ډیر لمر او لږ خوب انسان انتحار ته هڅوي
تاند – سویدني علماءو د یوې څیړنې له مخې چې د دنمارک په ګرین لنډ کې یې ترسره
کړې ده ، څرګنده کړې ده چې لږ خوب او ډیر لمر په ځوانانو کې خشونت زیاتوي.
عالمانو له نولس سوه اته شپیتم میلادي کال رانیولې تر دوه زره دوهم میلادي کلونو پورې دوره مطالعه کړې ده چې په دې مودې کې په ګرین لنډ کې یو شمیر ځوانانو په اوړي ځانونه وژلي دي.
د څیړنې له مخې په انتحار کوونکو کې دوه اتیا په سلو کې په اوړي کې وژلي دي او اکثر انتحار په خشونت ترسره شوی دی یا یې ځان ته اور ورته کړی ، یا یې ځان زندۍ کړی او یا یې هم له لوړو ودانیو ځان لاندې اچولی دی.
په ګرین لنډ کې د اپریل ، مې او د اګست په وروستیو کې لمر شپه او ورځ وي. د څیړنې له مخې ډیره رڼا په سیروتونین کې اختلال رامنځته کوي دا هغه کیمیاوي ماده ده چې په مزغو کې د انسان له خوي او عادت سره ارتباط لري.
د څیړنې له مخې په لوړو ځایونو کې د وړانګو اغیز تر ټیټو زیات وي

Comment