي کم. زه به ژبه ملامته نه کم، مونږ ملامت یو چی سم پری پوهېږو نه
      Last edited by Aryob; 02-08-2012, 11:05 PM.
      AfghanWiki.com | Techfried.net

      Comment


      • #4
        موده پس په فورم کښې ډېر ښۀ او ګټور تريډ وينم ..........هيله لرم چې دا قسمه تهريډونه به دَ پښتو زده کونکو او ليکونکو دپاره ډېر ګټور ثابت شي.

        بره پوسټونو کښې زۀ بعضو خبرو سره اتفاق لرم او بعضو سره متفق نۀ يم.دَ پښتو ډېرې لهجې دي او مختلف ټکي مختلفو لهجو والا خلق بدل بدل وائي. له دې وجې نه پښتو زده کونکو او ليکونکو ته مسئلې شته خو لکه څنګه چې اريوب ورور ووئيل چې پښتو دَ دې لهجو سره سره يو سټېنډرډ يا معيار هم لري او دَ دغې معيار مطابق وئيلې پښتو خو مختلف پښتانۀ بدله او مختلفه وئيلې شي ولې په ليکلې پښتو کښې څۀ فرق نۀ راځي. دَ هغې وجه دا ده چې زمونږ ژبپوهانو او مشرانو په پښتو کښې داسې توري يا الفبا راوېستي دي چې دَ هغې په وجه دَ تلفظ فرق په ليکلو کښې ختم شي لکه دَ مثال په توګه "ځ" (زيم) به واخلو:
        ځائې (چې مونږ يوسفزي يې په زائے سره تلفظ کوؤ) دَ پښتنو بعضې قبيلې لکه مروت يې "جائے" تلفظ کوي ولې ليکلې "ځائے " شي کۀ يو يوسفزے يې لولي نو "زائے" به يې تلفظ کوي او کۀ يو مروت يې لولي نو په جيم به يې تلفظ کوي دغه شان "ږ"، "څ"، "ښ" وغېره نوردَ پښتو داسې توري دي چې دَ لهجو توپير ختموي او له دې په وجه مونږ معياري او کره پښتو ليکلې شو .
        خو دَ دې باوجود څنګه چې ورور خبره وکړه بعضې ټکي داسې شته چې هغه بدل بدل تلفظ کېږي ولې په دې ټکو سره نۀ شي ليکلې لکه خلق او خلک، کيسه او قصه وغېره پکار ده چې دا فرق هم ختم شي او يو معيار دې له هم مقرر کړې شي چې فلانکي فلانکي ټکي به داسې ليکلې شي اوس کۀ مونږ دې پسې لاړ شو جې هر سړے دې دَ خپلې لهجې مطابق دا ټکي ليکي نو دا غلط خبره ده ځکه چې اکثر خلق غلط تلفظ کوي لکه دَ صوابۍ خلق کاغذ ته هم قاغذ وائي او کرايې ته قرايه وائي
        Na soz sho na saaz sho,
        Bas hasy jwand tamam sho

        Comment


        • #5
          د پېښور او ننګرهار مومند ځ او څ او ښ سم نه شي تلفظ کولی. ځ (ځيم) د ز په غږ ، څ (څې) د س په غږ او ښ (ښين) د خ په عږ ادا کوي خو د دی خو دا معنی نه شوه چی دوی به پښتو په ځای پختو ليکي
          د ښ غږ د پاره کوم وردک که مخی ته درغی نو ښ (پېښور ، پښتو ، ښار) پری تلفظ کړی.
          مومند کوڅی ته کوسه وايي (توبه خدايه) او څرګند ته سرګند او څارنوال ته سارنوال
          د پښتو الفبا ، د الفبا نومونه او ترتيب د پاره دا لنک وګورﺉ

          http://www.afghanwiki.com/en/index.p...=Pashto_Script
          AfghanWiki.com | Techfried.net

          Comment


          • #6
            سيد وروره يوه پوښتنه لرم - پښتو د چېرته زدکړه؟

            ما خو ټولې زدکړې په انګليسي کې کړي او دا کومه پښتو چې اوس ليکم، دا مې انلاين زدکړې.. د پښتو زدکړه دومره ستونزمنه نه ده که څوک خپل کوښښ وکړي، خو بيا هم پښتو ډيره شا ته پاتې او د انګرېزانو خبره - There is enough room for improvement.

            فيسبوک کې کله چې برابر سم، پښتو ليکم، خو ډیر نه.. زما لويه ستونزه دا ده چې زه يو تکړه ليکوال نه يم..

            هه هه ما اقتصاد دې لپاره خوښ کړ چې essays ورکې کم دي..

            خير، دلته به په خپلو پښتو باندې کار کوو..
            Last edited by Ghorzang; 02-14-2012, 12:36 AM.

            Comment


            • #7
              غورځنګ صیب ما هم پښتو کور کی زده کړی، کړی نه خو اوس يی کوم. مکتب می د کی جی نه پېښور کی په اردو او انګليسی ويلی او بيا دلته کاناډا کی. اردو می زده وه، قرآن*شريف لوستل می زده وو او پښتو می اوريدلی او ويلی شوه نو مشکل نه وو خو بس املا يی لږه کار غواړي. چه کله ده ښ او خ کی سرګردان شم نو په زړه کی يی کندهاري لهجی ته شم او ګورم چی هغوی ش واي که خ او ږ او ګ کی هم توپیر همداسی کوم. ز او ځ، او څ او س کی توپير خپله ځاځی لهجه راته سموي ولی چی زمونږ د ځ او څ تلفظ د ز او س نه بدل دی .
              مضمون ليکلو د لاسه خو ما هم کمپیوټر ساينس لوستلی خو اوس می ولیدل چی زیات خلک د خیټی نه خبری ليکي. هغه د چا خبره خېټالوجي ډېره کاروي. بلاګ ډېر د انسان ليک سموي او زه هم په دی هڅه کله بلاګ کله فېسبوک کی ليک کوم.
              خو په هر حال دلته به خپل ليک سموو. زه ی*ګانو کی لږ کنفيوز یم
              د ی او ې صحیح ځای رانه غلط دی. دا ځما تر بل پوسته پوری د کور کار شا
              AfghanWiki.com | Techfried.net

              Comment

              Working...
              X