زه بيلنډه په اسمان کې
ليونی پخپل ليونتوب کې په کلي کې نوم درلود داځکه چې په کلي کې د کلی د زيارت ملنګ سره يي د بنګو ګنډولي جنګولي وو دزيارت ملنګ تل چلم ډک ساته د تنباکو پاڼو نه اولږ چرس به يي هم په کېايښوده ليونی غټی غټی سترګۍدرلود کله به چې د زيارت ته د زيارت کولو په مخه ننوت نو راسن به يي چلم ته ځان رساوه او د څو پوکيو نه وروسته بيله دی چې زيارت کې دوعا وکړي لکه روغ بنده د کلي په پټو کې د کوکنارو کروندوپسی ووتل اوپه کار پيل وکړل ليونی شيبه ته ډيرګران وو شيبه د کلي هغه کوچيانی پيغله وه چې د ليونی زړه کې ځاې نيولې وه شيبه د خپل غوا رسی په لاس د ليونی د پټيو په پلو به خپل غوا يې پوله او په دی پلمه به دخپل ليونی سره کله ناکله سترګۍ جنګول خو ليونی خپل ليوني خيالونو سره د کلي هليکانوپه قطار کې ځان يي دکلي شهزاده ګاڼه او کله کله خوپه باغونوکې دنوې پسرلی په محال ځان دګڼوهغو ونو لاندې رساوه چې د نوي پسرلې راتګ سره دټولو ونو خاښونه دالوچو په سپين ګلانوکې کې پټ ووليونی به تل په لوړ اواز داسی لنډۍ ويل چې د کلي دا نجنو او دکلي ټول ښځو پام يي ځان ته اړاوه شيبه هم ددغو کسانوله جملې څخه وو چې دليونی دديدن ليواله وه ليونی په کلي کېډيردوستان درلود چې د کوکنارو په کرکلي کې د ليونی ملګري ول د نوې پسرلی د راتګ سره کوکنارګل به په رنګارنګ جامو ځانونه پوښل رښتيا هم چې د طبيعت په ښکلا کې لاهم کلي ته د يونوې سينګارشوې ناوې ښايست باخه ليونی د سپوږمۍ شپو کې هم د کلي په باغو کې ګرځيدو خپل د ليوني خيالونوڅار کاوه سهار وختي به له خوبه پاسيدو او خپل رمو سره هغې غره ته روان وو چې شيبه هم په کې دګڼو رموملتيا کوله د ساده توب زمانه ووسپيسلتياوو مردار خوري او بد لمني د خلکو زړونو ته لاره نه کولو شيبه اوليونی ترماښامه پورې د کليو پوری غره کې درمو سره تيرول ليونی چې کله به تږی شونوبيا يي خوله چينه کې ښکته کړاو په خوله به يي د اوبو نه غټ غټ غړپونه کاوه او يا خود خپل مغروری ځوانی په خيال کې د جيب نه خيرن ګمونځ ويستل اود چينې داوبو په هنداره کې خپل کاکول جوړاوه شيبه هم کله دنداسه د جيبه ايستل او که رنجرومۍ په دی توګه خپل ملالو سترګو ته رانجه پوری کاوه کله چې په هيواد کېخونړي جنګونه پيل شول نو د دواړو په ژوند کې د بيلتون کرښه ورته ديورن لاين*١ شودغرنولمن د
ټوپکيانو سنګر ځاې شول او بلا بمونونه په هغه ځايونو کې خښ شول کوم چې شيبه او ليونی به هلته د رموسره د څار دپاره تلل په دی توګه ليونی او شيبه بيل شول
ليونی مخ په ښاراو شيبه د خپل کورنۍ سره دګاونډي ملکونو کې د ژوند کولو په مخه کډه وکړه کلونه کلونه تير شول خو د شيبۍ مينې د ليونی په زړه کې داسې پينجې ښخي کړي وې چې کله به يي دشېبی د ديدن ارمان کاوه او کله به يي دکلي د کوکناروکروندۍاود زيارت د ملنګ چلم يي په زړه کې ګرځيده ليونی چې په کلي کې ځان يي شهزاده احساساوه اوس نو ښاري شوی وو ښاريانو غوندی تعليم ته يي مخه کړه او د ښار په رنګينو څراغونو کې ژوند کاوه اوکله کله به يي د کليوال ژوند ارمان کولو خو په ښارکې هم په زرکه يي سترګې ولګيدی زرکه هم په ښاري ژوند کې د يو کلي کې ورسره ژوند کاوه تقريبان ګاونډيان وو خو دلته ليونی هاغه د کلي ليونی نه وو پاتی هغه نور ښاري شوې وو ښاريانو غوندې کلک نکټايي تړلی وو او د يو ښاری انجلۍ سره يي واده کړی ووخويوڅو موده ښه د ښار په ګڼه ګوڼه کې لکه شاد ګل د کونډۍ ځوې غوندی د ښار خيالونه ور باندی غالب شوی ووموده پس کلي ته راغی نورشيبه پيغلتوب ته رسيدلې وه او خپل د ځوانی دونيا کې د يو ګل دغوړيدوهيله کاوه هره ورځ به د هغې ځوان ليدو ته ګودر ته د اوبو راوړلو په پلمه به روان وه ليونی سره له دی چی واده کړی وو خو لايي سترګۍ په شيبه پسی پاتې وې د ليونی نه ښار په ګڼه ګوڼه کې زړه د زرکۍ په منګلوکېپاتی شوې خو زرکه ليونی ته د يو ورور نظر کاوه ځکه چې يو کلي کې سره اوسيدل ليونی دورځوتيريدوسره نورهم ليونی شو ان چې ښاري ژوند يي هم ورنه هير شو د شيبۍ د مينې خيالونه يي د زرکۍ په سترګو کېليدل خو زرکه هم د خپل د ځوانی مستی شيبی د ګلاب د مخ په ليدوکې ارمانونه لټول خپل د مينې وړوکۍدونياګی کتل ليونی سهاراوماښام په همدی کوڅه کې تيريدل راتيريدل دکلي ماشومان ليونی باندې پوهيدل
نن هم لکه هر ورځ ليونی راغی ليونی راغې ماشومانو اوازونه را تلل او دا خوليونی وو چې دکلي ماشومان يي په پکڼواموخته کړی وچې دهاغی راتګ سره ټول به په ليونی پسی منډی وهل ليونی چې به کلي مخ ته ورسيدو د ماشومانوپام به يي ځان ته واړه دا ځکه چې د ماشومانوپه شورماشورکې به زرکه هم ددروازې خولې ته راتلو اود ليونی سيل يې کاوه يوورځ په کوڅه کې د ماشومانو شورماشورشو زرکه هم په بيړه دکوره ووتو ليونی چرس څکلي و په ځان نه پوهيدوځان سره به يي داسی سندري ويل
زه بيلنډه په اسمان يم بدرګوسره راځمه
زه چېې زرکه زورومه دلنډو سره راځمه
کله کله په دښتو کې زه چې لاره کړمه ورکه
دمجنون غوندې په شګو دليلا نوم به ليکمه
انځرګل به ځان نه جوړکړم شه ليلازما دمينې
زه بيلنډه په اسمان يم بدرګوسره راځمه
کله کله به ځونډۍ شم دلونګو ستاټټرته
زه ښايسته لاچي لونګ يم دوږموسره راځمه
ستادمينې ګل مخوته کوکنارګل په وه رنګو کې
دزيارت دچلم چرس يم د لوګوسره راځمه
تاسي پوهيږئ چې ليونې ولې ځان نه يې د اسمان بيلنډه جوړکړی و؟
نوربي

Comment