Announcement

Collapse
No announcement yet.

نوې څېړنه: سور چای د ستونې سرطان پیدا کوي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • نوې څېړنه: سور چای د ستونې سرطان پیدا کوي



    تاند- ډېر خلک سهار په چای پیلوي خو یوه تازه څېړنه وايي، هغه خلک چې سور چای څښي، ځان د ستوني د سرطان له خطر سره مخامخوي.

    د سي این این د راپور له مخې، څېړونکو ته معلومه شوې، هغوی چې د سانتي ګراد تر ۶۰ درجې تود څښاک (چای) خوښوي او د ورځې تر ۷۰۰ میلي زیات چای څښي (دوې لویې پیالې) تر نورو خلکو یې په سلو کې ۹۰ د ستونې د سرطان خطر ډېر دی.

    دا څېړنه د ایران د ګلستان په شمالي ولایت کې پر څه باندې ۵۰ زره تنو شوې ده.

    د امریکا د سرطاني ناروغیو د ټولنې غړی او د دې څېړنې مخکښ لیکوال ډاکتر فرهاد اسلامي وايي«ډېرو خلکو ته چای، قهوه یا نور تاوده مشروبات خوند ورکوي. خو زموږ له راپور سره سم، د ډېر سور (تود) چای څښل د ستوني د سرطان خطر زیاتوي، او له همدې کبله ښه دا ده چې تود چای ته انتظار وایستل شي چې یو څه سوړ شي.»

    تر دې مخکې په څېړنو کې د چای او د ستوني د سرطان ترمنځ د ارتباط څرک لګېدلی و.

    خو دې څېړنې، چې د چهارشنبې په ورځ /مارچ۲۰/ د سرطان په نړیوال ژورنال کې یې پایلې چاپ شوې، د ډېر تود چای او سرطان ارتباط څرګند کړ.

    د ستوني یا مرۍ سرطان په نړۍ کې یو له ۸ عامو سرطانونو څخه دی چې عموماً د انسانانو د مرګ سبب کېږي. د سرطان د نړیوالې ادارې له اټکل سره سم، هر کال شاوخوا ۴ لکه تنه په دې سرطان مري.

    د امریکا د سرطاني ناروغیو ټولنه اټکل کوي چې په روان ۲۰۱۹ م کال کې به د نارینه وو ۱۳۷۵۰ او د ښځو ۳۹۰۰ نوې کېسونه تشخیص کړي.

    څېړونکي وايي، نورو څېړنو ته اړتیا ده چې د سور چای او د ستوني د سرطان د ارتباط څرنګوالی ثابت کړي.

    557 to
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X